Connect with us

لوبی

د کابل کرکټ غوره لیګ لوبغاړو د داوطلبۍ مراسم ترسره شول

خپور شوی

د

نن (سې شنبه د غویی پېنځه‌ویشتمه) په کابل کې د کابل کرکټ غوره لیګ د دوه‌یم پړاو د لوبغاړو د داوطلبۍ مراسم ترسره شول.

په دې مراسمو کې د آریانا نیوز ټلویزیون رییس مجیب الرحمن بهیر د وینا پر مهال ویلي: آریانا ټلویزیون تل هڅه کړې، چې سپورټ د خلکو تر کورونو ورسوي.

دغه راز آریانا ټلویزیون د ۲۰۲۴ کال د کابل غوره لیګ په زړه پورې سیالیو د دوه‌یم پړاو د ثبت او خپرولو قانوني حق ترلاسه کړی دی.

د کابل کرکټ غوره لیګ سیالۍ په ایوبي سپورټي کمپلکس کې ترسره کېږي.

په دې مراسمو کې د افغانستان د کورني کرکټ مسوول نظیم جار عبدالرحیم زی ویلي؛ باور لري، چې ایوبي سپورټي کمپلیکس به د تېر کال پر پرتله سږ کال دغه لیګ ښه او غوره تنظیم کړي.

هغه له ټولو هغو کسانو هم مننه وکړه، چې د کرکټ په ځوانو لوبغاړو یې پانګونه کړې ده.

د ايوبي سپورټي کمپلکس رییس عبداللطيف ايوبي د کابل غوره ليګ د دوه‌يم پړاو د لوبغاړو د داوطلبۍ په مراسمو کې څرګنده کړې، چې تېر کال يو څه نیمګړتیاوې وې؛ خو سږ کال هر څه سم دي.

د عبداللطیف ايوبي د څرګندونو له مخې؛ سږ کال په کابل کرکټ غوره ليګ کې يوه بله لوبډله هم زیاته شوې، چې نورو لوبغاړو ته نورو ډېرو لوبغاړو ته چانسونه رامنځته کړي.

په دې مراسمو کې د ايوبي سپورټي کمپلکس مسوولينو ژمنه وکړه، چې سږ کال به د کابل غوره ليګ سيالۍ په معياري او غوره توګه ترسره شي.

د ايوبي سپورټي کمپلکس مسوول سيد خان وايي: سږ کال يې ډېرې هلې ځلې کړې، چې دغه ليګ ښه او غوره ترسره کړو او هغه نيمګړتياوې، چې په لوبغالي او نورو برخو کې وې، سږکال لري شوې دي.

د کابل کرکټ غوره لیګ

د کابل کرکټ غوره لیګ په لومړي پړاو کې تېر کال پېنځه لوبډلو؛ کابل زلمي، اباسین هنټرز، پامیر سټارز، شاهین هنټرز او شمشاد ایګلز ګډون کړی و او په دوه‌یم پړاو کې به هم له یو بل سره مخ شي.

تېر کال شاهین هنټرز لوبډلې اتلولي ګټلې وه.

د کابل کرکټ غوره لیګ د لاټرۍ مراسم

په دې مراسمو کې د لومړۍ لوبډلې له پچې اچونې وروسته لومړی ۍ لوبډله؛ د بند امير سټارز لوبډله وه، چې لومړى لوبغاړى يې د داوطلبۍ له لارې وپېره.

د لوبغاړو د داوطلبۍ مراسم په درې کټګوریو کې ترسره شول، چې په لاندې ډول دي:

  • د ډایمنډ کټګوري
  • د ګولډ کټګوري
  • د سلور کټګوري

د بند امیر سټارز لوبډلې لوبغاړي، چې د داوطلبۍ په مراسمو کې وپېرل شول:

