تازه خبرونه
اسلامي امارت په افغانستان کې د داعش خراسان د پیاوړتیا په اړه د ملګرو ملتونو اندېښنه رد کړه
مجاهد ویلي، چې افغانستان پیاوړي ځواکونه لري او اجازه نهورکوي، چې بهرنۍ ډلې په هېواد کې پیاوړې شي او یا د افغانستان او نورو هېوادونو امنیت له ګواښ سره مخ کړي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد په افغانستان کې د داعش خراسان د وړتیاوو د زیاتېدا په اړه د ملګرو ملتونو د چارواکو اندېښنه رد کړې او دغه اندېښنې یې پر ناسمو معلوماتو ولاړې بللې دي.
مجاهد ویلي، چې افغانستان پیاوړي ځواکونه لري او اجازه نهورکوي، چې بهرنۍ ډلې په هېواد کې پیاوړې شي او یا د افغانستان او نورو هېوادونو امنیت له ګواښ سره مخ کړي.
د اسلامي امارت دغه غبرګون له هغې وروسته څرګند شوی، چې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال الکساندر زویوف د داعش خراسان د وړتیاوو د زیاتېدا او پرمختللو تجهیزاتو ته، چې بېپیلوټه الوتکې هم په کې دي؛ د داعش د لاسرسي په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.
تازه خبرونه
قزاقستان د افغانستان له ثبات او بیا رغونې سره څنګه مرسته کوي؟
د «کسپین انالسټ» په لیکنه کې د ټرانسپورټي لارو او اوسپنېپټلۍ پراختیا؛ پر ځانګړې بڼه د تورغونډۍ–هرات–کندهار–سپینبولډک د وړاندیز شوې لارې جوړول کولی شي افغانستان د مرکزي او سویلي آسیا د بازارونو د نښلولو پر یوه مهمه کړۍ بدل کړي.
د آستانې او کابل ترمنځ د اقتصادي، ښوونیزو او بشري همکاریو پراختیا کولی شي په افغانستان کې د تلپاتې ثبات او سیمهییزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره زمینه برابره کړي.
«کسپین انالسټ» تحلیلي اوبپاڼې په یوه لیکنه کې لیکلي، چې قزاقستان د افغانستان د اقتصادي وضعیت د ښهوالي او له سیمې سره د دغه هېواد د بیا یوځای کېدا لپاره پر یوه مهم مرسته کوونکي هېواد بدل شوی او په دې باور دی، چې په افغانستان کې ثبات د اقتصادي پراختیا، د بشري ظرفیتونو د پیاوړتیا او د سیمهییزو همکاریو له پراختیا سره تړاو لري.
په لیکنه کې راغلي، چې قزاقستان یوازې پر امنیتي موضوعاتو د راڅرخېدلو پر ځای هڅه کړې، چې د سوداګرۍ، بشري مرستو، ښوونیزو همکاریو او ټرانسپورټي بېخبناوو د پراختیا له لارې د افغانستان د ثبات په ټینګښت کې ونډه واخلي.
د راپور پر بنسټ؛ د افغانستان او قزاقستان ترمنځ دوهاړخیزه سوداګري د ۲۰۲۶ز.کال له جنورۍ څخه تر جولای پورې ۵۸۱،۱ میلیون ډالر ته رسېدلې، چې د ۲۰۲۵ز.کال د دواړو هېوادونو د ټولې ۵۴۱،۶ میلیون ډالر سوداګرۍ له ارزښت څخه ډېره ده. له افغانستان سره د قزاقستان صادرات ۵۷۲،۹ میلیون ډالر او له افغانستان څخه د دغه هېواد واردات یوازې ۸،۲ میلیون ډالر ول.
په راپور کې زیاته شوې، چې قزاقستان په ۲۰۲۶ز.کال کې شاوخوا ۶۰۰ افغان زدهکړیالان د دغه هېواد په ۳۴ پوهنتونونو کې منلي او هر کال افغان زدهکړیالانو ته ۳۰ تحصیلي بورسونه ځانګړي کوي، چې ټاکل شوې د بورسونو شمېر ۶۰ ته لوړ شي.
