Connect with us

تازه خبرونه

د کندوز روغتون له بمبارډ وروسته پر روغتیايي مرکزونو بریدونه زیات شوي – لارا لیزر

د بې‌پولې ډاکټرانو د نړیوالې ټولنې مشرې لارا لیزر د سنګاپور په شانګری‌لا امنیتي خبرو اترو کې د وینا پر مهال د ۲۰۱۵ ز.کال هغه هوايي برید ته نغوته(اشاره) وکړه، چې امریکایي ځواکونو د افغانستان د کندوز ښار د بې‌پولې ډاکټرانو پر روغتون هوایي برید وکړ. هغې وویل؛ هغه مهال دا برید له پراخو نړیوالو غبرګونونو سره مخ شو او په اړه یې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۲۲۸۶ پرېکړه‌لیک هم تصویب شو، چې په وسله‌والو شخړو کې باید روغتیايي کارکوونکي او طبي تاسیسات خوندي پاتې شي.

خپور شوی

د

د «بې‌پولې ډاکټرانو» نړیوالې ټولنې خبرداری ورکړی، چې د ۲۰۱۵ ز.کال د کندوز روغتون له بمبارډ وروسته د مخنیوي له هڅو سرهسره د جګړې په سیمو کې پر روغتونونو او روغتیايي مرکزونو بریدونه زیات شوي دي.

د بې‌پولې ډاکټرانو د نړیوالې ټولنې مشرې لارا لیزر د سنګاپور په شانګری‌لا امنیتي خبرو اترو کې د وینا پر مهال د ۲۰۱۵ ز.کال هغه هوايي برید ته نغوته(اشاره) وکړه، چې امریکایي ځواکونو د افغانستان د کندوز ښار د بې‌پولې ډاکټرانو پر روغتون هوایي برید وکړ. هغې وویل؛ هغه مهال دا برید له پراخو نړیوالو غبرګونونو سره مخ شو او په اړه یې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۲۲۸۶ پرېکړه‌لیک هم تصویب شو، چې په وسله‌والو شخړو کې باید روغتیايي کارکوونکي او طبي تاسیسات خوندي پاتې شي.

لیزر ویلي: «په هغه وخت کې پراخ غبرګونونه وښودل شول او څېړنې هم ترسره شوې؛ خو له هغه وخت راپدېخوا لیدل شوي، چې دا پېښې نه یوازې کمې شوې نه‌دي، بلکې پر روغتونونو او کلینیکونو بریدونه زیات شوي هم دي.»

هغې زیاته کړې؛ یوازې له تېر کال راپدېخوا د نړۍ په جګړه‌ییزو سیمو کې پر روغتیايي مرکزونو له ۱۳۰۰ څخه ډېر بریدونه ثبت شوي او نږدې ۸۰ سلنه یې د دولتي لوریو له‌خوا ترسره شوي دي.

د نوموړې د څرګندونو له مخې، پر روغتیايي مرکزونو د بریدونو زیاتوالي د روغتیايي کارکوونکو او بشري مرستو د کارکوونکو ترمنځ وېره خپره کړې او ملکي وګړو ته یې د ژوند ژغورونکو مرستو رسول نور هم ستونزمن کړي دي.

هغې دا هم ویلي: « دا هغه واقعیت دی، چې ملکي وګړي ورسره مخ دي او مونږ ته ورته بشري مرستندویه بنسټونه هم له همدې واقعیت سره مخ دي.»

لیزر ټینګار کړی؛ د جګړې په سیمو کې روغتیايي کارکوونکي مو له دې سره-سره د تجهیزاتي له کمېدا او پرله‌پسې امنیتي ګواښونو سره هم مخ شوي، خو خپلې دندې یې روانې ساتلې دي.

د هغې د څرګندونو له مخې، د روغتیايي مرکزونو ډېر کارکوونکي د روان تاوتریخوالي له کبله خپلو کاري ځایونو ته له تګ راتګ څخه وېره لري.

د بې‌پولې ډاکټرانو نړیوالې ټولنې مشرې له حکومتونو او پوځي مشرانو وغوښتل، چې د نړیوالو بشردوستانه قوانینو رعایت ته ژمن پاتې شي او د دغو قوانینو سرغړوونکي حساب‌ورکوونکي وګرځوي.