۱. حضرت الله ځاځي د بند امیر لومړی غوراوی و

۲. نجات مسعود، د دوی دوه‌یم غوراوی

۳. فرمان الله ساپی

۴. اکرم علی‌خېل

۵. عرفان الله ساپی

۶. شرافتالدین اشرف – الرونډر

۷. نوید عبید – بیټس‌مین

۸. ناصر خان – بالر

۹. فریدون خان – تیز بالر

۱۰. ایمل شاهین

۱۱. هارون خان

۱۲. قمر ​​شمس

۱۳. عبدالسلام حسیبي

۱۴. بریال افغان

۱۵. اقدام‌خان شېرزاد

د شاهین هنټرز لوبډلې هغه لوبغاړي، چې د داوطلبۍ په مراسمو کې پېرل شوي دي:

۱. حجاز احمدزی لومړی غوراوی توپ‌وهونکی

۲. عبدالمالک، د دوه‌یم غوراوی

۳. اطهار الحق نويد

۴. عمران میر

۵. آصف موسی زی

۶. زاهد افغان – تیز بالر

۷. محمد الله همکار – تیز توپ اچونکی

۸. صدیق پاچا

۹. اوزیر الله خاموش

۱۰. وسیم منګل

۱۱. سید خان نیازی – تېز توپ اچوونکی

۱۲. عطا زرمل – ویکټ ساتونکی

۱۳. عصمت حبیبي

۱۴. معشوق طوطا‌خېل

۱۵. روح الله عرب

د شمشاد ایګلز لوبډلې لوبغاړي، چې د داوطلبۍ په مراسمو کې وپېرل شول:

۱. شاهد الله کمال لومړی غوراوی توپ‌وهونکی

۲. احسان الله جنت، دوه‌یم غوراوی

۳. نعمان شاه، الرونډر

۴. علي احمد ناصر

۵. بشیر احمد – تیز بالر

۶. کامل کاکر

۷. عبدالله تره‌خېل – الرونډر

۸. دستګیر خان

۹. وحید شفق

۱۰. خیال محمد

۱۱. رحیم منګل

۱۲. عبدالباقي پوپل

۱۳. یحیی خان

۱۴. مراد علي

۱۵. جمعه ګل

د کابل نایټ رایډرز لوبډلې لوبغاړي، چې د داوطلبۍ په مراسمو کې واخیستل شول:

 

۱.       توپ‌وهونکی ریاض حسن لومړی غوراوی

۲.       ناصر جمال دوه‌یم غوراوی

۳.       زاهدخان پکتین

۴.       یوسف شاه

۵.       محمد ریاض – الرونډر

۶.       توپ‌وهونکی زُبید اکبري

۷.       یما عرب – بالر

۸.       محب زرمتی

۹.       وحید ځدراڼ

۱۰.     وفادار عرب

۱۱.     اسحاق ساقي

۱۲.     رحمان شاه

۱۳.     سباوون بونیری

۱۴.     عظم خان

۱۵.     سلام کاکړ

د ایوبي کابل زلمي لوبډلې لوبغاړي، چې د داوطلبۍ په مراسمو کې پېرل شوي:

۱. بالر قیس احمد لومړی غوراوی

۲. الله محمد غضنفردوه‌یم غوراوی

۳. بالر ضياء الرحمن شريفي

۴. مسعود ګوربز

۵. توپ‌وهونی سهیل خان زرمتی

۶. تېز بالر سمیع بلال

۷. محمد وسیم اکرم

۸. تېز بالر ابراهیم عبدالرحیمزی

۹. درویش رسولي

۱۰. صابر حنیف

۱۱. رحمان الله ځدراڼ

۱۲. شمس کروخېل

۱۳. روز‌الدین افغان

۱۴. جمعه دین

۱۵. ظفر ایلوزی

د سپن‌غر واریررز لوبډلې لوبغاړي، چې د داوطلبۍ په مراسمو کې وپېرل شول:

۱. سمیع الله شینواری لومړی غوراوی

۲. حمزه هوتک دوه‌یم غوراوی

۳. وفادار مومند

۴. وقارالله اسحاقزی

۵. حسن عیسی خیل

۶. تېز بالر لعل باز

۷. عثمان نوري

۸. جلاد موسی زی

۹. محبوب تسکین

۱۰. جلال ستانکزی

۱۱. اکبر علي

۱۲. سلمان شینواری

۱۳. خالد نیازی

۱۴. رحمان زرمتی

۱۵. نورالله ایوبي

 

همدارنګه د نننیو مراسمو په پای کې د کابل کرکټ غوره لیګ کپ نندارې ته وړاندې شو.

