لوبی
افغانستان د «الماس جوبیلي» په پرانیستونکې سیالۍ کې له مالډیف سره مخامخ کېږي
د هېواد ملي لوبغاړي به د «الماس جوبیلي» نړیوالو څلوراړخیزو سیالیو په لړ کې، چې د روان زېږدیز کال د غبرګولي له یوولسمې څخه تر شلمې / د جون له لومړۍ تر لسمې ترسره کېږي؛ له مالډیف، پاکستان او بنګلهدېش لوبډلو سره به سیالۍ ترسره کړي.
د هېواد ملي لوبغاړي به د «الماس جوبیلي» نړیوالو څلوراړخیزو سیالیو په لړ کې، چې د روان زېږدیز کال د غبرګولي له یوولسمې څخه تر شلمې / د جون له لومړۍ تر لسمې ترسره کېږي؛ له مالډیف، پاکستان او بنګلهدېش لوبډلو سره به سیالۍ ترسره کړي.
دغه سیالۍ د مالیف د فوټبال د ۷۵پېنځهاویایمې کلیزې پر مناسبت د دغه هېواد په پلازمېنه ماله ښار کې ترسره کېږي او د ۲۰۲۶ز.کال د سویلي آسیا د فوټبال فډراسیون (ساف) اتلولیو ته د لوبډلو د چمتووالي د پروګرام یوه برخه هم ګڼل کېږي.
د افغانستان فوټبال ملي لوبډله دوه ورځې مخکې مالډیف ته رسېدلې او یکشنبه یې د دغو سیالیو له پیلېدو مخکې خپله لومړنۍ روزنیزه هڅه ترسره کړه.
افغانستان به په خپله لومړۍ لوبه کې له کوربه مالډیف سره مخامخ شي او وروسته به د ګروپي پړاو په نورو سیالیو کې له پاکستان او بنګلهدېش سره ولوبېږي.
د دغو سیالیو ټولې ګډونوالې لوبډلې د افغانستان، بنګلهدېش او پاکستان په ګډون د سیالیو له پیلېدا مخکې مالډیف ته رسېدلې دي.
ټاکل شوې وه، چې په پیل کې د سریلانکا لوبډله هم په دې سیالیو کې برخه واخلي؛ خو وروسته یې له ګډون څخه دده وکړه او پر ځای یې افغانستان ګډون ته وبلل شو. همدارنګه بنګلهدېش، چې په لومړي سر کې یې د خپلې ملي لوبډلې د اروپایي سفر له کبله د بدیلې لوبډلې د لېږلو پلان درلود؛ په پای کې یې خپله المپیک لوبډله دغو سیالیو ته واستوله.
دغه سیالۍ یا ټورنمنټ په مالډیف کې د نړیوالو بلنیزو سیالیو د کوربتوب د دود د بیا راژوندي کېدا په توګه ارزول کېږي؛ هغه سیالۍ، چې له دې مخکې د ۲۰۰۰ز.کال د «مالډیف فوټبال د سرو زرو جوبیلي» نړیوال ټورنمنټ پر ترسره کېدا ترسره شوې وې.
لوبی
افغانستان د ۱۷ کلنو آسیایي ملتونو جام ته د لارموندنې د لوبو په الف ګروپ کې راغی
افغانستان به په دې ګروپ کې له انډونیزیا، میانمار، فلیپین او کمبودیا سره سیالي وکړي. میانمار د دې ګروپ کوربه دی او لوبې به د ۲۰۲۶ز. کال د نومبر له اتمې څخه تر شلمې پورې ترسره شي.
د افغانستان د ۱۷ کلنو فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۷ز.کال د ۱۷ کلنو آسیایي ملتونو جام ته د لارموندنې د لوبو د پچهاچونې په الف ګروپ کې راغله.
افغانستان به په دې ګروپ کې له انډونیزیا، میانمار، فلیپین او کمبودیا سره سیالي وکړي. میانمار د دې ګروپ کوربه دی او لوبې به د ۲۰۲۶ز. کال د نومبر له اتمې څخه تر شلمې پورې ترسره شي.
