تازه خبرونه

آلمان پر بېلابېلو جرمونو محکوم ۲۵ افغانان کابل ته راولېږل

د راپورونو له مخې؛ شاوخوا ۲۵ افغان نرینه په یوه چارتر الوتنه کې د لایپزیګ ښار څخه کابل ته لېږدول شوي دي. دغه الوتنه، چې د ایربس A320 الوتکې له لارې ترسره شوې؛ تر ترابزون ښار پورې له تم کېدا وروسته کابل ته رسېدلې ده.

Published

on

آلماني رسنیو راپور ورکړی: د دغه هېواد حکومت یو شمېر افغانان، چې په بېلابېلو جرمونو محکوم شوي وه؛ افغانستان ته شړلي دي.

د راپورونو له مخې؛ شاوخوا ۲۵ افغان نرینه په یوه چارتر الوتنه کې د لایپزیګ ښار څخه کابل ته لېږدول شوي دي. دغه الوتنه، چې د ایربس A320 الوتکې له لارې ترسره شوې؛ تر ترابزون ښار پورې له تم کېدا وروسته کابل ته رسېدلې ده.

د شپیګل مجلې د څرګندونو له مخې: دغه کسان د آلمان له بېلابېلو ایالتونو څخه، چې زیاتره یې په زندانونو کې ول؛ هوايي ډګر ته انتقال شوي وه. ویل کېږي، چې د دوی جرمونه غلا، د نشه‌یي توکو قاچاق، تښتونه، قتل، ډله‌ییز جنسي تېری او نور درانده جرمونه دي.

د آلمان کورنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې دا اقدام د افغانستان له واکمنو چارواکو سره د یوه دوه اړخیز تړون په چوکاټ کې ترسره شوی دی؛ داسې تړون، چې محکوم کسان پرته له منځګړو هېوادونو مستقیم افغانستان ته ولېږدول شي.

د آلمان حکومت د افغانستان اوسنی حکومت پر رسمیت نه‌پېژني؛ خو د دواړو خواوو ترمنځ محدودې قونسلۍ اړیکې موجودې دي.

دغه راز د بشري حقونو ملاتړو بنسټونو پر دې اقدام نیوکه کړې او خبرداری یې ورکړی، چې په افغانستان کې د امنیتي وضعیت او د بشري حقونو محدودیتونه، د خلکو جبري ستنول له جدي ستونزو سره مخ کوي.

ویل کېږي، چې دا په وروستیو میاشتو کې دوه‌یمه داسې شړنه ده او امکان لري، چې دغه لړۍ په راتلونکي کې هم دوام وکړي.

Trending

Exit mobile version