تازه خبرونه
افغانان باید دښمن ته د مداخلې زمینه برابره نکړي – زلمی خلیلزاد
زلمي خلیلزاد څرګنده کړې: افغانان باید د افغانستان په سیاسي، اقتصادي، تخنیکي او تعلیمي وده کې له خپل رول لاس وانخلي او دښمن ته د مداخلې زمینه برابره نکړي.
په افغانستان کې د سولې رامنځته کولو لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له یوې رسنۍ سره په مرکه کې، چې تازه خپره شوې؛ د افغانستان د سیاسي، اقتصادي، امنیتي او تعلیمي اړوند برخو د ستونزو پر حل ټینګار کړی او وایي، چې افغانستان لکه څنګه، چې د تمدنونو مرکز پاتې شوی دغه راز باید د تولید مرکز هم شي او په دې برخه کې مثبت ګامونه اخیستل شوي دي.
زلمي خلیلزاد د نورو هېوادونو د مداخلو په اړه د افغانانو د رامنځته شوي یووالي او رامنځته شویو اړتیاوو په اړه ویلي: اقتصادي، سیاسي، نړیوال او تعلیمي مسایلو ته پاملرنه نه یوازې د ستونزو په حل کې کاري ونډه لري، بلکې اړیکې هم ور سره بدلېدی شي.
دغه راز زلمي خلیلزاد زیاته کړې؛ افغانان باید ځانته له ضرر رسولو ډډه وکړي او له دښمن سره یوځای نشي؛ ځکه سیمه او نړۍ د خپلو ځانګړو ګټو لپاره لاسونه غځوي.
نوموړي ټینګار کړی، چې افغانان د پاکستان پر پرتله د ډیپلوماسۍ ښه استعداد لري او اړیکې هم جوړولی شي.
دا، چې افغانان له لوږې، بېکارۍ سره د مبارزې او ګانديانو سره د اړیکو لپاره څه کولی شي؟ خلیلزاد یې په اړه ویلي؛ دا هر څه اوس د افغانستان تر کنټرول لاندي ندي؛ خو حکومت باید د دیني تعلیم تر څنګ ښځو ته هم د تخنیکي زده کړو زمینه برابره کړي؛ ځکه افغانستان د تمدن مرکز پاتې شوی او باید د تولید مرکز هم شي.
هغه ډاډ څرګند کړی، چې په سیاسي، امنیتي او اقتصادي برخه کې مثبت ګامونه اخیستل شوي دي.
د پاکستان پوځي رژیم له لوري د افغانستان د مرکز په ګډون پر بېلابېلو ولایتونو د هوایي بریدونو او په کې د ماشومانو او ښځو د وژنې په اړه د پوښتنې په ځواب کې وایي: پاکستان باید له افغانستان سره د ستونزو د حل لپاره د ډیپلوماسۍ لار غوره کړي.
خلیلزاد ویلي: پاکستان د ستونزو په رامنځته کولو کې مجرم دی؛ افغانستان او پاکستان باید لومړی ډیپلوماسۍ ته غاړه کېدي؛ بیا د حل لارو ته کار وشي. طالبان(اسلامي امارت) خبرو ته چمتو دی؛ خو د پاکستان پوځي رهبري تېروتنه کوي او خپله غوښتنه پر زور پر افغانستان تپل غواړي. پاکستان دا هم ویلی نشي، چې څه غواړي؛ خو دا ښکاره ده، چې شر او جګړه غواړي.
په دې اړه خلیلزاد ویلي؛ زه په دې هیله یم، چې د سیمې د هېوادونو پر مداخله کېدی شي پدوی(پاکستان) کې بدلون راشي. هغه څه، چې پاکستان غواړي، دا ماته معقوله نهښکاري؛ ځکه د ټي ټي پي جنګیالي په افغانستان کې نه، بلکې په پاکستان کې(له پوځیانو سره) ښکېل دي او افغانان نشي کولی له هغو سره جګړه وکړي. که دواړه لوري هوکړه وکړي؛ په دې اړه ډاډ رامنځته کېدی شي او دا به د پیل ټکی وي.