تازه خبرونه

ازبک پلاوی په سوداګریز فورم کې د ګډون لپاره کابل ته راورسېد

د وزارت د خبرپاڼې له مخې، دغه پلاوي ته د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي هرکلی ووایه.

Published

on

Last Updated on: زمری ۴, ۱۴۰۵

د افغانستان صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، نن(شنبه د زمري درېیمه) له غرمې وروسته د ازبکستان یو لوړپوړی پلاوی، چې دولتي چارواکي او د خصوصي سکټور استازي په کې دي؛ د دغه هېواد د لومړي وزیر د مرستیال جمشید خواجه‌یوف پر مشرۍ کابل ته راورسېد.

د وزارت د خبرپاڼې له مخې، دغه پلاوي ته د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي هرکلی ووایه.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت زیاته کړې، د دې سفر موخه د اسلامي امارت له چارواکو او د افغانستان د خصوصي سکټور له استازو سره لیدنې او په سوداګریز فورم کې ګډون دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

ټرمپ یو ځل بیا په افغانستان کې د پوځي تجهیزاتو پر پاتې کېدا نیوکه وکړه

ټرمپ د چارشنبې پر ورځ یوې غونډې ته ویلي؛ امریکا« د نړۍ تر ټولو پیاوړی او ځواکمن پوځ» لري او زیاتوي، چې د دغه ځواک ډېره برخه د هغه د ولسمشرۍ د لومړي پېر پر مهال رامنځته شوې وه.

Published

on

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، حکومت یې د امریکا پر وسله‌والو ځواکونو د تاریخ تر ټولو ستره پانګونه کړې وه؛ خو د جو بایډن ادارې په افغانستان کې د پوځي تجهیزاتو یوه لویه برخه پرېښې ده.

ټرمپ د چارشنبې پر ورځ یوې غونډې ته ویلي؛ امریکا« د نړۍ تر ټولو پیاوړی او ځواکمن پوځ» لري او زیاتوي، چې د دغه ځواک ډېره برخه د هغه د ولسمشرۍ د لومړي پېر پر مهال رامنځته شوې وه.

هغه یو ځل بیا له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو د بهیر په اړه د بایډن پر ادارې نیوکه وکړه او ادعا کوي، چې د امریکا ډېر پوځي تجهیزات په افغانستان کې پرېښودل شوي دي.

ټرمپ وایي:« هغوی د دې تجهیزاتو ډېره برخه طالبانو(اسلامي امارت) او افغانستان ته پرېښوده.»

نوموړي زیاته کړې، الوتکې او نور تجهیزات باید له افغانستان څخه ایستل شوي وی.

ټرمپ ویلي:« دا ډېر د افسوس وړ وه. ما ولیدل، چې څه روان ول. ډېر ناوړه کار وشو.»

کارپوهانو ویلي، چې ټرمپ په خپل دوه‌يم پېر کې ان یو ځل هم؛ پر هغو وسلو او تجهیزاتو، چې له افغانستان څخه د وتلو پر مهال یې پوځي ځواکونو ویجاړ کړي، خبرې نه‌دي کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان او بنګله‌دېش استازو د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

په دې کتنه کې دواړو لوریو د اقتصادي، روغتیايي، ښوونیزو او تخنیکي همکاریو د پراختیا په اړه هم د نظرونو تبادله کړې او د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ یې د اړیکو او ګډو همکاریو پر پراخولو ټینګار کړی دی.

Published

on

په مسکو کې د افغانستان سفارت څرګنده کړې، د افغانستان سفیر ګل حسن حسن د بنګله‌دېش له سفیر محمد نظرالاسلام سره لیدلي او د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا په اړه یې خبرې کړې دي.

د سفارت د خبر له مخې؛ د افغانستان سفیر  د دې لیدنې پر مهال په هېواد کې د پانګونې د مناسبو فرصتونو په اړه معلومات وړاندې کړي او د بنګله‌دېش خصوصي سکټور، شرکتونه او صنعتي بنسټونه یې پانګونې ته وهڅول.

په دې کتنه کې دواړو لوریو د اقتصادي، روغتیايي، ښوونیزو او تخنیکي همکاریو د پراختیا په اړه هم د نظرونو تبادله کړې او د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ یې د اړیکو او ګډو همکاریو پر پراخولو ټینګار کړی دی.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117