لوبی
افغانستان د «الماس جوبیلي» سیالیو په لومړۍ لوبه کې مالډیف مات کړ
په دې ټورنمنټ کې افغانستان، پاکستان، بنګله دیش او مالډیپ لوبې کوي.
د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې په مالډیپ کې د الماس جوبیلي نړیوال څلور اړخیز ټورنمنټ او سیالۍ په لومړۍ لوبه کې کوربه لوبډلې ته ۱پر۰ ماتې ورکړه.
په دې ټورنمنټ کې افغانستان، پاکستان، بنګله دیش او مالډیپ لوبې کوي.
افغان لوبډله به د پنجشنبې پر ورځ په خپله راتلونکې لوبه کې له بنګلهدېش سره مخ شي.
لوبی
افغانستان د «الماس جوبیلي» په پرانیستونکې سیالۍ کې له مالډیف سره مخامخ کېږي
د هېواد ملي لوبغاړي به د «الماس جوبیلي» نړیوالو څلوراړخیزو سیالیو په لړ کې، چې د روان زېږدیز کال د غبرګولي له یوولسمې څخه تر شلمې / د جون له لومړۍ تر لسمې ترسره کېږي؛ له مالډیف، پاکستان او بنګلهدېش لوبډلو سره به سیالۍ ترسره کړي.
د هېواد ملي لوبغاړي به د «الماس جوبیلي» نړیوالو څلوراړخیزو سیالیو په لړ کې، چې د روان زېږدیز کال د غبرګولي له یوولسمې څخه تر شلمې / د جون له لومړۍ تر لسمې ترسره کېږي؛ له مالډیف، پاکستان او بنګلهدېش لوبډلو سره به سیالۍ ترسره کړي.
دغه سیالۍ د مالیف د فوټبال د ۷۵پېنځهاویایمې کلیزې پر مناسبت د دغه هېواد په پلازمېنه ماله ښار کې ترسره کېږي او د ۲۰۲۶ز.کال د سویلي آسیا د فوټبال فډراسیون (ساف) اتلولیو ته د لوبډلو د چمتووالي د پروګرام یوه برخه هم ګڼل کېږي.
د افغانستان فوټبال ملي لوبډله دوه ورځې مخکې مالډیف ته رسېدلې او یکشنبه یې د دغو سیالیو له پیلېدو مخکې خپله لومړنۍ روزنیزه هڅه ترسره کړه.
افغانستان به په خپله لومړۍ لوبه کې له کوربه مالډیف سره مخامخ شي او وروسته به د ګروپي پړاو په نورو سیالیو کې له پاکستان او بنګلهدېش سره ولوبېږي.
د دغو سیالیو ټولې ګډونوالې لوبډلې د افغانستان، بنګلهدېش او پاکستان په ګډون د سیالیو له پیلېدا مخکې مالډیف ته رسېدلې دي.
ټاکل شوې وه، چې په پیل کې د سریلانکا لوبډله هم په دې سیالیو کې برخه واخلي؛ خو وروسته یې له ګډون څخه دده وکړه او پر ځای یې افغانستان ګډون ته وبلل شو. همدارنګه بنګلهدېش، چې په لومړي سر کې یې د خپلې ملي لوبډلې د اروپایي سفر له کبله د بدیلې لوبډلې د لېږلو پلان درلود؛ په پای کې یې خپله المپیک لوبډله دغو سیالیو ته واستوله.
دغه سیالۍ یا ټورنمنټ په مالډیف کې د نړیوالو بلنیزو سیالیو د کوربتوب د دود د بیا راژوندي کېدا په توګه ارزول کېږي؛ هغه سیالۍ، چې له دې مخکې د ۲۰۰۰ز.کال د «مالډیف فوټبال د سرو زرو جوبیلي» نړیوال ټورنمنټ پر ترسره کېدا ترسره شوې وې.
لوبی
د هند غوره لیګ پایلوبه؛ بنګلور او ګجرات په احمدآباد کې لوبېږي
ټاکل شوې، چې دغه لوبه د کابل پر وخت د ماښام پر ۶:۳۰ پیل شي او پر ژوندۍ بڼه به د آریانا ټلوېزیون له لارې خپره شي.
د یکشنبې ورځې ماښام به د کرکټ د میلیونونو مینهوالو پام د احمدآباد نریندرا مودي لوبغالي ته اوښتی وي؛ ځکه، چې د هند ۲۰۲۶ غوره لیګ په پایلوبه کې به رویال چلنجرز بنګلور له ګجرات ټایټنز سره سیالي وکړي.