نوموړي ویلي؛ د پاکستان له جوړېدا را پدېخوا دواړو لوریو ته ډېر زیانونه اوښتي دي. امریکا د سرحدي ستونزې د حل غوښتنه کړې؛ خو هغه مهال افغانستان روسیې ته نږدې شو او سیاسي شرایطو بدلون وکړ.
دغه راز زلمي خلیلزاد د سولې او امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه ویلي: امریکا غوښتل، چې ځواکونه وباسي؛ ځکه نړیواله غوښتنه دا وه، چې د افغانستان له خاورې امریکا تر ګواښ لاندې نده. جمهوریت دا استعداد نلرلو، چې طالبان مات کړي او مذاکرات یې هم موافق نهول. طالبان په جنګ کې او جمهوریت په مذاکراتو کې بریالي نه ول. همدا علت و، چې جمهوریت زه ملامت کړم، چې خلیلزاد د طالبانو(اسلامي ) ملاتړ وکړ. که دوی(جمهوریت) هېندارې ته وګوري؛ ځان به وپېژني، چې څه یې کړي دي. دوی پر قدرت ساتلو ټینګار کاوه او خلکو ته یې پاملرنه نلرله.
خلیلزاد دې پوښتنې ته په ځواب کې، چې آیا په جمهوریت کې ځینو خلکو سوله نه غوښته؟ ویلي: ولسمشر دوه مسلې لرلې؛ هغه د امریکا وتل نه منل او غوښتل یې، چې طالبان(اسلامي امارت) د نوموړي پر مشرۍ حکومت ته غاړه کېدی او برادر د عبدالله عبدالله ځایناستی شي.
نوموړي زیاته کړې؛ ولسمشر دا هم نه غوښتل، چې جمهوریت له امارت سره یوځای شي. جمهوریت په تحلیل کې پاتې راغی؛ ځکه، چې په امریکا کې بدلون ته پر تمه ول.
همدارنګه په مذاکراتو او خبرو کې د پاکستان د ګډون په اړه د پوښتنې په ځواب کې خلیلزاد ویلي: زه ،پمپیو، باجوه او د آیاسآی رییس، چې اوس زنداني دی؛ د هغه وخت په خبرو کې زما(خلیلزاد) ګډون نه غوښته او دا یې د وخت بهرنیو چارو وزیر پمپیو ته ویلي وه؛ خو پمپیو ورته وویل، چې تاسې څه غواړئ؟ پاکستان د ملابرادر د آزادولو غوښتنه وکړه.
زلمي خلیلزاد ویلي؛ لومړی مونږ غوښته، چې د پاکستان له لارې له طالبانو سره خبرې وشي؛ خو کله، چې په افغان رسنیو کې له ما پوښتنه وشوه؛ ما هغه وخت په مرکه کې ملابرادر «وطنپرست» وباله، چې بیا پر ما له هر لوري نیوکې پیل شوې؛ خو ورسره د خبرو بڼه بدله شوه.
نوموړي زیاته کړې؛ عبدالله عبدالله او حامد کرزي د حکومت د سولهییز حل غوښتنه راپورته او خبرو ته غاړه کېښوده، خو امریکا د وتلو پرېکړه کړې وه او اشرف غني په امریکا کې بدلونونو ته پر تمه و. دې هڅو مثبتې پایلې ونلرلې؛ انتقالی حکومت رد شو. امریکا او نورو هېوادونو خپل سفارتو نه وویستل؛ خو که د نړۍ اړیکې عادي حال ته راوګرځي؛ سوله اړینه ده.
له روسیې سره د طالبانو(اسلامي امارت) د اړېکو په اړه پوښتنې ته خلیلزاد داسې ځواب ورکړی دی: چین او روسیه خپلې غوښتنې لري؛ زه د امریکا د ښو اړیکو غوښتونکی یم. افغانستان اړتیا لري، چې د خپلو ګټو د ساتلو او خطرونو سره د مبارزې لپاره کوم لوري ته ځي او یا د تعامل لار خپلوي.