یوازې د اووه ګروپونو د سرلوبډلې به د ۲۰۲۷ز.کال د ۱۷ کلنو آسیایي ملتونو جام ته لار ومومي او دوهیم مقام ګټونکي به د لارموندنې اجازه ونهلري.
اووه لار موندونکې لوبډلې به په پایپړاو کې له هغو نهه لوبډلو سره یوځای شي، چې له مخکې یې دې لوبو ته د ګډون اجازه ترلاسه کړې ده. دا لوبډلې اسټرالیا، چین، جاپان، سویلي کوریا، قطر، سعودي عربستان، تاجکستان، ازبکستان او ویټنام دي.
جاپان د دې سیالیو د تېر پړاو اتل دی. دغې لوبډلې د ۲۰۲۶ز.کال په پایلوبه کې چین ته ۳-۲ ماتې ورکړه او د پېنځم ځل لپاره یې د آسیا اتلولي وګټله.
د ۲۰۲۷ز.کال د ۱۷ کلنو آسیایي ملتونو جام به د مې له دولسمې څخه تر نههویشتمې پورې په ازبکستان کې ترسره شي او ۱۶ لوبډلې به د اتلولۍ لپاره لوبې وکړي.
د آریانا ټلویزیون له لارې د لوبو خپرېدل
آریانا ټلویزیون به په افغانستان کې د لارموندنې لوبې خپرې کړي. د هېواد په ګوټ ګوټ کې د فوټبال مینهوال کولی شي د دغو لوبو کې په لړ کې د افغانستان د ۱۷ کلنو ملي لوبډلې لوبې وګوري.
د افغانستان ځوانو لوبغاړو ته په الف ګروپ کې ګډون یو ښه فرصت دی، چې د آسیا له مطرحو او مخ پر ودې فوټبال لوبډلو سره لوبې وکړي او د دې سیالیو پایپړاو ته د رسېدو لپاره هڅه وکړي.
International Sports
ټوټنهام او چارلټن؛ آریانا ټلویزیون افغان مینهوالو ته د ایافال جام لوبه خپروي
دواړه لندنۍ لوبډلې د ایافال جام په دوهیم پړاو لوبه کې سره مخامخ کېږي؛ ټوټنهام هڅه کوي بل پړاو ته لار ومومي، خو چارلټن غواړي د انګلستان د غوره لیګ پر سیالې لوبډلې بریا خپله کړي.
د افغانستان فوټبال مینهوال کولی شي نن( چارشنبه د وږي څلورمه / د اګست شپږویشتمه) د کابل پر وخت د شپې ۱۱:۱۵ له آریانا ټلویزیون څخه د ټوټنهام هاټسپر او چارلټن اټلټیک لوبه پر ژوندۍ بڼه وګوري.
دواړه لندنۍ لوبډلې د ایافال جام په دوهیم پړاو لوبه کې سره مخامخ کېږي؛ ټوټنهام هڅه کوي بل پړاو ته لار ومومي، خو چارلټن غواړي د انګلستان د غوره لیګ پر سیالې لوبډلې بریا خپله کړي.
ټوټنهام د کاغذ پر مخ د دې لوبې غوره لوبډله بلل کېږي او په غوره لیګ کې د دې لوبډلې تجربه ښايي د سیالۍ په ګټلو کې ورسره مرسته وکړي؛ خو د جام سیالۍ د ناڅاپي پایلو لپاره هم مشهورې دي او چارلټن له هر رامنځته شوي فرصت څخه د ګټې اخیستو هڅه وکړي.
دا لوبه ټوټنهام ته د دې پړاو په پیل کې د ډېرې همغږۍ او بریاوو د لړۍ د رامنځته کولو بل فرصت برابروي. په داسې حال کې، چې چارلټن به له دې لوبې د انګلستان له یوه ستر کلب سره د خپلې وړتیا د ازمېښت لپاره کار واخلي.