د بشري مرستو په برخه کې هم قزاقستان د ۲۰۲۵ز.کال په اپریل کې شاوخوا دوه زره او ۲۰۰ ټنه مرستې د اوسپنېپټلۍ له لارې افغانستان ته لېږلي او د همدې کال په سپټمبر کې یې د یوې مرګونې زلزلې له رامنځته کېدا وروسته د ۲۷۲،۷ ټنو پر وزن د مرستې یوه بله جوپه هم افغانستان ته استولې ده.
د «کسپین انالسټ» په لیکنه کې د ټرانسپورټي لارو او اوسپنېپټلۍ پراختیا؛ پر ځانګړې بڼه د تورغونډۍ–هرات–کندهار–سپینبولډک د وړاندیز شوې لارې جوړول کولی شي افغانستان د مرکزي او سویلي آسیا د بازارونو د نښلولو پر یوه مهمه کړۍ بدل کړي.
په دې تحلیلي لیکنه کې د مرکزي آسیا او افغانستان لپاره په الماتې ښار کې د ملګرو ملتونو د پرلهپسې پراختیا د موخو د سیمهییز مرکز جوړولو ته د قزاقستان رول او دغه راز پرلهپسې پراختیا، کرنې، ښوونې او روزنې او د بنسټونو د پیاوړتیا په برخو کې د سیمهییزو همکاریو د همغږۍ لپاره یو فرصت بللی دی.
د لیکنې په پای کې ټینګار شوی، چې قزاقستان پر یوازې ځان د افغانستان سیاسي او اقتصادي ستونزې نهشي حل کولی؛ خو د سوداګرۍ، زدهکړو، بشري مرستو او سیمهییز اتصال په برخو کې دوامدار تعامل کولی شي د افغانستان د اقتصادي وضعیت په ښهوالي او د ثبات پیاوړتیا کې مرسته وکړي.
تازه خبرونه
بېځایه کېدا افغان ماشومان نور هم وږي او زیانمن کړل – د ماشومانو د ژغورنې نړیواله اداره
دغه راپور، چې « د تګ په حال کې ماشومان » نومېږي، د ۲۰۲۶ز.کال د نومبر پر اتهلسمه په کابل کې خپور شوی او په اووه ولایتونو کې له څه باندې ۸۰۰ ماشومانو او د کورنیو له سرپرستانو سره د مرکو پر بنسټ چمتو شوی دی.
د ماشومانو د ژغورنې نړیوالې ادارې په خپل تازه راپور کې خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې بېځایه کېدا په تېرو درې کلونو کې د ماشومانو ترمنځ لوږه زیاته کړې، د هغوی د زدهکړو بهیر یې ګډوډ کړی او هغوی یې د خوندیتوب له ګواښونو سره مخ کړي دي.
دغه راپور، چې « د تګ په حال کې ماشومان » نومېږي، د ۲۰۲۶ز.کال د نومبر پر اتهلسمه په کابل کې خپور شوی او په اووه ولایتونو کې له څه باندې ۸۰۰ ماشومانو او د کورنیو له سرپرستانو سره د مرکو پر بنسټ چمتو شوی دی.
د دې راپور موندنې ښيي، چې له نیمایي ډېر بېځایه شوي ماشومان د خپلو کورونو له پرېښودو وروسته خوړو ته د لاسرسي له کمښت سره مخ شوي او له هرو پنځه ماشومانو څخه دوه څرګندوي، چې روغتیايي وضعیت یې خراب شوی دی.
د راپور له مخې؛ له ۹۰ سلنې ډېر څېړل شوي ماشومان په تېرو درې کلونو کې د بېځایه کېدا یا کډوالۍ تجربه لري. ۵۵ سلنه یې وایي، چې د ځای له بدلېدا وروسته لږ خواړه ترلاسه کوي، ۴۱ سلنه د خپل روغتیايي وضعیت له خرابېدا خبر ورکوي او د کورنیو ۳۳ سلنه سرپرستانو ویلي، چې د خپلو ماشومانو زدهکړو ته یې لاسرسی کم شوی دی.
