تازه خبرونه
امریکا غواړي یو شمېر افغان کډوال پاکستان ته ولیږدوي – بلومبرګ
بلومبرګ د دوشنبې پر ورځ د یوه امریکايي حکومتي چارواکي، د کډوالۍ د وکیلانو او د پناه غوښتونکو د ملاتړو بنسټونو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې یو شمېر نیول شویو افغانانو ته ویل شوي؛ ښايي په راتلونکو اوونیو کې پاکستان ته ولېږدول شي.
د بلومبرګ خبري شبکې د راپور له مخې؛ د امریکا حکومت په پام کې لري؛ یو شمېر نیول شوي افغان کډوال پاکستان ته ولېږدوي. په دوی کې د هغو افغانانو خپلوان هم شته، چې له امریکايي ځواکونو سره یې همکاري کړې ده.
بلومبرګ د دوشنبې پر ورځ د یوه امریکايي حکومتي چارواکي، د کډوالۍ د وکیلانو او د پناه غوښتونکو د ملاتړو بنسټونو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې یو شمېر نیول شویو افغانانو ته ویل شوي؛ ښايي په راتلونکو اوونیو کې پاکستان ته ولېږدول شي.
د راپور له مخې؛ امریکايي چارواکو د دې پلان په اړه رسمي څه نهدي ویلي او دا هم روښانه نهده، چې په احتمالي الوتنه کې به څو افغانان وي.
افغانایوک نومی بنسټ، چې له امریکايي ځواکونو سره د همکارۍ کوونکو افغانانو ملاتړ کوي، وايي؛ داسې معلومات یې ترلاسه کړي، چې ښيي د نیول شویو افغانانو د لېږد لپاره د امریکا په لویزیانا ایالت کې د یوې ځانګړې الوتنې تابیا نیول شوې ده.
د دې بنسټ د څرګندونو له مخې: ځینو نیول شویو افغانانو ته ویل شوي، چې پاکستان ته به ولېږدول شي؛ خو ځینو نورو ته بیا ویل شوي، چې افغانستان ته به ولېږدول شي.
افغانایوک د خپلو سرچینو د څرګندونو له مخې زیاته کړې، چې ښايي پاکستان افغانستان ته د دغو کسانو د لېږد لپاره یو منځګړې لاره وکارول شي.
دا په داسې حال کې ده، چې امریکا له دې مخکې هم یو شمېر کډوال، د افغانستان د ۱۲ وګړو پر ګډون؛ د مرکزي افریقا جمهوریت ته لېږدولي دي. په دغو کسانو کې یو ځولن افغان هم و، چې وروڼو یې له امریکايي ځواکونو سره همکاري کړې وه.
تازه خبرونه
افغانستان په پاکستان کې د نشهيي توکو د کر او تولید پر ضد د اقدام غوښتنه وکړه
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع، د سېشنبې پر ورځ آریانا نیوز ته ویلي، چې د پاکستان د بلوچستان ایالت زرګونه هکټاره ځمکه د نشهيي بوټو د کر لپاره کارول کېږي.
د افغانستان کورنیو چارو وزارت له ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې غوښتي، چې په پاکستان کې د نشهيي توکو د کر، تولید او قاچاق غندنه وکړي؛ ځکه، چې په بلوچستان کې کرل شوي او پروسس شوي نشهيي توکي د افغانستان په ګډون نورو هېوادونو ته قاچاق کېږي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع، د سېشنبې پر ورځ آریانا نیوز ته ویلي، چې د پاکستان د بلوچستان ایالت زرګونه هکټاره ځمکه د نشهيي بوټو د کر لپاره کارول کېږي.
هغه ویلي، چې په پاکستان کې تولید شوي نشهيي توکي ټیټ کیفیت لري او د انسانانو روغتیا ته جدي ګواښونه پېښوي.
قانع له نړیوالو بنسټونو غوښتي، چې د نشهيي توکو د کر، تولید او قاچاق د مخنیوي لپاره اقدام وکړي.
#آریانانیوز #افغانستان #پاکستان #بلوچستان #نشهييتوکي #کوکنار #قاچاق
تازه خبرونه
د شاهوعروس بند د اوبو پروژه لاسلیک شوه؛ د کابل ۵۰ زره کورنۍ له پاکو اوبو برخمنېږي
د شاهوعروس بند د اوبو پروژه لاسلیک شوه؛ د کابل ۵۰ زره کورنۍ له پاکو اوبو برخمنېږي
نن ددوشنبه( د لړم څلورمه) په کابل کې د شاهوعروس له بند څخه د دې ښار د اووهلسمې ناحیې اوسېدونکو ته د څښاک د پاکو اوبو د لېږد پروژې د تړون لاسلیک مراسم ترسره شول.