خلیلزاد له اسلامي امارت سره د امریکایي بندیانو د بند په اړه پوښتنې ته ویلي: د بندیانو ساتل او نه محاکمه سمه نده او د فشار کار ترې اخیستل هم سم ندی؛ باید د حل لار ورته پیدا شي.
دغه راز خلیلزاد د اوکراین او ایران د جګړې او د چین د ګټو په اړه د امریکا د ښکېلېدا پوښتنې ته په ځواب کې ویلي: اوسني شرایط دا غواړي، چې د حقایقو او شرایطو پر بنسټ له امریکا سره مثبتې اړیکې رامنځته شي. د امریکایي بندیانو آزادول به اړیکو ته لار پرانځي. او سترې ګټې به په پام کې ونیول شي.
تازه خبرونه
ازبکستان او ناروې د افغانستان د ستونزو پر حل ټینګار وکړ
د ازبکستان بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ دواړو خواوو د افغانستان د ستونزو د حل په بهیر کې د منظمو خبرو اترو د دوام پر اړتیا ټینګار وکړ.
د افغانستان لپاره د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت الله ارګاشوف د ناروې له نوي ټاکل شوې سفیرې هلنه سنډ انډرسن سره وکتل او د افغانستان په اړه یې د دوه اړخیزو همکاریو د وضعیت په اړه خبرې وکړې.
د ازبکستان بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ دواړو خواوو د افغانستان د ستونزو د حل په بهیر کې د منظمو خبرو اترو د دوام پر اړتیا ټینګار وکړ.
د غونډې په لړ کې د ناروې سفیرې د افغانستان په اړه د ازبکستان د منسجم سیمهییز دریځ جوړونې له هڅو ستاینه وکړه.
دغه راز په دې ناسته کې د افغانستان د ملي اقتصاد د بیارغونې او د سیمهییزې نښلېدا په پروژو کې د دې هېواد د یوځای کېدا پر امکاناتو نظرونه تبادله شول.
دواړو خواوو په افغانستان کې د ثبات او پرمختګ د ملاتړ لپاره د همکاریو او سیمهییزو تعاملاتو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.
تازه خبرونه
متقي د سعودي عربستان له سفیر سره په چین کې د کابل-اسلامآباد پر مذاکراتو خبرې وکړې
د بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ متقي په اورومچي کې له پاکستاني لوري سره د وروستیو خبرو اترو په اړهد څرګندونو پر مهال هیله من شو، چې د تفسیر توپیرونه او ځینې کوچني تخنیکي مسایل به د خبرو د پرمختګ مخه ونهنیسي.
د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي او په کابل کې د سعودي عربستان سفیر فیصل بن طلق البقمي د ناستې پر مهال د چین په اورومچي ښار کې د سیمهییزو بدلونونواو د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر وروستیو مذاکرانو خبرې وکړې.
د بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ متقي په اورومچي کې له پاکستاني لوري سره د وروستیو خبرو اترو په اړهد څرګندونو پر مهال هیله من شو، چې د تفسیر توپیرونه او ځینې کوچني تخنیکي مسایل به د خبرو د پرمختګ مخه ونهنیسي.
متقي د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ اړیکې مثبتې وارزولې او وایي، چې د دواړو وروڼو هېوادونو ترمنځ اړیکې به په سیاسي، امنیتي او اقتصادي برخو کې نورې هم پراخې شي.
د سعودي سفیر زیاته کړې، چې سیاسي او امنیتي ثبات او همدارنګه په افغانستان کې اقتصادي پرمختګونه خورا مهم دي او ریاض په دې برخو کې له افغانستان ملاتړ کوي.
تازه خبرونه
له افغانستان سره عملي او رغنده تعامل؛ د یوناما بنسټیزې هڅې او سیمهییزه همکاري
د ډیپلومات ورځپاڼې د راپور له مخې؛ یوناما په دې بهیر کې مرکزي رول لوبوي او د واکمنو او نړیوالې ټولنې ترمنځ د ډیپلوماټیک منځګړيتوب هڅې تر سره کوي.