سره له دې، چې اړتیاوې زیاتې شوې دي؛ بشري مرستې ګڼو ماشومانو ته نهرسېږي. له هرو لس ماشومانو څخه یوه ماشوم ویلي، چې هر ډول مرسته یې ترلاسه کړې. په داسې حال کې، چې ۹۰ سلنه یې خوړو ته د لاسرسي لپاره مرستو ته اړتیا لري.
دغه موندنې په داسې وخت کې خپرېږي، چې د ۲۰۲۳ز.کال له سپټمبر راپدېخوا له ۶.۶۷ میلیون ډېر افغان وګړي له پاکستان او ایران څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.
د راپور د څرګندونو له مخې؛ دې بهیر د افغانستان نفوس ۱۴ سلنه زیات کړی او پر هغو کورنیو او ټولنو یې ډېر فشار راوستی، چې له دې مخکې هم له بېوزلۍ، د خوړو له کمښت او پرلهپسې بحرانونو سره مخ وې.
افغانستان اوس هم په نړۍ کې له هغو هېوادونو څخه دی، چې د کورنیو بېځایه شویو تر ټولو لوړه کچه لري.
د دغه راپور له مخې: تر ۲۰۲۵ز.کال پورې شاوخوا اووه میلیون کسان، چې د ټول هېواد د نفوسو نږدې ۱۴ سلنه کېږي؛ په افغانستان کې دننه بېځایه شوي وه.
بېوزلي او د کاري فرصتونو نشتوالی؛ د بېځایه کېدا اصلي لاملونه
د ماشومانو د ژغورنې ادارې په راپور کې راغلي؛ اقتصادي ستونزې په افغانستان کې د بېځایه کېدا تر ټولو مهم لامل دی. نږدې نیمایي( ۴۹ سلنه ) څېړل شویو ماشومانو ویلي، چې کورنیو یې د کار نه موندلو یا د کافي عاید د نشتوالي له کبله خپل د اوسېدو ځای پرېښی دی. د هغوی درېیمه برخه د خپلو کورنیو د ځای بدلولو له لاملونو څخه د خوړو کمښت یادوي.
دغه راز نږدې څلورمه برخه ماشومانو ویلي؛ کورنۍ یې له بل هېواد څخه د ایستلو یا له هغه هېواد څخه د وتلو د فشار له کبله اړې شوې، چې خپل ځای بدل کړي.
په راپور کې راغلي، چې له هرو لس څېړل شویو ماشومانو څخه نږدې اووه یې په تېرو درې کلونو کې له دوه یا ډېرو بحرانونو لکه: وچکالۍ، سېلابونو، زلزلو او جګړو سره مخ شوي دي.
د ماشومانو پر وړاندې د خوندیتوب ګواښونه زیات شوي
د ماشومانو د ژغورنې ادارې ويلي، چې پرلهپسې بحرانونو او بېځایه کېدا په افغانستان کې د ماشومانو پر هوساینې او امنیت اغېز کړی دی.
د راپور د موندنو له مخې؛ له ۱۱ سلنې ډېرو ماشومانو ویلي، لږ تر لږه د خوندیتوب له یوه ګواښ سره مخ شوي دي. په دغو ګواښونو کې د ماشومانو درانده کارونه، فزیکي یا لفظي تاوتریخوالی او له وخت مخکې واده شامل دي.
د کورنیو سرپرستانو هم ویلي، چې نجونې د بېځایه کېدا د سفرونو پر مهال او نويو سیمو ته له رسېدا وروسته له ډېرو ګواښونو سره مخ شوې دي.
افغانستان ته د بېرته ستنېدا په اړه د اته کلنې نوریې کیسه
د هغو ماشومانو په ډله کې، چې له بېځایه کېدا زیانمن شوي؛ اته کلنه نوریه هم شامله ده، چې د روان میلادي کال په لومړیو کې د لومړي ځل لپاره افغانستان ته راستنه شوې ده. د هغې کورنۍ له پنځه لسیزو ډېر په پاکستان کې ژوند کړی؛ خو اړ شوه، چې دغه هېواد پرېږدي.
