سوداگري
په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د شولو د پروسس کارخونې د جوړولو چارې پیل شوې
سیمهیی چارواکي دغه پروژه د صنعت، پانګونې او کاري فرصتونو د رامنځته کولو په برخه کې مهم پرمختګ بولي او تمه ده، چې د بغلان ولایت پر اقتصادي وضعیت مثبت اغېز وکړي.
د بغلان ولایت سیمهییزو چارواکو ویلي؛ د مرکزي بغلان ولسوالۍ د نوي پرانیستل شوي صنعتي پارک د چمقلعې په اړوند سیمه کې د دوه میلیون ډالرو پر ارزښت د شولو د پروسس د یوې کارخونې د جوړولو چارې پیل شوې دي.
سیمهیی چارواکي دغه پروژه د صنعت، پانګونې او کاري فرصتونو د رامنځته کولو په برخه کې مهم پرمختګ بولي او تمه ده، چې د بغلان ولایت پر اقتصادي وضعیت مثبت اغېز وکړي.
په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د شولو د پروسس د کارخونو د جوړولو د بنسټاېښودنې مراسم د سیمهییزو چارواکو، د صنعت او سوداګرۍ ادارې د مسوولانو، قومي مشرانو او یو شمېر اوسېدونکو په شتون کې ترسره شول.
د بغلان والي عبدالله مختار په دې مراسمو کې ویلي، چې د افغانستان اسلامي امارت د پانګونې د ودې او د ملي سوداګرو د ملاتړ لپاره په بېلابېلو اقتصادي برخو کې مناسب فرصتونه برابر کړي دي.
هغه زیاته کړې؛ د دې کارخونې جوړېدل په اقتصادي وده، کورنیو تولیداتو زیاتوالي او خلکو ته د کاري فرصتونو برابرولو کې مهم رول لوبولی شي.
دغه راز د بغلان ولایت د صنعت او سوداګرۍ رییس محمد نعیم همکار د دې فابریکې پرانیسته د صنعت او کرنیزو محصولاتو د پروسس په برخه کې یو مهم ګام وباله.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ دا کارخونه د مرکزي بغلان په صنعتي پارک کې د شولو د پروسس لومړنۍ فابریکه ده او کولی شي د ولایت د کرنیز صنعت په وده کې اغېزناک رول ولوبوي.
له بلېخوا د دې پروژې پانګوال غلام نصیر برکتزي ویلي، چې دا کارخونه د دوه میلیون ډالرو پر لګښت جوړېږي او د فعالیت له پیل سره به یې د مرکزي بغلان ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو ته د مستقیم او غیرمستقیم کار زمینه برابره شي.
هغه ټینګار کړی، چې د دوی موخه د کورنیو تولیداتو ملاتړ، د کرنې سکټور پراختیا او د هېواد ځوانانو ته د کاري فرصتونو برابرول دي.
برکتزي، چې د پرانیستې په مراسمو کې یې ګډون کړی و زیاته کړې، چې هڅه کوي د بغلان ولایت په بېلابېلو اقتصادي او صنعتي برخو کې پانګونه وکړي او د اقتصادي ودې او ځانبسیاینې زمینه برابره کړي.
د بغلان یو شمېر قومي مشرانو او اوسېدونکو د دې فابریکې له جوړېدو هرکلی وکړ او دا یې د بېکارۍ د کمولو او د سیمهییز اقتصاد د پیاوړتیا لپاره مهم ګام وباله.
ویل کیږي، چې دا فابریکه به هره ورځ د پام وړ شولې پروسس کړي او د کرنیزو تولیداتو د ودې او د کورنیو محصولاتو د بازار د پیاوړتیا په برخه کې به مهم رول ولوبوي.
سوداگري
د ایران او افغانستان د ګډې سوداګرۍ خونې پلاوی کابل ته راغی
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دې سفر موخه د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو پیاوړتیا ده.
په افغانستان کې د ایران سفارت په ایکسپاڼه کې لیکلي، چې دغه پلاوی د افغانستان د صنعت او کانونو په ملي او نړیوال نندارتون کې برخه اخلي او له افغان چارواکو سره به سوداګریزې ناستې او خبرې ترسره کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دې سفر موخه د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو پیاوړتیا ده.
د افغانستان د صنعت او کانونو ملي او نړیوال نندارتون د ۲۰۲۶ز.کال د جون پر نههویشتمه په کابل کې پرانیستل شوی او د صنعت، کانونو او سوداګرۍ په برخو کې د کورنیو او بهرنیو ګډونوالو کوربهتوب کوي.