ایافال جام د انګلستان فوټبال په بېلابېلو کچو کې د لوبډلو لپاره د اتلولۍ د ګټلو له مهمو لارو څخه دی او لوبډلې هڅه کوي له هر پړاو څخه تېرې شي او د ویمبلي لوبغالي تر پایلوبې ځان ورسوي.
افغان فوټبال مینهوال کولی شي نن شپه د کابل پر وخت له ۱۱:۱۵ څخه د آریانا ټلویزیون له لارې د ټوټنهام هاټسپر او چارلټن اتلټیک لوبه پر ژوندۍ بڼه وګوري.
لوبی
افغانستان د کرکټ په آسیايي شورا کې د څوکۍ لرلو حق ترلاسه کړ
د افغانستان کرکټ بورډ ويلي، دغه پرېکړه د دې ادارې د عمومي مشر میرویس اشرف پر وړاندیز وشوه، چې د آسیايي کرکټ شورا د غړو له پراخ ملاتړ او تائید سره مخ شوه.
افغانستان د آسیايي کرکټ شورا«ایسيسي» په وروستۍ کلنۍ عمومي غونډه کې د دې شورا د مشرتابه په بهیر کې د څوکۍ لرلو او د آسیايي کچې د مهمو سیالیو د کوربتوب حق ترلاسه کړ.
د افغانستان کرکټ بورډ ويلي، دغه پرېکړه د دې ادارې د عمومي مشر میرویس اشرف پر وړاندیز وشوه، چې د آسیايي کرکټ شورا د غړو له پراخ ملاتړ او تائید سره مخ شوه.
د افغانستان کرکټ بورډ د څرګندونو له مخې؛ د دې څوکۍ ترلاسه کول په آسیا کې د افغانستان پر کرکټ د زیات شوي باور او اعتبار څرګندونه کوي او هېواد ته زمینه برابروي، چې د آسیایي کرکټ د پرېکړو په بهیر کې نور هم اغېزمن حضور ولري.
دې ادارې زیاته کړې؛ افغانستان به په راتلونکي کې د آسیايي کرکټ شورا د مهمو سیالیو په کوربتوب کې هم مهم رول ولوبوي.
د افغانستان کرکټ بورډ د آسیايي کرکټ شورا له غړیو څخه د دوی د باور او ملاتړ له کبله مننه کړې او ویلي یې دي، چې په افغانستان او آسیا کې د کرکټ د پراختیا او پیاوړتیا لپاره به خپلې هڅې روانې ساتي.
د آسیايي کرکټ شورا وروستۍ کلنۍ عمومي غونډه پرون د تایلینډ په پلازمېنه بانکوک کې جوړه شوه، چې د غړیو هېوادونو د کرکټ ادارو عمومي او اجرائیوي مشرانو په کې ګډون کړی و.
-
لوبی1 day agoافغانستان د ۱۷ کلنو آسیایي ملتونو جام ته د لارموندنې د لوبو په الف ګروپ کې راغی
-
تازه خبرونه2 days agoامریکا ۱۲ افغانان د مرکزي افریقا جمهوریت ته ولېږل
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoد ایران د صادراتو او وارداتو کچه ۳۵ سلنه راټیټه شوې
-
سیمه ییز خبرونه11 hours agoپاکستان، سعودي عربستان او ترکیه د مکې نوی دفاعي ائتلاف پیاوړی کوي
-
سیمه ییز خبرونه1 day agoد ایران خارک ټاپو به له خاورو سره خاورې شي – ډنالډ ټرمپ
-
تازه خبرونه2 days agoپه تېر یو کال کې د ۲،۵ میلیارډ افغانیو زاړه بانکنوټونه راټول او له منځه وړل شوي
-
تازه خبرونه1 day agoپه افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو له څرنګوالي ډېر ناراضي وم – سکاټ مېلر
-
څار3 days agoڅار: د سرحدي امنیت او خوندیتوب ډاډ