نوریه له خپل پلار، مور او درې خویندو او وروڼو سره نږدې یوازې په هغو جامو کې افغانستان ته راغله، چې پر تن یې وې.
نوریه وایي:« مونږ له پاکستان څخه راستانه شوو. هلته مو کور او ډېر ملګري لرل. افغانستان مې هم خوښېږي؛ خو ښوونځي او خپلو ملګرو پسې مې خفه یم. مونږ به یوځای لوبې کولې او ډېر به مو خندل. غواړو دلته هم پاکستان ته ورته ښوونځی ولرو، چې خپلې زدهکړې روانې وساتم.»
د هغې کورنۍ د دې وس نهلري، چې ښوونځي ته د هغې د تګ راتګ لګښت ورکړي؛ خو هغه د ماشومانو د ژغورنې ادارې په یوه لنډمهاله ښوونیز مرکز کې زدهکړې کوي.
د دې ۲۸ کلنې مور نازو ویلي:« زما مېړه دلته کار نهلري او مونږ د خپلو اولادونو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره هیڅ عایداتي سرچینه نهلرو. هره ورځ اندېښمنه یم، چې د بلې ډوډۍ لپاره به څنګه خواړه پیدا کړو.»
هغې زیاته کړې:« کله، چې په یوه هېواد کې زېږېدلي یاست او هلته واده کوئ؛ هغه ځای ستاسو کور ګرځي او داسې احساس کوئ، چې له هغه ځای سره تړاو لرئ. کله، چې ناڅاپه د هغه ځای پرېښودو ته اړ شئ؛ نو ټول ژوند مو له منځه ځي او تش لاس بل ځای ته ورسېږئ.»
د ماشومانو د ژغورنې اداره د ډېرو مرستو غوښتنه کوي
په افغانستان کې د ماشومانو ژغورنې ادارې مشر اشیش دامله ویلي، چې هیڅ ماشوم باید د امنیت یا ژوندي پاتې کېدا لپاره د خپل کور، ښوونځی او ټولنې پرېښودو ته اړ نهشي؛ خو د ډېرو ماشومانو لپاره بېځایه کېدا د ماشومتوب یوه برخه ګرځېدلې ده.
هغه زیاته کړې، ماشومان د خطرناکو لارو په اوږدو کې د خوندیتوب له ګواښونو سره مخ کېږي او نویو سیمو ته له رسېدا وروسته یې کورنۍ هم د خوړو د برابرولو، روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي او ښوونځي ته د خپلو ماشومانو د لېږلو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.
د دامله د څرګندونو له مخې، د« د تګ په حال کې ماشومان » راپور موندنې د اندېښنې وړ واقعیت څرګندوي؛ نوي ځای ته رسېدل د خوندي کېدا پر معنا نهده.
هغه ټینګار کړی، چې نجونې او معلولیت لرونکي ماشومان پر ځانګړې بڼه له ډېرو ګواښونو سره مخ دي او بېوزلې کورنۍ اړ باسي، چې د ژوند کولو لپاره سختې پرېکړې وکړي. په داسې حال کې، چې ډېری یې لږې یا هیڅ بشري مرستې ترلاسه کوي.
په افغانستان کې د ماشومانو د ژغورنې ادارې رییس د ماشومانو د ساتنې لپاره د کډوالۍ په لارو کې د پرلهپسې مالي سرچینو د برابرولو او په هر هغه ځای کې، چې ماشومان میشتېږي؛ بنسټیزو خدمتونو ته د هغوی د لاسرسي د برابرولو غوښتنه کړې ده.
هغه ویلي:« هغه ماشومان، چې مخکې یې خپل کورونه له لاسه ورکړي؛ باید له دغو ګواښونو سره یوازې مخ نهشي. دغه ماشومان یوازې د ورځني ژوندي پاتې کېدو له کچې د ډېر څه مستحق دي. هغوی حق لري، چې په خوندي چاپېریال کې ژوند وکړي، بېرته ښوونځي ته ستانه شي او خپل ژوند له سره جوړ کړي.»