افغانستان او ایران له اوږدې مودې راپدېخوا اقتصادي اړیکې لري او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې همکارۍ سره له دې، چې د سیمې سیاسي او مالي ننګونې شته؛ روانې ساتل شوې دي.
سوداگري
افغانستان او قرغزستان د ګډې سوداګریزې شورا پر جوړولو ټینګار وکړ
د سفارت د څرګندونو له مخې؛ له دې کار څخه موخه د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا او د اقتصادي همکاریو پراخول دي.
په قرغزستان کې د افغانستان سفارت ویلي، چې په بېشکک ښار کې د افغان ـ قرغز سوداګریز فورم پر مهال د دواړو هېوادونو تر منځ د ګدې سوداګریزې شورا د جوړېدو په اړه هوکړه شوې ده.
د سفارت د څرګندونو له مخې؛ له دې کار څخه موخه د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا او د اقتصادي همکاریو پراخول دي.
په قرغزستان کې د افغانستان سفارت چارسمبالي عبدالشکور حقاني په دې ناسته کې ویلي، چې د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ، اقتصاد، پانګونې او ټرانزیټ په برخو کې پراخ ظرفیت شته او د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پیاوړتیا هم دواړو هېوادونو ته ګټه لري.
د یادونې ده، چې په افغان ـ قرغز فورم کې د افغانستان او قرغزستان د دولتي ادارو چارواکو، د سوادګرۍ خونو غړو او د خصوصي سکټور استازو ګدون کړی و.
سوداگري
د افغانستان او هند تر منځ د سوداګرۍ د پراختیا لپاره د همکارۍ هوکړهلیک لاسلیک شو
د هند د سوداګرۍ او صنایعو د خونې فډراسیون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا هوکړهلیک په نوي ډیلي کې د دې فډراسیون د عمومي منشي سارب سانیال او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د رییس سید کریم هاشمي ترمنځ لاسلیک شوی دی.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې او د هند د سوداګرۍ او صنایعو د خونې فډراسیون د افغانستان او هند ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ، پانګونې او تجارتي همکاریو د پیاوړتیا لپاره د همکارۍ هوکړهلیک لاسلیک کړ.
د هند د سوداګرۍ او صنایعو د خونې فډراسیون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا هوکړهلیک په نوي ډیلي کې د دې فډراسیون د عمومي منشي سارب سانیال او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د رییس سید کریم هاشمي ترمنځ لاسلیک شوی دی.
د سید کریم هاشمي پر مشرۍ د افغانستان پلاوي هم د یاد فډراسیون له رییس نیرمل کومار مینډا او یو شمېر نورو چارواکو سره د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ د پراختیا، د پانګونې د زیاتوالي او د خصوصي سکټور د همکاریو د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.
د هند د سوداګرۍ او صنایعو خونې فډراسیون ویلي، چې دا هوکړهلیک د بنسټیزو همکاریو د پیاوړتیا، د دواړو هېوادونو د شرکتونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا او د سوداګرۍ او پانګونې د نورو ډېرو فرصتونو د برابرولو لپاره لاسلیک شوی دی.
دې بنسټ همداراز ټینګار کړی، چې د افغانستان او هند د سوداګریزو ټولنو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پیاوړتیا او د نویو همکارۍ فرصتونو رامنځته کولو ته ژمن دی.
-
تازه خبرونه3 days agoپناه غوښتونکي ښايي تر ۱۰ زره پونډو پورې لګښتونه بېرته ورکړي
-
International Sports1 day ago۲۰۲۶ نړیوال جام؛ د لوبڅارو د سخت دریځ له کبله د سرو کارتونو شمېر ډېر شو
-
تازه خبرونه4 days agoپه افغانستان کې د پاکستان د وروستيو هوايي بریدونو له کبله ملکي وګړو ته مرګ او ژوبله اوښتې
-
تازه خبرونه4 days agoد پاکستان د هوايي بریدونو ۳۳ ټپیان کابل ته ولېږدول شول
-
تازه خبرونه4 days agoیوناما پر افغانستان د پاکستاني پوځ په وروستيو هوايي بریدونو کې د ۷۷ کسانو مرګ او ژوبله تائید کړه
-
تازه خبرونه5 days agoپخواني مداخلهګر دې نن د افغانستان د آزادۍ شعار نهورکوي – نورالله نوري
-
تازه خبرونه4 days agoخلیلزاد د پاکستان هوايي بریدونه وغندل او د اسلامآباد د نیت په اړه یې پوښتنې راپورته کړې
-
تازه خبرونه4 days agoپه کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار شو؛ اسلامآباد ته د هوايي بریدونو په تړاو پرېکنده اعتراض وړاندې شو
