Connect with us

تازه خبرونه

افغانستان په پاکستان کې د نشه‌يي توکو د کر او تولید پر ضد د اقدام غوښتنه وکړه

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع، د سې‌شنبې پر ورځ آریانا نیوز ته ویلي، چې د پاکستان د بلوچستان ایالت زرګونه هکټاره ځمکه د نشه‌يي بوټو د کر لپاره کارول کېږي.

خپور شوی

د

 

د افغانستان کورنیو چارو وزارت له ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې غوښتي، چې په پاکستان کې د نشه‌يي توکو د کر، تولید او قاچاق غندنه وکړي؛ ځکه، چې په بلوچستان کې کرل شوي او پروسس شوي نشه‌يي توکي د افغانستان په ګډون نورو هېوادونو ته قاچاق کېږي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع، د سې‌شنبې پر ورځ آریانا نیوز ته ویلي، چې د پاکستان د بلوچستان ایالت زرګونه هکټاره ځمکه د نشه‌يي بوټو د کر لپاره کارول کېږي.

هغه ویلي، چې په پاکستان کې تولید شوي نشه‌يي توکي ټیټ کیفیت لري او د انسانانو روغتیا ته جدي ګواښونه پېښوي.

قانع له نړیوالو بنسټونو غوښتي، چې د نشه‌يي توکو د کر، تولید او قاچاق د مخنیوي لپاره اقدام وکړي.

#آریانانیوز #افغانستان #پاکستان #بلوچستان #نشه‌يي‌توکي #کوکنار #قاچاق

 
له دې مخکې د بریټانیا د «السیس» شرکت د سپوږمکۍ د انځورونو له مخې په یوه شننه کې راغلي وه؛ د بلوچستان د لورالایي او کلا عبدالله په اړوند سیمو کې پر څه باندې ۹ زره هکټاره ځمکه کوکنار کرل شوي دي.

تازه خبرونه

امریکا غواړي یو شمېر افغان کډوال پاکستان ته ولیږدوي – بلومبرګ

بلومبرګ د دوشنبې پر ورځ د یوه امریکايي حکومتي چارواکي، د کډوالۍ د وکیلانو او د پناه غوښتونکو د ملاتړو بنسټونو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې یو شمېر نیول شویو افغانانو ته ویل شوي؛ ښايي په راتلونکو اوونیو کې پاکستان ته ولېږدول شي.

Published

on

 

د بلومبرګ خبري شبکې د راپور له مخې؛ د امریکا حکومت په پام کې لري؛ یو شمېر نیول شوي افغان کډوال پاکستان ته ولېږدوي. په دوی کې د هغو افغانانو خپلوان هم شته، چې له امریکايي ځواکونو سره یې همکاري کړې ده.

بلومبرګ د دوشنبې پر ورځ د یوه امریکايي حکومتي چارواکي، د کډوالۍ د وکیلانو او د پناه غوښتونکو د ملاتړو بنسټونو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې یو شمېر نیول شویو افغانانو ته ویل شوي؛ ښايي په راتلونکو اوونیو کې پاکستان ته ولېږدول شي.

د راپور له مخې؛ امریکايي چارواکو د دې پلان په اړه رسمي څه نه‌دي ویلي او دا هم روښانه نه‌ده، چې په احتمالي الوتنه کې به څو افغانان وي.

افغان‌ایوک نومی بنسټ، چې له امریکايي ځواکونو سره د همکارۍ کوونکو افغانانو ملاتړ کوي، وايي؛ داسې معلومات یې ترلاسه کړي، چې ښيي د نیول شویو افغانانو د لېږد لپاره د امریکا په لویزیانا ایالت کې د یوې ځانګړې الوتنې تابیا نیول شوې ده.

د دې بنسټ د څرګندونو له مخې: ځینو نیول شویو افغانانو ته ویل شوي، چې پاکستان ته به ولېږدول شي؛ خو ځینو نورو ته بیا ویل شوي، چې افغانستان ته به ولېږدول شي.

افغان‌ایوک د خپلو سرچینو د څرګندونو له مخې زیاته کړې، چې ښايي پاکستان افغانستان ته د دغو کسانو د لېږد لپاره یو منځګړې لاره وکارول شي.