د ۲۰۲۱ ز.کال له بدلونونو نږدې پېنځه کاله وروسته، د افغانستان په اړه د نړیوالې ټولنې په چلند کې څرګند بدلون رامنځته شوی او د انزوا پر ځای عملي تعامل ورته د پام وړ ګرځېدلی دی.
د ډیپلومات ورځپاڼې د راپور له مخې؛ یوناما په دې بهیر کې مرکزي رول لوبوي او د واکمنو او نړیوالې ټولنې ترمنځ د ډیپلوماټیک منځګړيتوب هڅې تر سره کوي.
یوناما د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تر څار لاندې پر درې بنسټیزو برخو راڅرخیږي؛ سیاسي تعامل، پر بشري حقونو څار او د بشري مرستو همغږي. په داسې حال کې، چې افغانستان له جدي اقتصادي او ټولنیزو ننګونو سره مخ دی.
د ملګرو ملتونو چارواکي ټینګار کوي؛ اوسنيو شته واقعیتونو ته پر پاملرنه، تعامل یوازنی عملي غوراوی دی. بندیزونه په ټوله کې ځانګړي اشخاص پر نښه کوي؛ خو د نړیوالې پېژندنې نشتوالی د پانګونې او اوږدمهاله پراختیا مخه نیسي.
سیمهییزه همکاري په ځانګړي توګه له منځنۍ آسیا سره اړینه شوې؛ د سیمې هېوادونو د بشري لوژستیک، سوداګرۍ او بنسټیزو اړیکو په برخو کې خپل رول پراخ کړی او د ازبکستان ترمذ ښار د مرستو رسولو لپاره یو اړین مرکز ګرځېدلی دی.
په دې توګه د یو ګډ نړیوال چوکاټ رامنځته کېدا اوس هم ننګونکې ده؛ ځکه، چې د نړیوالو، سیمهییزو او افغان چارواکو ترمنځ بېلابېل لیدلوري شتون لري.
یوناما ټینګار کوي، چې د باور له نشتوالي سره – سره د خبرو اترو لارې خلاصې پاتې دي.
دغه راز د سیمهییز پرمختګ لپاره یو پراخ جوړښت هم مخ پر ښکارهکېدا دی. د دوامداره پراختیایي اهدافو لپاره د ملګرو ملتونو سیمهییز مرکز پر ۲۰۲۵ ز. کال په الماتا کې د انټونیو ګوټرش او قاسم-جومارت توکایوف پر ملاتړ پرانیستل شو، چې موخه یې په منځنۍ آسیا کې پر اوږدمهاله لومړیتوبونو تمرکز دی.
په ټولیزه توګه دا بدلونونه له افغانستان سره د تدریجي او منظم تعامل پر لوري د چلند بدلون پر ګوته کوي او ښیي، چې نور دا هېواد د ګواښونو سرچینه نه، بلکې د فرصتونو د ځای په توګه لیدل کیږي.
-
نړۍ4 days agoایران د هوکړې غوښتونکی دی؛ خو اټومي اختلافات یې خنډ شوي – ټرمپ
-
تازه خبرونه5 days agoد افغانستان او پاکستان شخړو ډېری ښځې او نجونې زیانمنې کړې دي – ملګري ملتونه
-
تازه خبرونه3 days agoافغانستان د غزې له خلکو سره ۵۳۰ ټنه مرسته وکړه
-
تازه خبرونه4 days agoد زرګونو کسانو پر پراخ ګډون؛ د هرات د خونړي برید قربانیان خاورو ته وسپارل شول
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoآیا ایران په هرمز تنګي کې پر بېړیو پیسې وضع کولی شي؟
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان له سرحدي ګواښونو اندېښنې؛ په آستانه کې سیمهییزې امنیتي خبرې
-
سوداگري2 days agoد سیمې د انرژۍ بدلون؛ له روسیې افغانستان ته د سون توکو واردات زیات شوي
-
نړۍ4 days agoامریکا او ایران ښايي له بندري بندیزونو سره سره،روانه اوونۍ خبرې بیا پیل کړي