په افغانستان کې د ماشومانو د ژغورنې ادارې فعالیتونه
د ماشومانو د ژغورنې اداره له ۱۹۷۶ز.کال راپدېخوا په افغانستان کې فعالیت کوي او د جګړو، بېځایه کېدا او طبیعي پېښو په بېلابېلو پړاوونو کې یې د خدمتونو وړاندې کولو روان ساتلي دي.
دا اداره اوسمهال د افغانستان په نهه ولایتونو کې خپل پروګرامونه پلي کوي او له شریکو بنسټونو سره په ۱۱ نورو ولایتونو کې هم فعالیت کوي. دا اداره د روغتیا، تغذیې، زدهکړې، د ماشومانو ژغورنې، سرپناه، اوبو، حفظالصحې، روغتیايي خدمتونو او معیشت په بېلابېلو برخو کې هڅې کوي.
#آریانانیوز #افغانستان #ماشومان #بېځایهکېدا #بشريمرستې #دماشومانوژغورنېاداره
تازه خبرونه
قطر او بریټانیا د افغانستان، فلسطین، لبنان او سوریې پر وروستیو تحولاتو خبرې وکړې
الخلیفي دغه څرګندونې تېره ورځ په لندن کې د منځني ختیځ او شمالي افریقا په چارو کې د بریټانیا له وزیر سټیفن ډاوټي سره په کتنه کې کړې دي.
د قطر بهرنیو چارو په وزارت کې د دولت وزیر محمد بن عبدالعزیز الخلیفي ویلي؛ هېواد یې د هغو ډیپلوماټیکو هڅو ملاتړ کوي، چې د سمندري تګراتګ آزادي تضمین او په سیمه کې تلپاتې سولې ته زمینه برابره کړي.
الخلیفي دغه څرګندونې تېره ورځ په لندن کې د منځني ختیځ او شمالي افریقا په چارو کې د بریټانیا له وزیر سټیفن ډاوټي سره په کتنه کې کړې دي.
د قطر بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ دواړو لوریو په دې کتنه کې د افغانستان، فلسطین، لبنان او سوریې وروستي تحولات وڅېړل او د سیمهییزو کړکېچونو د کمولو، امنیت او ثبات د ټینګښت لپاره یې پر ګډو ډیپلوماټیکو هڅو ټینګار وکړ.
دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا، د شخړو د سولهییز حل او د منځګړیتوب په برخه کې د همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت په خپره شوې خبرپاڼې کې د افغانستان په تړاو د شویو خبرو جزئیات ورکړ شوي نهدي.
-
لوبی4 days agoپه آی ال ټي ۲۰ لیګ کې د افغان او اماراتي لوبغاړو ګډون اړین شو
-
تازه خبرونه4 days agoترکیې یونان ته د اوښتو په هڅه کې ۳۵ افغان کډوال ونیول
-
لوبی3 days agoسرخپوشان خوافي د افغانستان فوټبال اتلانو لیګ نه ماتېدونکی اتل شو
-
لوبی5 days agoزیمبابوې له افغانستان څخه د دوهیمې ټسټ لوبې پر دوهیمه ورځ ۱۸۰ منډې مخکې شو
-
تازه خبرونه4 days agoپه تېرو دوه اوونیو کې له ایران او پاکستان څخه څه باندې ۹۵ زره افغانان افغانستان ته راغلي
-
لوبی4 days agoارمان افسي استقلال کابل ته پنځه پر صفر ماتې ورکړه
-
تازه خبرونه5 days agoپه جوزجان کې د بیات پاور ۴۰ میګاواټه ګازي برښنا تولیدي توربین بېرته فعال شو
-
تازه خبرونه2 days agoد اسلامي امارت مالیې وزیر د ایران د مازندران له کرنیزو او تولیدي مرکزونو لیدنه وکړه