ټاکل شوې، چې د کابل کرکټ غوره لیګ سیالۍ د روان کال د غبرګولي پر پېنځلسمه / د جون پر څلورمه د کابل په ایوبي کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.

د ايوبي سپورټي کمپلکس مسوولينو ويلي، چې راتلونکې سيالۍ به د مينه‌والو لپاره لیوالتيا ډکې او زړه‌راکښونکې وي.

 دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال په دغه لیګ کې پېنځه لوبډلو په سیالیو کې برخه لرله خو سږ کال یوه بله نوې لوبډله هم ور زیاته شوې ده.

لوبی

د افغانستان کرکټ بورډ د چټک توپ‌اچوونکو د استعداد موندنې ملي پروګرام پیلوي

د افغانستان کرکټ بورډ د څرګندونو له مخې، دغه پروګرام به د اوکټوبر پر څلورمه په کندوز ولایت کې پیل شي او له هغې وروسته به ارزونې په هرات، کندهار، کابل، خوست، پکتیا او کونړ کې روانې وي او د اوکټوبر پر اووه‌ویشتمه به په ننګرهار کې پای ته ورسېږي.

Published

on

د افغانستان کرکټ بورډ د ظرفیت لوړونې مرکز راتلونکې میاشت د هېواد په څو ولایتونو کې د چټک توپ‌اچوونکو د استعداد موندنې لپاره « تندر» نومی ملي پروګرام پیلوي.

د افغانستان کرکټ بورډ د څرګندونو له مخې، دغه پروګرام به د اوکټوبر پر څلورمه په کندوز ولایت کې پیل شي او له هغې وروسته به ارزونې په هرات، کندهار، کابل، خوست، پکتیا او کونړ کې روانې وي او د اوکټوبر پر اووه‌ویشتمه به په ننګرهار کې پای ته ورسېږي.

د دغه بورډ د څرګندونو له مخې: د ګډون شرایط دا دي، چې لوبغاړي له ۱۹ څخه تر ۲۶ کلونو عمر ولري؛ لږ تر لږه ۱۸۰ سانټي‌مټره لوړوالی ولري، د اعتبار وړ برښنايي تذکره ولري او توپ په ساعت کې لږ تر لږه ۱۴۰ کیلومټره چټکتیا سره وغورځولی شي.

د اعلان شوې مهال‌وېش له مخې؛ په کندوز کې به ارزونې د اوکټوبر پر څلورمه او پېنځمه، په هرات کې د اوکټوبر پر نهمه او لسمه، په کندهار کې د اوکټوبر پر دولسمه، په کابل کې د اوکټوبر پر څوارلسمه او پېنځلسمه، په خوست کې د اوکټوبر پر نولسمه، په پکتیا کې د اوکټوبر پر یوویشتمه او په کونړ کې د اوکټوبر پر پېنځه‌ویشتمه ترسره شي. وروستی پړاو به هم د اوکټوبر پر اووه‌ویشتمه په ننګرهار کې ترسره شي.

د افغانستان کرکټ بورډ له ټولو هغو لوبغاړو، چې په لوړه کچه چټک توپ‌اچوونکي کېدی شي؛ په ټاکل شویو نېټو په خپلو اړوند ولایتونو کې د «تندر» نومي چټک توپ‌اچوونکو د استعدادونو د موندنې په پروګرام کې ګډون وکړي.

د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د دغه پروګرام موخه د افغانستان له بېلابېلو سیمو څخه د چټک توپ‌اچولو هیله‌بښوونکو استعدادونو موندل او د هېواد د کرکټ د لوړې کچې د فعالیتونو د سیسټم له لارې د مستعدو لوبغاړو د ودې او پرمختګ لپاره د زمینې برابرول دي.