ټاکل شوې، چې دغه لوبه د کابل پر وخت د ماښام پر ۶:۳۰ پیل شي او پر ژوندۍ بڼه به د آریانا ټلوېزیون له لارې خپره شي.
رویال چلنجرز بنګلور لوبډله، چې د ۲۰۲۵ز.کال اتلولي یې ګټلې وه؛ اوس د داسې تاریخي بریا په لټه کې ده، چې تر اوسه یوازې دوه لوبډلو ترلاسه کړې. دا لوبډله هیله لري، چې د اتلولۍ نوم د دفاع کوونکې درېیمې لوبډلې پر برخه شي.
بنګلور لوبډلې پایلوبې ته د لارموندنې په لومړۍ لوبه کې د ګجرات ټایټنز پر وړاندې له پیاوړې ځلا سره پایلوبې ته لار ومونده. د لوبډلې لوبډلمشر راجټ پټیدار یوازې له ۳۳ توپونو ۹۳ منډې جوړې کړې او د دې پړاو له غوره لوبو څخه یې یوه ترسره کړه. د هغه پر مټ لوبډلې ۲۵۴ منډې جوړې کړې، چې د هند غوره لیګ د پایلوبې پړاوونو په تاریخ کې تر ټولو لوړه امتیاز بلل کېږي. ورپسې د توپاچوونکو غوره لوبې بنګلور ته د ۹۲ منډو پر توپیر بریا ور پر برخه کړه.
ویراټ کوهلي په روان پړاو کې د ۶۰۰ منډو پر جوړولو د بنګلور تر ټولو بریالی توپوهونکی و او د لوبډلې په بریاوو کې یې مهمه ونډه لرلې ده. د توپاچونې په برخه کې بیا بوهونشور کمار د ۲۸ ویکټو پر اخیستو د لوبډلې له مهمو لوبغاړو شمېرل کېږي.
دغه راز ګجرات ټایټنز د لارموندنې د لومړۍ لوبې له ماتې وروسته بېرته پیاوړی راستون شو. دغې لوبډلې د لارموندنې په دوهیمه لوبه کې راجستان رویالز د اووه ویکټو پر توپیر مات کړ او د درېیم ځل لپاره یې د هند غوره لیګ پایلوبې ته لاره وموندله.
شوبمن ګیل په هغه لوبه کې د سل منډو پر جوړولو د ۲۱۵ منډو هدف ته د رسېدو لپاره مهم رول ولوباوه. نوموړی او وسای سوډرشن د ټول پړاو په اوږدو کې د توپوهونکو له خطرناکو جوړو څخه و او له ۱۴۰۰ څخه ډېرې منډې یې ګدې جوړې کړې دي.
ګیل د ۷۲۲ او سوډرشن د ۷۱۰ منډو پر جوړولو د دې پړاو د غوره توپوهونکي د نوم له مهمو نوماندانو څخه دي. د توپاچونې په برخه کې بیا کاګیسو رباډا او بوهونشور کمار د ډېرو ویکټو د اخیستو مخکښ نوماندان ګڼل کېږي.
دواړه لوبډلې تر اوسه ۹ ځله یو د بل پر وړاندې لوبېدلې، چې بنګلور پېنځه او ګجرات څلور بریاوې خپلې کړې دي. په روان پړاو کې هم بنګلور دوه ځله او ګجرات یو ځل بریالی شوی دی.
دواړه لوبډلې له نریندرا مودي لوبغالي ښې خاطرې لري؛ ګجرات خپله د ۲۰۲۲ز.کال اتلولي په همدې لوبغالي کې نمانځلې وه او بنګلور هم د تېر کال لومړنۍ اتلولي په همدې ډګر کې خپله کړه.
د ستورو لوبغاړو له شتون او د دواړو لوبډلو د نږدې سیالۍ له کبله تمه کېږي، چې د نن شپې پایلوبه به د هند غوره لیګ له تر ټولو زړهراکښونکو پړاوونو څخه یوې ته پر زړهپورې پای ورکړي.
لوبی
ایران د ۲۰۲۶ فیفا نړیوال جام روزنیز کمپ له امریکا څخه مکسیکو ته بدل کړ
د ایران فوټبال فډراسیون رییس مهدي تاج ویلي؛ د ایران فوټبال ملي لوبډلې روزنیز کمپ به د اریزونا ایالت د ټوسان ښار پر ځای د امریکا پولې ته څېرمه د مکسیکو په ټیخوانا ښار کې د سانډیاګو سویل ته جوړ شي.