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست ویاند محمد نبي بهار ويلي، د دې پروژې چارې به د یوه میلیارډ افغانیو پر لګښت په درې کلونو کې بشپړې شي او شاوخوا ۵۰ زره کورنۍ به ترې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی ومومي.
د اړوند څرګندونو له مخې؛ دا پروژه به په هره ثانیه کې ۲۰۰ لیټره اوبه برابرې کړي، چې ۱۰۰ لیټره به یې د سطحې له اوبو او ۱۰۰ لیټره به یې له پېنځه ژورو څاګانو څخه ترلاسه کېږي.
تازه خبرونه
ملګرو ملتونو په پېنځه ولایتونو کې د اقتصادي فعالیتونو د بیا رغونې پر پروګرام ټینګار څرګند کړ
دې ټولنې د اوکټوبر پر شپږویشتمه( دوشنبې ) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د« احیا ۲» پروګرام دوهیم پړاو د بیارغونې د بهیر د ملاتړ، د خلکو د ژوند د چارو د پیاوړتیا او د زیانمنونکو ټولنو د اقتصادي وضعیت د ښه کولو پر موخه پیلېږي.
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام(UNDP) په افغانستان کې د اقتصادي فعالیتونو د بیا رغونې او د زیانمنونکو سیمو د وضعیت د ښه کولو پروګرام د دوهیم پړاو له پیل خبر ورکړی، چې د کوریا جمهوریت پر مالي ملاتړ پلی کېږي.
دې ټولنې د اوکټوبر پر شپږویشتمه( دوشنبې ) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د« احیا ۲» پروګرام دوهیم پړاو د بیارغونې د بهیر د ملاتړ، د خلکو د ژوند د چارو د پیاوړتیا او د زیانمنونکو ټولنو د اقتصادي وضعیت د ښه کولو پر موخه پیلېږي.
د خبرپاڼې له مخې؛ کابل، پکتیا، غزني، ننګرهار او کونړ هغه ولایتونه دي، چې دغه پروګرام به په کې پلي شي.
د خلکو د ژوند د سرچینو پیاوړتیا، د ټولنیزو بنسټونو بیارغونه، د سیمهییزو اقتصادي فعالیتونو بیا راژوندي کول او د اقتصادي ستونزو پر وړاندې د اړوند خلکو د مقاومت د وړتیا لوړول د دې پروګرام د دوهیم پړاو له مهمو موخو څخه دي.
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام ویلي، چې د دې طرحې دوهیم پړاو د لومړي پړاو پر لاسته راوړنو ولاړ دی او موخه یې په افغانستان کې د اقتصادي وضعیت د ښه کولو هڅو پراخول دي.
په خپره شوې خبرپاڼه کې د پروګرام د ټولیزې بودجې، د پلي کېدا د مهالوېش او د هغو کسانو د شمېر په اړه، چې له دې پروګرام څخه به ګټه واخلي؛ جزئیات ورکړ شوي نهدي.
-
تازه خبرونه5 days agoله چین سره د افغانستان ځمکنۍ نښلېدا له خنډونو سره مخ ده – ډیپلوماټ
-
لوبی1 day agoفضلالحق فاروقي په نړیوال۲۰آوریز لیګ کې د داوطلبۍ ریکارډ مات کړ او له اماراتو سره یوځای شو
-
لوبی3 days agoافغانستان زیمبابوې ته پر ماتې ورکولو د درېاړخیزو کرکټ سیالیو اتلولي خپله کړه
-
تازه خبرونه5 days agoاروپايي ټولنې د بشري مرستو لپاره افغانستان ته ۱۲ میلیون یورو ځانګړې کړل
-
لوبی3 days agoآرمان افسي د دوه ناوخته ګولونو سره-سره له سرخپوشان خوافي ماتې وخوړه
-
لوبی3 days agoطوفان هرات آریانا خوست ته پر یو ګول ماتې ورکړه
-
تازه خبرونه2 days agoافغان او ترکمن استازي د هرات ګازنللیکې او د هغې د وېش پر پراختیا خبرې وکړې
-
Opinion3 days agoد چین کمونست ګوند د مرکزي کمیټې د شلمې دورې د پېنځمې عمومي غونډې په اړه هر اړخیزه تبصره
