Connect with us

تازه خبرونه

تحول: له روسي پلوه ځواکونو سره یو ځای کېدا ته لېوالتیا

خپور شوی

د

تازه خبرونه

د افغانستان اتلانو لیګ؛ آرمان اف‌سي عمر ځواک ته ۵ پر ۱ ماتې ورکړه

دا لوبه د چارشنبې پر ورځ د افغانستان فوټبال فډراسیون په لوبغالي کې ترسره شوه او آرمان اف‌سي له لومړیو دقیقو خپله برلاسي وښوده.

Published

on

Last Updated on: لړم ۷, ۱۴۰۵

 

آرمان اف‌سي د افغانستان اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو په دوه‌اویاومه لوبه کې ۵ – ۱ عمر ځواک ته ماتې ورکړه.

دا لوبه د چارشنبې پر ورځ د افغانستان فوټبال فډراسیون په لوبغالي کې ترسره شوه او آرمان اف‌سي له لومړیو دقیقو خپله برلاسي وښوده.

ډامولا ایسیولووا آکاني په اتمه دقیقه کې د آرمان اف‌سي لومړی ګول وواهه او پیمان سلطاني هم په لسمه او اتلسمه دقیقه کې دوه ګولونه ووهل، چې له دې سره آرمان اف‌سي درې ګوله مخکې شو.

محمد نوروزي د لومړۍ نیمایي په اضافي وخت کې د عمر ځواک لپاره یو ګول وواهه او لومړۍ نیمایي د آرمان اف‌سي پر ګټه ۳ پر ۱ پای ته ورسېده.

په دوه‌یمه نیمایي کې آرمان اف‌سي خپل بریدونه روان وساتل او شکرالله کوهي د اضافي وخت په لړ کې د خپلې لوبډلې څلورم ګول وواهه. فردین عزیزي هم د اضافي وخت په پنځمه دقیقه کې د آرمان اف‌سي پنځم ګول وواهه، چې لوبه د دې لوبډلې پر ګټه ۵ پر ۱ پای ته ورسېده.

پیمان سلطاني، چې په دې لوبه کې یې دوه ګولونه وهلي وه، د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.

آرمان اف‌سي به په راتلونکې لوبه کې د اوکټوبر پر یودېرشمه له عینو مېنه کندهار سره مخ شي او عمر ځواک به د نومبر پر دوه‌یمه له طوفان هرات سره لوبه وکړي.

د افغانستان اتلانو لیګ روښان د شپږم پړاو ټولې لوبې د آریانا ټلویزیون له لارې پر ژوندۍ بڼه خپرېږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په متقابلو بریدونو کې یو شمېر پاکستاني پوځیانو ته مرګ او ژوبله اوښتې – د افغانستان دفاع وزارت

د یاد وزارت د څرګندونو، د دغو بریدونو په غبرګون کې افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو د سیمې په شاوخوا کې د پاکستاني پوځ پر اډو او پوستو بریدونه کړي؛ یو شمېر پاکستانيو سرتېرو ته مرګ او ژوبله اوښتې او تاسیساتو ته یې درانده زیانونه اوښتي دي.

Published

on

Last Updated on: لړم ۷, ۱۴۰۵

 

د افغانستان اسلامي امارت دفاع وزارت ويلي، پاکستاني ځواکونو پرون له غرمې وروسته شاوخوا یوه بجه د بې‌پیلوټه الوتکو پر وسیله د پکتیکا د انګور اډې ولسوالۍ پر بازار او نږدې امنیتي تاسیساتو څلور بریدونه کړي دي.

د یاد وزارت د څرګندونو، د دغو بریدونو په غبرګون کې افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو د سیمې په شاوخوا کې د پاکستاني پوځ پر اډو او پوستو بریدونه کړي؛ یو شمېر پاکستانيو سرتېرو ته مرګ او ژوبله اوښتې او تاسیساتو ته یې درانده زیانونه اوښتي دي.

دفاع وزارت زیاته کړې، چې په دې پېښه کې افغان ځواکونو ته زیان نه‌دی اوښتی.

دغه وزارت پاکستاني ځواکونه د بریدونو پیلوونکي بللي او د افغان ځواکونو اقدام یې له ځان، خاورې او ارزښتونو څخه دفاع ګڼلې ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

د ښځو حقونه باید د اسلامي شریعت په رڼا کې تأمین شي

Published

on

د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو د اورېدلو وزارت ویاند ويلي، د ښځو حقونه باید د اسلام د مبارک دین د شریعت له مخې تعریف او تأمین شي، نه د پردیو د سیاسي اجنډاوو او تحمیلي معیارونو له مخې.

د یاد وزارت ویاند د ښځو د حقونو په اړه په خپلو څرګندونو کې ټینګار کړې، چې له تېرو پنځه کلونو راپدېخوا په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو پر اړه  مثبت بدلونونه راغلي دي.

په دې خبرو کې د ملکیت، میراث، مهر، نفقې، له جبري نکاح څخه د مخنیوي، د خپلې خوښې نکاح او سوداګرۍ حقونه د ښځو له حقونو څخه بلل شوي او د ښځو د حقونو پر نوم نړیوال تبلیغات سیاسي او استخباراتي موخو ته د رسېدا هڅې ګڼل شوې دي.

دا څرګندونې له هغې یوه ورځ وروسته کېږي، چې بریټانیا، امریکا او د ملګرو ملتونو لوړپوړیو چارواکو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د افغانستان د راتلونکي په ټاکلو کې د افغان ښځو او نجونو د پراخ ګډون غوښتنه وکړه او د هغوی پر حقونو محدودیتونه او له عامه ژوند څخه د دوی ایستل یې وغندل.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!