Continue Reading

لوبی

طوفان هرات او عینو مېنه کندهار ۱-۱ مساوي شول

عنایت‌الله کوهي د لوبې په لومړۍ نیمایي کې طوفان هرات ته لومړی ګول وواهه؛ خو احمد بني‌مقدس د لوبې په دوه‌دېرشمه دقیقه کې عینو مېنه کندهار ته ګول ورکړ او لوبه مساوي شوه.

Published

on

Last Updated on: تله ۸, ۱۴۰۵

د افغانستان اتلانو لیګ روشن د سې‌شنبې پر ورځ په کابل کې د نهه‌ویشتمې لوبې پر مهال طوفان هرات  او عینو مېنه کندهار یو پر یو مساوي ولوبېدل.

عنایت‌الله کوهي د لوبې په لومړۍ نیمایي کې طوفان هرات ته لومړی ګول وواهه؛ خو احمد بني‌مقدس د لوبې په دوه‌دېرشمه دقیقه کې عینو مېنه کندهار ته ګول ورکړ او لوبه مساوي شوه.

د لوبې په دوه‌یمه نیمایي کې دواړو لوبډلو د ګول وهلو څو فرصتونه درلودل؛ خو ونه توانېدل، چې له دغو فرصتونو ګټه واخلي او لوبه یو- یو پای ته ورسېده.

طوفان هرات په دې لوبه کې ۱۲ سرغړونې وکړې او یو ژېړه کارت یې واخیست. عینو مېنه کندهار بیا ۱۶ سرغړونې وکړې او دوه ژېړ کارتونه یې ترلاسه کړل.

طوفان هرات به خپله راتلونکې لوبه د اوکټوبر پر لومړۍ له آرمان اف‌سي سره وکړي او عینو مېنه کندهار به د اوکټوبر پر دوه‌یمه له ابومسلم فراه سره مخ شي.

د افغانستان اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو سیالۍ پر ژوندۍ بڼه له آریانا ټلویزیون څخه خپرېږي.

Continue Reading

لوبی

د افغانستان اتلانو لیګ؛ استقلال کابل خراسان فاریاب ته دوه پر صفر ماتې ورکړه

دا لوبه نن(سې‌شنبه) د افغانستان د فوټبال فډراسیون په لوبغالي کې ترسره شوه.

Published

on

Last Updated on: تله ۸, ۱۴۰۵

استقلال کابل د افغانستان اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو په اته‌ویشتمه لوبه کې خراسان فاریاب ته دوه پر صفر ماتې ورکړه.

دا لوبه نن(سې‌شنبه) د افغانستان د فوټبال فډراسیون په لوبغالي کې ترسره شوه.

د لوبې په لومړۍ نیمایي کې دواړو لوبډلو د یو بل د دروازې د پرانیستلو لپاره څو فرصتونه جوړ کړل؛ خو هیڅ یو فرصت په ګول بدل نه‌شو او لومړۍ نیمایي لوبه بې‌ګوله پای ته ورسېده.

په دوه‌یمه نیمایي کې هم لوبه نږدې او برابره روانه وه، چې د لوبې په نویومه دقیقه کې ندیم نعیمي له نږدې واټن څخه د استقلال کابل لومړی ګول وواهه.

له دې وروسته هارون نوري په اضافه وخت کې د استقلال کابل دوه‌یم ګول وواهه او په دې توګه استقلال کابل دوه پر صفر بریا خپله کړه.

خراسان فاریاب په دې لوبه کې ۱۰ سرغړونې وکړې او څلور ژېړ کارتونه یې واخیستل. استقلال کابل بیا شپږ سرغړونې وکړې.

استقلال کابل به خپله راتلونکې لوبه د اوکټوبر پر دوه‌یمه له عمر ځواک هرات سره وکړي او خراسان فاریاب به د اوکټوبر پر لومړۍ له آریانا خوست سره مخ شي.

د افغانستان اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو سیالۍ پر ژوندۍ بڼه له آریانا ټلویزیون څخه خپرېږي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!