تازه خبرونه
آلمان افغان کارمندانو او د دوی اړوندانو ته ۲۴۰۰ ویزې ورکړي
آلماني چارواکو د دوشنبې پر ورځ د چنګاښ ۱۴ په ډاګه کړې، چې دوی تر دې دمه ۲۴۰۰ ویزې هغو افغانانو ته ورکړي، چې له دوی سره یې د خپل هېواد د پوځي چارو په ترسره کولو کې همکاري کړې ده.
د ای پي د څرګندونو له مخې؛ د آلمان د بهرنیو چارو وزارت ویاند راینر بریول ویلي، چې د دوی کورنیو ته هم ویزې ورکړ شوي، خو دا ټول نه غواړي، چې سمدلاسه آلمان ته کډوال شي.
آلمان له شل کلن پوځي شتون وروسته تېره اوونۍ له افغانستان څخه خپل وروستي سرتېري، چې د هېواد په شمال کې راټول ول هم ایستلي دي. دوی له امریکا وروسته په افغانستان کې دوه یم لوی بهرنی ځواک و.
راینربریول زیاته کړې، چې د سرتېرو شاتګ او په مزارشریف ښار کې د آلمان د قونسلګرۍ تړلو کاري بهیر پېچلی کړ؛ خو وایي، چې برلین هڅه کوي د ملګرو ملتونو د کډوالو نړیوالې ټولنې (آی او ام) سره همکاري روانه وساتي وکړي.
د دفاع وزارت ویاند ډیویډ هلمولډ ویلي، چې له پوځي وتلو مخکې ۴۴۶ سیمه ییزو کارمندانو او د هغوی ۲۲۵۰ اړوندانو ته د سفر اسناد ورکړي او ډېر لږ شمېر به له پروګرام پاتې وي.
هلمبولډ په برلین کې خبریالانو ته ویلي: ټولو هغو کسانو، چې دا سفري اسناد ترلاسه کړي؛ نه غوښتل، چې سمدستي له هېواده ووځي. یو شمېر نورو ځایي کارمندانو بیا ویلي؛ مونږ غواړو، چې په افغانستان کې د امکان تر حده پاتې شو، خو مونږ لیواله یو، چې که امنیتي وضعیت خرابیږي؛ نو باید وتل مو شوني شي.