تازه خبرونه
له پاکستان سره د کړکېچ د اواري لپاره د کابل ډیپلوماټیکې هڅې بېپایلې پاتې دي – ذبیحالله مجاهد
ذبیحالله مجاهد له یوې سیمهییزې راډیو سره په مرکه کې د کابل او اسلامآباد ترمنځ د پیغامونو تبادله تائید کړې او څرګندوي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ کمولو لپاره د منځګړو هېوادونو او د اسلامي امارت د چارواکو هڅې هم تراوسه بېپایلې پاتې شوې دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد ويلي، کابل له اسلامآباد سره د کړکېچ د اواري لپاره د خبرو اترو او مذاکراتو له لارې خپلې وروستۍ هڅې کړي؛ خو دغو هڅو تراوسه پایله نهده ورکړې.
ذبیحالله مجاهد له یوې سیمهییزې راډیو سره په مرکه کې د کابل او اسلامآباد ترمنځ د پیغامونو تبادله تائید کړې او څرګندوي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ کمولو لپاره د منځګړو هېوادونو او د اسلامي امارت د چارواکو هڅې هم تراوسه بېپایلې پاتې شوې دي.
نوموړي زیاته کړې، چې د پاکستان پر ناسمو سیاستونو ټینګار د خبرو اترو له لارې د اختلافاتو د اواري پر وړاندې خنډ ګرځېدلی او اسلامآباد د کړکېچ د سولهییز اواري لپاره اړین چمتووالی نهلري.
د اسلامي امارت ویاند همداراز ټینګار کړی، چې افغانستان د دغو ستونزو پیلکوونکی نهدی او اوس هم د خبرو اترو او مذاکراتو له لارې د اختلافاتو پر اواري باور لري.
تازه خبرونه
امریکا د افغانستان او پاکستان د امنیتي اندېښنو په اوارولو کې د ونډې چمتووالی څرګند کړ- روبیو
روبیو د شنبې پر ورځ د اټلانټا ښار په یوه خبري غونډه کې ویلي؛ پاکستان باور لري، چې اسلامي امارت د بریدونو د مخنیوي لپاره کافي اقدامات نهدي کړي.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ويلي؛ هېواد یې چمتو دی، چې د افغانستان له خاورې څخه د پاکستان د امنیتي اندېښنو د لرې کولو لپاره اغېزمن رول ولوبوي.
روبیو د شنبې پر ورځ د اټلانټا ښار په یوه خبري غونډه کې ویلي؛ پاکستان باور لري، چې اسلامي امارت د بریدونو د مخنیوي لپاره کافي اقدامات نهدي کړي.
مارکو روبیو ویلي: « څرګنده ده، چې مونږ نهغواړو پاکستان د ترهګریزو بریدونو هدف وګرځي؛ نو که د ترسره کولو لپاره کوم اغېزمن رول لوبول وي، مونږ به یې ترسره کړو.»
دغه راز د امریکا بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې واشنګټن له اسلامي امارت سره« نږدې اړیکې نهلري».
روبیو زیاته کړې: «مونږ د ترهګرۍ مخالف یوو. پرته له دې، چې ترهګري له کوم ځایه سرچینه اخلي او څوک پر نښه کوي.»
پاکستان څو ځله اسلامي امارت تورن کړی، چې د پاکستان تحریک طالبانو ته اجازه ورکوي، چې د افغانستان له خاورې په پاکستان کې بریدونه ترسره کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت تل دا تورونه رد کړي او ټینګار کوي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد نهکارول کېږي.
تازه خبرونه
اروپايي ټولنې له افغانانو سره پر روان ملاتړ ټینګار وکړ
اروپايي ټولنې ویلي، چې له ۱۹۹۴ز.کال راپدېخوا یې له افغانستان سره شاوخوا دوه میلیارډ یورو بشري مرستې کړې دي، چې ۳۲۰ میلیون یورو یې په ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو کې ځانګړې شوې دي.
اروپايي ټولنې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې د درېیمې کمیټې په غونډه کې له افغانانو سره د مرستو، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي( یوناما) د ماموریت او د بشري حقونو د سرغړونو په تړاو د حساب ورکولو د هڅو پر دوام ټینګار کړی دی.
اروپايي ټولنې ویلي، چې له ۱۹۹۴ز.کال راپدېخوا یې له افغانستان سره شاوخوا دوه میلیارډ یورو بشري مرستې کړې دي، چې ۳۲۰ میلیون یورو یې په ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو کې ځانګړې شوې دي.
دې ټولنې په پای کې د ښځو او ځوانانو د حقونو د ساتنې او د هېواد د برخلیک په ټاکلو کې د هغوی د ګډون لپاره د نړیوالو لارو چارو غوښتنه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان اسلامي امارت له دې مخکې ویلي، چې په افغانستان کې د بشري حقونو تامین د پخوا پر پرتله اوس د شریعت په چوکاټ کې ښه تامین شوی دی.
تازه خبرونه
تحول: له روسي پلوه ځواکونو سره یو ځای کېدا ته لېوالتیا
-
تازه خبرونه5 days agoد سعودي، ایران، پاکستان او ترکیې اتحاد د افغانستان د ستونزو په اواري کې مرسته کولی شي
-
لوبی5 days agoآریانا ټلویزیون د ۲۰۲۶ داکار ځوانانو المپیک سیالۍ خپروي
-
تازه خبرونه4 days agoد ښځو حقونه باید د اسلامي شریعت په رڼا کې تأمین شي
-
نړۍ4 days agoد اسرائیلو ټاکنې؛ هیڅ سیاسي لوري اړین اکثریت نهدی ترلاسه کړی
-
لوبی5 days agoسرخپوشان خوافي طوفان هرات ته درې ګوله ورکړل
-
تازه خبرونه5 days agoافغانستان په پاکستان کې د نشهيي توکو د کر او تولید پر ضد د اقدام غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان اتلانو لیګ؛ آرمان افسي عمر ځواک ته ۵ پر ۱ ماتې ورکړه
-
لوبی4 days agoافغانستان د احمدزي، راشدخان او فاروقي پر ځلېدا زیمبابوی ته د ۳۷ منډو پر توپیر ماتې ورکړه
