لوبی
آسترالیا له افغانستان کرکت ملي لوبډلې سره یوه ورځنۍ لوبه لغوه کړه

د آسترالیا کرکت لوبډلې د پنجشنبې پر ورځ د مرغومي ۲۲ / د جنورۍ ۱۲) په ډاګه کړه، چې له افغانستان سره یې خپله یوه ورځنۍ لوبه د افغان حکومت د ښځو پر وړاندې د بندیزونو له کبله لغو کړې ده.
ټاکل شوې وه، چې د روان کال په مارچ میاشت کې له دې سیالۍ عربي متحده امارات کذبتوب وکړي.
د آسترالیا کرکت بورد ویلي، چې دغه پرېکړه یې د دغه هېواد له حکومت سره له مشورې وروسته کړې ده.
د آسترالیا کرکت بورد څرګنده کړې: دا پرېکړه د طالبانو (اسلامي امارت) لخوا د ښځو او نجونو لپاره د زدکړو او کارموندنې په فرصتونو کې د نورو محدودیتونو له اعلان وروسته رامنځته شوې ده.
په اعلامیه کې راغلي، چې د آسترالیا کرکت بورد د افغانستان په ګډون په ټوله نړۍ کې د ښځو او نرینه وو د لوبو ودې ته ژمن دی او د افغانستان له کرکت بورد سره به خپلو اړیکو ته دوام ورکړي.
د آسترالیا کرکت بورد له افغانستان سره د لوبې لغوه کېدو د ملاتړ له کبله د دغه هېواد له حکومت څخه مننه کړې ده.
د یادونې ده، چې د افغانستان کرکت بورد دا پرېکړه سیاسي، غیرمنطقي، له وخت مخکې او د افغانستان له ستر او کرکت سره مینه لرونکي ملت سره ستره جفا بولي.
لوبی
افغانستان په لومړۍ لوبه کې بنګله دېش پر ۷ ویکټو مات کړ

افغانستان د شنبې پر ورځ په ابوظبۍ کې له ۱۹ کلنو څخه د ټیټ عمره لوبډلو د درې اړخیزو سیالیو لومړۍ لوبه له بنګله دېش څخه پر ۷ ویکتو وګټله
بنګله دېش د پچې له ګټلو وروسته لومړی توپ وهنه وکړه او په ۲۲.۵ آوورونو کې یې د ټولو لوبغاړیو پر سوځېدو ۷۵ منډې جوړې کړې.
بشير احمد څلور او کامران هوتک درې لوبغاړي وسوځول او خلیل احمد هم دوه ویکتې واخیستې.
افغانستان دغه هدف په ۹.۵ آوورونو کې د لوبغاړیو پر سوځېدو پوره کړ، چې سهیل خان ۳۳ او محمد هارون ۲۱ منډې جوړې کړې.
افغانستان به د چارشنبې پر ورځ خپله بله لوبه له سریلانکا سره ترسره کړي.
لوبی
بنګله دیش د افغانستان له ۱۹ کلنو ټیټ عمرو سره د یو ورځنیو لوبو لړۍ ۱-۱ مساوي کړه

د بنګله دېش له ۱۹ کلنو ټیټ عمرې لوبډلې د چارشنبې پر ورځ په ابوظبي کې د افغانستان له ۱۹ کلنو ټیټ عمره ځوانانو ته په دوهیمه یو ورځنۍ لوبه کې د ۶۳ منډو پر توپیر ماتې ورکړه او د دوو لوبو لړۍ یې ۱-۱ مساوي پای ته ورسوله.
د افغانستان لوبډلې وړمه ورځ بنګله دېش ته ماتې ورکړې وه او په دې حساب د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه لوبو لړۍ یوه – یوه مساوي شوه.
بنګله دیش په ابوظبي کې د پچې له ګټلو وروسته لومړی توپ وهنه پیل کړه او په ۴۹.۳ آوورونو کې یې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل؛ خو ۲۳۱ منډې یې جوړې کړې.
د دوی لپاره محمد شهاب جیمز ۹۸ منډې کړې او ورپسې پرویزالرحمن جبون ۴۸ هغه جوړې کړې.
د افغانستان لپاره یما عرب څلور او فریدون داوودزي دوه ویکتې واخیستې.
په ځواب کې افغانستان په ۴۵.۴ آوورونو کې د ټولو لوبغاړیو پر سوځېدو ۱۶۸ منډې جوړې کړې، ۸۸ منډې یې سهیل خان ترسره کړې دي.
دواړه لوبډلې به اوس د سریلانکا له ۱۹ کلنو ټیټ عمرو سره په درې اړخیزه سیریز کې برخه واخلي، چې د شنبې پر ورځ په ابوظبي کې پیل شي.
لوبی
د افغانستان له ۱۹ کلنو ټیټ عمره کرکت ملي لوبډلې بنګله دېش ته ماتې ورکړه

د افغانستان له ۱۹ کلنو ټیټ عمره کرکت ملي لوبډلې د دوشنبې پر ورځ په متحده عربي اماراتو کې په لومړۍ یو ورځنۍ لوبه له بنګله دېش لوبډلې څخه د ۱۵۸ منډو پر توپیر وګټله.
د بنګله دېش لوبډلې د لوبې پچه وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه. افغانستان په ټولو ټاکل شویو۵۰ آوورونو کې د ۶ لوبغاړیو له سوځېدو سره ۲۷۱ منډې جوړې کړې.
د ټاکل شوي هدف په ټاکلو سره افغان لوبډلې د بنګله دېش ټول لوبغاړي په داسې حال کې وسوځېول، چې ۱۱۳ منډې یې جوړې کړې وې.
سهیل خان سلیزه ووهله او د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.
سلیمان عربزي او محمد هارون پر ترتیب ۵۵ او ۴۳ منډې وکړې.
یما عرب ۴ لوبغاړي، فریدون داودزي ۳ او ناصر حسن ۲ لوبغاړي وسوځول.
افغان لوبډلې د بنګله دېش ټول لوبغاړي په داسې حال کې وسوځول، چې ۱۱۳ منډې یې جوړې کړې وې.
دواړه لوبډلې به د چارشنبې پر ورځ خپله دوهیمه یو ورځنۍ لوبه وکړي.
-
تازه خبرونه5 days ago
مولوي عبدالکبیر له کابل والي سره پر امنیتي وضعیت خبرې وکړې
-
سوداگري4 days ago
د اسلامي امارت مشرتابه د ګمرکونو له مسوولینو سره وکتل
-
تحول5 days ago
تحول: کابل ته د عربي متحده اماراتو د دیني پلاوي سفر
-
سوداگري2 days ago
د کندوز ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست په عوایدو کې ۴۸ سلنه زیاتوالی راغلی
-
روغتيا3 days ago
شونې ده، چې کرونا ویروس له کاونده سپيو رامنځته شوی وي
-
نړۍ2 days ago
په اکوادور کې زلزلې ۳۹۴ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې
-
تازه خبرونه3 days ago
له اسلامي امارت سره تعامل دې د دې ټولنې عمومي منشي وارزوي – د م.م امنیت شورا
-
څار5 days ago
څار: د افغانستان او ایران سوداګریزې اړیکې او همکاري