Connect with us

سوداگري

په افغانستان کې د کورنیو درملو تولید زیات شوی- ملا برادر

هغه د نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، چې دا مهال د خلکو د درملو د اړتیاوو لویه برخه د کورنیو تولیداتو له لارې پوره کېږي او د کورنیو تولیداتو ملاتړ د اقتصادي فشارونو او بندیزونو پر وړاندې د مبارزې تر ټولو غوره لار ده.

خپور شوی

د

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر نن( سې‌شنبه د غویي نهه‌ویشتمه) د ابو علي سينا بلخي دوه‌یم ملي او نړیوال تخصصي نندارتون پرانیست او په افغانستان کې یې د درمل جوړونې صنعت له ودې خبر ورکړ.

هغه د نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، چې دا مهال د خلکو د درملو د اړتیاوو لویه برخه د کورنیو تولیداتو له لارې پوره کېږي او د کورنیو تولیداتو ملاتړ د اقتصادي فشارونو او بندیزونو پر وړاندې د مبارزې تر ټولو غوره لار ده.

د ملا برادر د څرګندونو له مخې؛ په وروستیو میاشتو کې د بهرنیو درملو د وارداتو کمښت د هېواد د درملو د تولید سکټور د پام وړ ودې لامل شوی او خلک تر ډېره د کورنیو درملو کارولو ته مخه کړې ده.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ټینګار کړی؛ له اوسنیو پرمختګونو سره – سره اړتیا ده، چې د درملو تولیدي فابریکې پوره معیاري شي او خپل تولیدات د نړیوالو معیارونو له مخې پراخ کړي.

ملا برادر له سوداګرو وغوښتل، چې د درملو له احتکار او پر لوړه بیه یې له پلورلو ډډه وکړي.

نوموړي له اړوند ادارو وغوښتل، چې له ورته کړنو سره جدي چلند وکړي.

هغه کورنیو او بهرنیو پانګه‌والو ته بلنه ورکړه، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ډاډ څرګند کړ، چې اسلامي امارت د پانګونې د بهیر د آسانتیا او د برښنايي سیسټم د رامنځته کولو لپاره هڅې کوي.

ملا برادر وایي؛ اسلامي امارت یوازې پر کورني اقتصاد تمرکز نه‌لري، بلکې د سیمه‌ییزو او نړیوالو اقتصادي اړیکو د پراختیا غوښتونکی هم دی او څرګندوي، چې له سیمه‌ییزو او ګاونډ هېوادونو سره اقتصادي تعاملات هم زیات شوي دي.

دا مهال په افغانستان کې د درملو ۱۳۴ تولیدي فابریکې فعالې دي، چې ۱۱۷۰ ډوله درمل تولیدوي. په دې برخه کې شاوخوا ۴۵۰ میلیون ډالره پانګونه شوې او د هېواد ۳۸ سلنه اړتیاوې پوره کېږي؛ دا هغه شمېر دی، چې اته میاشتې مخکې ۲۵ سلنه و.

ویل کیږي، چې د ابو علي سينا بلخي تخصصي نندارتون به د لسګونو درمل جوړوونکو شرکتونو په ګډون د څلورو ورځو لپاره پرانیستې وي.

سوداگري

په افغانستان کې د پانګونې فرصتونه وارزول شول – په کویټ کې د افغانستان سفارت

په کویټ کې د افغانستان سفارت ویلي، چې په دې لیدنه کې د افغانستان د امنیت او ثبات، اقتصادي ظرفیتونو او په هېواد کې د شته پانګونې د فرصتونو په اړه بحث او د نظرونو تبادله شوې ده.

Published

on

په کویټ کې د افغانستان د سفارت سرپرست محمد شفیق خطیب له عیج خلف، د کویټ له یوه نوموتي پانګه‌وال او د دغه هېواد له یو شمېر سوداګرو او پانګه‌والو سره لیدلي او خبرې یې کړې دي.

په کویټ کې د افغانستان سفارت ویلي، چې په دې لیدنه کې د افغانستان د امنیت او ثبات، اقتصادي ظرفیتونو او په هېواد کې د شته پانګونې د فرصتونو په اړه بحث او د نظرونو تبادله شوې ده.

دواړو لوریو همدارنګه د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا او د افغانستان او کویټ ترمنځ د پانګونې په برخه کې د همکاریو پر زیاتولو ټینګار کړی دی.

د افغانستان د سفارت سرپرست له کویټي سوداګرو او پانګه‌والو غوښتي، چې افغانستان ته په سفر کولو سره د هېواد په بېلابېلو اقتصادي برخو کې شته فرصتونه له نږدې وڅېړي او په دې برخو کې پانګونه وکړي.

Continue Reading

سوداگري

افغانستان، ازبکستان او چین د سوداګرۍ او پانګونې د پراختیا پر نویو لارو خبرې وکړې

دغه غونډه د ازبکستان د ترمذ ښار د نړیوال سوداګرۍ په مرکز کې جوړه شوې وه، چې د ازبکستان او چین د لوړپوړیو چارواکو ترڅنګ د بلخ والي محمد یوسف وفا، په تاشکند کې د اسلامي امارت سفیر عبدالغفار بحر، د کانونو او پټرولیم وزارت مرستیال عبدالرحمن قانت، د دولتي شرکتونو عمومي رییس احمدجان بلال او د افغانستان د خصوصي سکټور یو شمېر استازي یې برخه‌وال ول.

