لوبی
آسترالیا به د یکشنبې پر ورځ په کرکت نړیوال جام پایلوبه کې له هند سره ولوبيږي
د کرکت نړیوال جام پېنځه ځلې ګتونکې آسترالیا د پنجشنبې پر ورځ د جنوبي آفریقا پر ماتولو بریالۍ شوه، چې د هند پروړاندې د ۲۰۲۳ کرکت نړیوال جام سیالیو پایلوبې ته لار ومومي.
د رویترز د څرګندونو له مخې؛ آسترالیا د سویلي آفریقا لوبډله پر ۲۱۲ منډو له ډګره وویسته او دیوید میلر ۱۰۱ منډې وکړې.
د آاسترالیا لپاره مچل ستارک او پیت کمینز درې درې ویکتې واخیستې. جوش هزلوود او تراویس هید دوه دوه ویکتې واخیستې.
په هرصورت، د هدف تعقیب دومره آسانه نه و لکه څنګه، چې استرالیا غوښتل.
د لوبې غوره لوبغاړی د آسترالیا له لوري ترویس هید، چې ۶۲ منډې یې وکړې؛ لوبډله یې له ښه پیل برخمنه کړه، خو بیا د توپوهنې په بهیر کې د توپوهونکیو سوځېدل د لوبډلې لپاره د اندېښنې لامل شو.
سویلي آفریقا اجازه ورنهکړه، چې ډېر څه ترلاسه کړي؛ خو د دوی لږ منډو آسترالیا ډاډه کړه، چې پر پاتې ۱۶ توپونو پر درې ویکتو لوبه وګټي او د اړوند سیالیو پایلوبې ته ورسیږي.
