لوبی
د عینو مېنې لوبډلې د احمد نبي مقدس پر دوه ګولونو آرمان افسي ته ماتې ورکړه
د لوبې په دوهیمه نیمایي کې د عینو مېنې لوبډلې لوبغاړي احمد نبي مقدس په اووهڅلوېښتمه دقیقه کې د آرمان افسي دروازه پرانیسته او خپله لوبډله یې مخکې کړه. نوموړي په پېنخهاویایمه دقیقه کې خپل دوهیم ګول هم وواهه او د خپلې لوبډلې بریا یې دوه ګولونو ته ورسوله.
د عینو مېنه کندهار لوبډلې د افغانستان اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو په شپږشپېتمه لوبه کې آرمان افسي ته ۲ پر صفر ماتې ورکړه.
دا لوبه د شنبې پر ورځ د افغانستان فوټبال فډراسیون په لوبغالي کې ترسره شوه، چې لومړۍ نیمایي یې د دواړو لوبډلو ترمنځ له ګول پرته پای ته ورسېده.
د لوبې په دوهیمه نیمایي کې د عینو مېنې لوبډلې لوبغاړي احمد نبي مقدس په اووهڅلوېښتمه دقیقه کې د آرمان افسي دروازه پرانیسته او خپله لوبډله یې مخکې کړه. نوموړي په پېنخهاویایمه دقیقه کې خپل دوهیم ګول هم وواهه او د خپلې لوبډلې بریا یې دوه ګولونو ته ورسوله.
د دې پایلې له مخې، عینو مېنه کندهار درې امتیازونه ترلاسه کړل او آرمان افسي له کوم امتیاز پرته له لوبغالي ووت.
آرمان افسي به د نومبر پر درېیمه په راتلونکې لوبه کې له سرسبز یاشلر سره مخ شي او عینو مېنه کندهار به د نومبر پر پنځمه له طوفان هرات سره سیالي وکړي.
د افغانستان اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو لوبې د آریانا ټلویزیون له لارې پر ژوندۍ بڼه خپرېږي او د هېواد په ګوټ ګوټ کې د فوټبال مینهوال یې لیدلی شي.
لوبی
افغانستان د سکاټلینډه پر ماتې ورکولو د هانګکانګ شپږآوریزو سیالیو پایلوبې ته لار پیدا کړه
د هېواد ملي لوبډلې له دې مخکې د سویلي افریقا او عمان لوبډلو ته هم ماتې ورکړې وې.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د هانګکانګ نړیوالو شپږآوریزو سیالیو په نیمه پایلوبه کې سکاټلینډ ته د ۲۱ منډو پر توپیر ماتې ورکړه او د دغو سیالیو پایلوبې ته یې لار ومونده.
د هېواد ملي لوبډلې له دې مخکې د سویلي افریقا او عمان لوبډلو ته هم ماتې ورکړې وې.
ګلبدین نایب او کریم جنت هر یوه د افغانستان لپاره یوه ویکټه واخیسته او د لوبډلې په بریا کې ښه وځلیدل.
په دغو سیالیو کې ۱۲ لوبډلې د درې ورځو لپاره د هانګکانګ پر کوربهتوب د اتلولۍ خپلولو په موخه سیالي کوي.
افغانستان به سبا د کابل پر وخت د غرمې پر ۱۱:۴۰ په پایلوبه کې له اسټرالیا سره مخ شي.
لوبی
د افغانستان له ۱۵ کلنو ټیټ عمره فوټبال ملي لوبډلې نامیبیا ته ۶-۲ ماتې ورکړه
دا په دغو سیالیو کې د افغانستان له ۱۵ کلنو ټیټ عمره ملي لوبډلې اوومه لوبه وه.
د افغانستان له ۱۵ کلنو ټیټ عمره فوټبال ملي لوبډلې په آذربایجان کې د فیفا د ۲۰۲۶ نړیوال جام او فوټبال نندارې په سیالیو کې د نامیبیا لوبډلې ته ۶-۲ ماتې ورکړه.
دا په دغو سیالیو کې د افغانستان له ۱۵ کلنو ټیټ عمره ملي لوبډلې اوومه لوبه وه.
ټاکل شوې، چې د افغانستان ملي لوبډله خپله راتلونکې لوبه نن (پنجشنبه) د هند پر وړاندې ترسره کړي.