دا په داسې حال کې ده، چې امریکا له دې مخکې هم یو شمېر کډوال، د افغانستان د ۱۲ وګړو پر ګډون؛ د مرکزي افریقا جمهوریت ته لېږدولي دي. په دغو کسانو کې یو ځولن افغان هم و، چې وروڼو یې له امریکايي ځواکونو سره همکاري کړې وه.

Continue Reading

تازه خبرونه

د شاه‌وعروس بند د اوبو پروژه لاسلیک شوه؛ د کابل ۵۰ زره کورنۍ له پاکو اوبو برخمنېږي

د شاه‌وعروس بند د اوبو پروژه لاسلیک شوه؛ د کابل ۵۰ زره کورنۍ له پاکو اوبو برخمنېږي

Published

on

 

نن ددوشنبه( د لړم څلورمه) په کابل کې د شاه‌وعروس له بند څخه د دې ښار د اووه‌لسمې ناحیې اوسېدونکو ته د څښاک د پاکو اوبو د لېږد پروژې د تړون لاسلیک مراسم ترسره شول.

د امارتي شرکتونو عمومي ریاست ویاند محمد نبي بهار ويلي، د دې پروژې چارې به د یوه میلیارډ افغانیو پر لګښت په درې کلونو کې بشپړې شي او شاوخوا ۵۰ زره کورنۍ به ترې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی ومومي.

د اړوند څرګندونو له مخې؛ دا پروژه به په هره ثانیه کې ۲۰۰ لیټره اوبه برابرې کړي، چې ۱۰۰ لیټره به یې د سطحې له اوبو او ۱۰۰ لیټره به یې له پېنځه ژورو څاګانو څخه ترلاسه کېږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

ملګرو ملتونو په پېنځه ولایتونو کې د اقتصادي فعالیتونو د بیا رغونې پر پروګرام ټینګار څرګند کړ

دې ټولنې د اوکټوبر پر شپږویشتمه( دوشنبې ) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د« احیا ۲» پروګرام دوه‌یم پړاو د بیارغونې د بهیر د ملاتړ، د خلکو د ژوند د چارو د پیاوړتیا او د زیان‌منونکو ټولنو د اقتصادي وضعیت د ښه کولو پر موخه پیلېږي.

Published

on

 

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام(UNDP)  په افغانستان کې د اقتصادي فعالیتونو د بیا رغونې او د زیان‌منونکو سیمو د وضعیت د ښه کولو پروګرام د دوه‌یم پړاو له پیل خبر ورکړی، چې د کوریا جمهوریت پر مالي ملاتړ پلی کېږي.

دې ټولنې د اوکټوبر پر شپږویشتمه( دوشنبې ) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د« احیا ۲» پروګرام دوه‌یم پړاو د بیارغونې د بهیر د ملاتړ، د خلکو د ژوند د چارو د پیاوړتیا او د زیان‌منونکو ټولنو د اقتصادي وضعیت د ښه کولو پر موخه پیلېږي.

د خبرپاڼې له مخې؛ کابل، پکتیا، غزني، ننګرهار او کونړ هغه ولایتونه دي، چې دغه پروګرام به په کې پلي شي.

د خلکو د ژوند د سرچینو پیاوړتیا، د ټولنیزو بنسټونو بیارغونه، د سیمه‌ییزو اقتصادي فعالیتونو بیا راژوندي کول او د اقتصادي ستونزو پر وړاندې د اړوند خلکو د مقاومت د وړتیا لوړول د دې پروګرام د دوه‌یم پړاو له مهمو موخو څخه دي.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام ویلي، چې د دې طرحې دوه‌یم پړاو د لومړي پړاو پر لاسته راوړنو ولاړ دی او موخه یې په افغانستان کې د اقتصادي وضعیت د ښه کولو هڅو پراخول دي.

په خپره شوې خبرپاڼه کې د پروګرام د ټولیزې بودجې، د پلي کېدا د مهالوېش او د هغو کسانو د شمېر په اړه، چې له دې پروګرام څخه به ګټه واخلي؛ جزئیات ورکړ شوي نه‌دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!