Connect with us

لوبی

د افغانستان له ۱۵ کلنو ټیټ عمره لوبډلې په لومړي فوټبال نړیوال جام او ننداره کې دری‌اتیایم مقام خپل کړ

افغان لوبډلې د جمعې پر ورځ د دري‌اتیایم مقام خپلولو لپاره د باکو ښار په لوبغالي کې له آذربایجان سره ۳-۳ مساوي لوبه وکړه؛ خو د پنالټیو پر وهلو یې د ۳ پر ۲ پایلې پر ترلاسه کولو بریا خپله کړه او سیالۍ یې بریالۍ پای ته ورسولې.

خپور شوی

د

 

د افغانستان له ۱۵ کلنو ټیټ عمره فوټبال ملي لوبډلې د سیالیو د کوربه آذربایجان پر وړاندې د پنالټیو په وهلو بریا خپله کړه او د فیفا د اړوند لومړي نړیوال جام او فوټبال نندارې د سیالیو له پای ته رسېدا سره یې په ۱۸۹ ګډونوالو هېوادونو کې دري‌اتیایم مقام خپل کړ.

افغان لوبډلې د جمعې پر ورځ د دري‌اتیایم مقام خپلولو لپاره د باکو ښار په لوبغالي کې له آذربایجان سره ۳-۳ مساوي لوبه وکړه؛ خو د پنالټیو پر وهلو یې د ۳ پر ۲ پایلې پر ترلاسه کولو بریا خپله کړه او سیالۍ یې بریالۍ پای ته ورسولې.

افغان لوبډلې په دغو سیالیو کې د سیرالیون، جیبوټي، سوډان، نامیبیا، هند او آذربایجان پر وړاندې شپږ بریاوې ترلاسه کړې؛ خو د ترکیې، روسیې، تایلینډ او هنګري پر وړاندې یې څلور لوبې وبایللې.

د فیفا له ۱۵ کلنو ټیټ عمره فوټبال لوبډلې لومړی نړیوال جام او فوټبال ننداره په ۲۰۲۶ز.کال کې د ۱۸۹ هېوادونو پر ګډون ترسره شوه.د اسپانیا لوبډلې په پایلوبه کې د چک جمهوریت لوبډلې ته ۳ پر ۰ ماتې ورکړه او د دغو سیالیو اتلولي یې خپله کړه.

لوبی

د عینو مېنې لوبډلې د احمد نبي مقدس پر دوه ګولونو آرمان اف‌سي ته ماتې ورکړه

د لوبې په دوه‌یمه نیمایي کې د عینو مېنې لوبډلې لوبغاړي احمد نبي مقدس په اووه‌څلوېښتمه دقیقه کې د آرمان اف‌سي دروازه پرانیسته او خپله لوبډله یې مخکې کړه. نوموړي په پېنخه‌اویایمه دقیقه کې خپل دوه‌یم ګول هم وواهه او د خپلې لوبډلې بریا یې دوه ګولونو ته ورسوله.

Published

on

Last Updated on: لړم ۱۰, ۱۴۰۵

 

د عینو مېنه کندهار لوبډلې د افغانستان اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو په شپږشپېتمه لوبه کې آرمان اف‌سي ته ۲ پر صفر ماتې ورکړه.

دا لوبه د شنبې پر ورځ د افغانستان فوټبال فډراسیون په لوبغالي کې ترسره شوه، چې لومړۍ نیمایي یې د دواړو لوبډلو ترمنځ له ګول پرته پای ته ورسېده.

د لوبې په دوه‌یمه نیمایي کې د عینو مېنې لوبډلې لوبغاړي احمد نبي مقدس په اووه‌څلوېښتمه دقیقه کې د آرمان اف‌سي دروازه پرانیسته او خپله لوبډله یې مخکې کړه. نوموړي په پېنخه‌اویایمه دقیقه کې خپل دوه‌یم ګول هم وواهه او د خپلې لوبډلې بریا یې دوه ګولونو ته ورسوله.

د دې پایلې له مخې، عینو مېنه کندهار درې امتیازونه ترلاسه کړل او آرمان اف‌سي له کوم امتیاز پرته له لوبغالي ووت.

آرمان اف‌سي به د نومبر پر درېیمه په راتلونکې لوبه کې له سرسبز یاشلر سره مخ شي او عینو مېنه کندهار به د نومبر پر پنځمه له طوفان هرات سره سیالي وکړي.

د افغانستان اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو لوبې د آریانا ټلویزیون له لارې پر ژوندۍ بڼه خپرېږي او د هېواد په ګوټ ګوټ کې د فوټبال مینه‌وال یې لیدلی شي.

Continue Reading

لوبی

افغانستان د سکاټلینډه پر ماتې ورکولو د هانګ‌کانګ شپږآوریزو سیالیو پایلوبې ته لار پیدا کړه

د هېواد ملي لوبډلې له دې مخکې د سویلي افریقا او عمان لوبډلو ته هم ماتې ورکړې وې.

Published

on

Last Updated on: لړم ۱۰, ۱۴۰۵

 

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د هانګ‌کانګ نړیوالو شپږآوریزو سیالیو په نیمه پایلوبه کې سکاټلینډ ته د ۲۱ منډو پر توپیر ماتې ورکړه او د دغو سیالیو پایلوبې ته یې لار ومونده.

د هېواد ملي لوبډلې له دې مخکې د سویلي افریقا او عمان لوبډلو ته هم ماتې ورکړې وې.

ګلبدین نایب او کریم جنت هر یوه د افغانستان لپاره یوه ویکټه واخیسته او د لوبډلې په بریا کې ښه وځلیدل.

په دغو سیالیو کې ۱۲ لوبډلې د درې ورځو لپاره د هانګ‌کانګ پر کوربه‌توب د اتلولۍ خپلولو په موخه سیالي کوي.

افغانستان به سبا د کابل پر وخت د غرمې پر ۱۱:۴۰ په پایلوبه کې له اسټرالیا سره مخ شي.

Continue Reading

لوبی

د افغانستان له ۱۵ کلنو ټیټ عمره فوټبال ملي لوبډلې نامیبیا ته ۶-۲ ماتې ورکړه

دا په دغو سیالیو کې د افغانستان له ۱۵ کلنو ټیټ عمره ملي لوبډلې اوومه لوبه وه.

Published

on

 

د افغانستان له ۱۵ کلنو ټیټ عمره فوټبال ملي لوبډلې په آذربایجان کې د فیفا د ۲۰۲۶ نړیوال جام او فوټبال نندارې په سیالیو کې د نامیبیا لوبډلې ته ۶-۲ ماتې ورکړه.

دا په دغو سیالیو کې د افغانستان له ۱۵ کلنو ټیټ عمره ملي لوبډلې اوومه لوبه وه.

ټاکل شوې، چې د افغانستان ملي لوبډله خپله راتلونکې لوبه نن (پنجشنبه) د هند پر وړاندې ترسره کړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!