لوبی
افغانستان د احمدزي، راشدخان او فاروقي پر ځلېدا زیمبابوی ته د ۳۷ منډو پر توپیر ماتې ورکړه
افغانستان د لوبې په دولسم آور کې د پنځه لوبغاړو پر سوځېدا یوازې ۶۶ منډې کړې وې؛ خو د اعجاز احمدزي پر توپوهنه د لوبې بهیر بدل شو. هغه یوازې پر ۲۰ توپونو پنځوس منډې وکړې او په پیاوړو ګوزارونو یې د زیمبابوې توپاچوونکي تر فشار لاندې راوستل.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د شلآوریزو سیالیو د لړۍ په لومړۍ لوبه کې د سېشنبې پر ورځ په شارجه کې زیمبابوی ته د ۳۷ منډو پر توپیر ماتې ورکړه.
افغانستان د لوبې په دولسم آور کې د پنځه لوبغاړو پر سوځېدا یوازې ۶۶ منډې کړې وې؛ خو د اعجاز احمدزي پر توپوهنه د لوبې بهیر بدل شو. هغه یوازې پر ۲۰ توپونو پنځوس منډې وکړې او په پیاوړو ګوزارونو یې د زیمبابوې توپاچوونکي تر فشار لاندې راوستل.
احمدزي او شاهدالله، چې پر ۴۲ توپونو یې ۴۶ منډې کړې وې؛ د افغانستان د منډو د زیاتولو لپاره هڅې وکړې. دغو دواړو لوبغاړو په ۴.۵آورونو کې د لوبډلې پر منډو ۶۱ منډې ورزیاتې کړې او افغانستان یې له ستونزمن حالت څخه وایست.
راشدخان هم د توپوهنې په وروستیو شېبو کې وځلېد او په یوازې ۱۰ توپونو یې ۳۰ منډې وکړې، چې څلور شپږیزې او یوه څلوریزه هم په کې وه.
افغانستان د خپل وار تر پای ته رسېدا یو توپ مخکې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل؛ خو بیا یې هم د ۱۷۷ منډو هدف وټاکه.
نیومن نیامهوري د زیمبابوی تر ټولو بریالی توپاچوونکی و، چې د ۳۱ منډو په بدل کې یې څلور لوبغاړي وسوځول.
زیمبابوی د ۱۷۸ منډو د هدف په تعقیب کې د افغانستان د منظمو توپاچونو پر وړاندې ستونزې درلودې او د ټولو لوبغاړو پر سوځېدو یې یوازې ۱۴۰ منډې وکړې او لوبه یې وبایلله.
راشدخان د ۲۰ منډو په بدل کې دوه لوبغاړي وسوخول. فضلالحق فاروقي هم درې لوبغاړي وسوځول او زیمبابوی لوبدله یې د هدف له پوره کولو راوګرځاوله.
افغانستان په منځنیو آورونو کې د راشدخان او مجیبالرحمان پر غوره توپاچونې پر زیمبابوی فشار زیات کړ. مجیب هم دوه لوبغاړي وسوځول.
دا د زیمبابوی پر وړاندې په نړیوالو شلآوریزو سیالیو کې د افغانستان شپږمه پرلهپسې بریا وه.
له دې بریا سره د دواړو لوبډلو ترمنځ په شلآوریزو سیالیو کې د افغانستان د بریاوو شمېر ۲۰ ته ورسېد. په داسې حال کې، چې زیمبابوی یوازې دوه لوبې ګټلې دي.
دواړه لوبډلې به د پنجشنبې پر ورځ په دوهیمه شلآوریزه لوبه کې یو ځل بیا د سیالۍ ډګر ته ووځي.
-
تازه خبرونه5 days agoد سعودي، ایران، پاکستان او ترکیې اتحاد د افغانستان د ستونزو په اواري کې مرسته کولی شي
-
لوبی5 days agoآریانا ټلویزیون د ۲۰۲۶ داکار ځوانانو المپیک سیالۍ خپروي
-
تازه خبرونه5 days agoامریکا غواړي یو شمېر افغان کډوال پاکستان ته ولیږدوي – بلومبرګ
-
تازه خبرونه4 days agoد ښځو حقونه باید د اسلامي شریعت په رڼا کې تأمین شي
-
نړۍ4 days agoد اسرائیلو ټاکنې؛ هیڅ سیاسي لوري اړین اکثریت نهدی ترلاسه کړی
-
لوبی5 days agoسرخپوشان خوافي طوفان هرات ته درې ګوله ورکړل
-
تازه خبرونه5 days agoافغانستان په پاکستان کې د نشهيي توکو د کر او تولید پر ضد د اقدام غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان اتلانو لیګ؛ آرمان افسي عمر ځواک ته ۵ پر ۱ ماتې ورکړه