د ایران فوټبال فډراسیون رییس څرګنده کړې، چې هېواد یې د فیفا له تائید وروسته د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام لپاره د ملي لوبډلې د روزنیز کمپ ځای له امریکا څخه مکسیکو ته بدل کړی دی.
د ایران فوټبال فډراسیون رییس مهدي تاج ویلي؛ د ایران فوټبال ملي لوبډلې روزنیز کمپ به د اریزونا ایالت د ټوسان ښار پر ځای د امریکا پولې ته څېرمه د مکسیکو په ټیخوانا ښار کې د سانډیاګو سویل ته جوړ شي.
دغه پرېکړه د امنیتي اندېښنو او په منځني ختیځ کې د روانو ترینګلتیاوو له کبله رامنځته شوې ده.
د ۲۰۲۶ فوټبال نړیوال جام به د جون له یوولسمې څخه د جولای تر نولسمې پورې د امریکا، کاناډا او مکسیکو پر ګډ کوربتوب ترسره شي.
د ایران لوبډله د دې سیالیو د جي ګروپ برخه ده او ټاکل شوې د جون پر پېنځلسمه له نیوزیلینډ، د جون پر یوویشتمه له بلجیم سره د کالیفورنیا ایالت په اینګلووډ ښار کې لوبه وکړي. دغه لوبډله به وروسته د جون پر شپږویشتمه د سیاتل په ښار کې له مصر سره مخامخ شي.
د ایران د فوټبال فډراسیون ویلي، چې سویلي کالیفورنیا ته د ټیخوانا نږدیوالی به د لوبغاړو او تخنیکي کارکوونکو تګراتګ آسانه کړي.
دغه اراز په دې ښار کې د روزنې عصري آسانتیاوې، ورزشي سالونونه، ځانګړي غذایي خدمتونه او نور اړین امکانات برابر شوي دي.
ایراني چارواکو ویلي، چې ملي لوبډله به امریکا ته د مکسیکو له لارې ننوځي؛ هغه اقدام، چې ښايي د ویزې او سفر اړوند احتمالي ستونزې راکمې کړي.
مهدي تاج زیاته کړې، چې د لوبډلې د لېږد لپاره د ایرانایر الوتنو د کارولو احتمال هم شته.
د ایران فوټبال ملي لوبډله په خپل تاریخ کې اووم ځل او په پرلهپسې ډول څلورم ځل نړیوال جام ته لار مومي؛ خو تر اوسه نهده توانېدلې د دغو سیالیو له ګروپي پړاو څخه ووځي.
له څو میاشتو راپدېخوا په ۲۰۲۶ نړیوال جام سیالیو کې د ایران ګډون له سیاسي بحثونو سره مل و.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له دې وړاندې د ایران د ګډون په اړه بېلابېلې څرګندونې کړې وې؛ خو د فیفا مشر جاني اینفانټینو څو ځله ټینګار کړی، چې ایران به په نړیوال جام کې ګډون وکړي او خپلې لوبې به په امریکا کې ترسره کړي.
-
لوبی2 days agoافغانستان د «الماس جوبیلي» په پرانیستونکې سیالۍ کې له مالډیف سره مخامخ کېږي
-
لوبی2 days agoد هند غوره لیګ پایلوبه؛ بنګلور او ګجرات په احمدآباد کې لوبېږي
-
سوداگري2 days agoد ایران او افغانستان اقتصاد ګډې پانګونې ته اړتیا لري- د خراسان رضوي والي
-
تازه خبرونه2 days agoد کندوز روغتون له بمبارډ وروسته پر روغتیايي مرکزونو بریدونه زیات شوي – لارا لیزر
-
نړۍ1 day agoد احمد الشرع او ټرمپ ټیلیفوني خبرې؛ دمشق د امریکا د بندیزونو د پوره لرې کېدا غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه3 days agoمتحده عربي اماراتو د لغمان د مرګونې ټرافیکي پېښې له قربانیانو سره خواخوږي څرګنده کړه
-
تازه خبرونه23 hours agoپه افغانستان کې د تنباکو کارېدنه مخ پر زیاتېدو ده؛ د روغتیا نړیوال بنسټ پر ګډو اقداماتو ټینګار وکړ
-
تازه خبرونه3 days agoلغمان کې د کډوالو موټر چپه شو؛ ۴۷ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