Published

on

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د ازبکستان د سرخان‌دریا ـ چین په سوداګریزه غونډه کې د افغانستان، ازبکستان او چین ترمنځ د سوداګرۍ، ټرانزیټ او پانګونې د پراختیا پر نویو فرصتونو خبرې وکړې.

دغه غونډه د ازبکستان د ترمذ ښار د نړیوال سوداګرۍ په مرکز کې جوړه شوې وه، چې د ازبکستان او چین د لوړپوړیو چارواکو ترڅنګ د بلخ والي محمد یوسف وفا، په تاشکند کې د اسلامي امارت سفیر عبدالغفار بحر، د کانونو او پټرولیم وزارت مرستیال عبدالرحمن قانت، د دولتي شرکتونو عمومي رییس احمدجان بلال او د افغانستان د خصوصي سکټور یو شمېر استازي یې برخه‌وال ول.

نورالدین عزیزي په خپله وینا کې ویلي، چې افغانستان له ازبکستان سره د اقتصادي همکاریو د پراختیا نوي پړاو ته داخل شوی او د دواړو هېوادونو د چارواکو او سوداګریزو پلاوو متقابل سفرونه، سوداګریزې غونډې او د خصوصي سکټور ترمنځ هوکړې د سوداګرۍ، ټرانزیټ او پانګونې د پراختیا لپاره زمینه برابروي.

عزیزي چین د افغانستان له مهمو اقتصادي شریکانو او د سیمې د نښلونې او د ختیځې، منځنۍ او جنوبي آسیا ترمنځ د نویو سوداګریزو ځنځیرونو په رامنځته کولو کې مهم هېواد وباله.

هغه د افغانستان صادراتو ته د چین بازار د ډېرو آسانتیاوو پر برابرولو ټینګار وکړ او څرګندوي، چې د ازبکستان له سوداګریزو او ټرانزیټي شبکو څخه پر ګټې اخیستنې د چین او د سیمې د نورو هېوادونو د بازارونو له لارې باید د افغانستان صادراتي توکو ته د لېږد زمینه برابره شي.

د صنعت او سوداګرۍ وزیر ویلي؛ افغانستان د کانونو، کرنې، پروسس، انرژۍ، ماشین‌سازۍ، تولید او اقتصادي بېخبناوو په برخو کې د چینايي او ازبکستاني شرکتونو د پانګونې لپاره چمتو دی.

نوموړي زیاته کړې، چې په افغانستان کې د اومه توکو پروسس او ګډې پانګونې کولی شي د سیمې هېوادونو ته د اوږدمهاله او متقابلو ګټو زمینه برابره کړي.

دغه راز د بلخ والي محمد یوسف وفا د افغانستان او ازبکستان ترمنځ پر ښو او دوستانه اړیکو سربېره په بلخ کې د پانګونې پر فرصتونو او د سراسري امنیت پر ټینګښت خبرې وکړې.

د غونډې په څنډه کې نورالدین عزیزي او ورسره پلاوي د ازبکستان د تولیداتو او محصولاتو له نندارتونه هم لیدنه وکړه.

Continue Reading

تازه خبرونه

په هرات کې د سمنټو کارخونې د جوړولو چارې پیل شوې

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان ويلي، د دې پروژې تړون له یوه کورني شرکت سره لاسلیک شو او ټاکل شوې، چې د دې کارخونې د جوړولو چارې په راتلونکو دوه کلونو کې بشپړې او وروسته د سمنټو د ډبرې استخراج او د سمنټو تولید پیل شي.

Published

on

نن په هرات ولایت کې د اسلامي امارت د یو شمېر لوړپوړیو چارواکو په شتون کې د سمنټو د یوې لویې کارخونې د جوړولو چارې پیل شوې.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان ويلي، د دې پروژې تړون له یوه کورني شرکت سره لاسلیک شو او ټاکل شوې، چې د دې کارخونې د جوړولو چارې په راتلونکو دوه کلونو کې بشپړې او وروسته د سمنټو د ډبرې استخراج او د سمنټو تولید پیل شي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ قراردادي شرکت د دې پروژې د پلي کولو لپاره ۱۴۳ میلیون ډالره پانګونه کوي او د فعالیت له پیل وروسته به د کارخونې د تولید ورځنۍ وړتیا شاوخوا درې زره ټنو ته ورسېږي.

مسوولانو ويلي، د دې پروژې له فعالیت سره به شاوخوا پېنځه زره کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

د پروژې د چارو د پیل په مراسمو کې د ریاست‌الوزراء اقتصادي او اداري مرستیالانو او د اسلامي امارت د کابینې یو شمېر وزیرانو هم ګډون کړی و.

د هرات د سمنټو پروژه د هېواد له لویو صنعتي پروژو څخه ګڼل کېږي، چې د دې ولایت خلک له کلونو راپدېخوا د هغې د استخراج او سمنټو د تولید د پیل پر تمه ول.

ویل کیږي، چې دا پروژه د هرات ښار لویدیځ ته شاوخوا ۳۰ کیلومټرۍ واټن کې د زنده‌جان ولسوالۍ په مربوطاتو کې موقعیت لري.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!