تازه خبرونه

آمو سیند د افغانستان ۲۵ کیلومتره خاوره لاندې کړې

Published

on

Last Updated on: مرغومی ۱۹, ۱۴۰۱

د اسلامي امارت یوه پلاوي د آمو سیند د ویجاړیو له څېړلو وروسته یوې خبري غونډې ته څرګنده کړې، چې دغه سیند  د افغانستان ۲۵ کیلومتره خاوره لاندې کړې او د سرحدي سیمو اوسیدونکیو ته یې مالي زیانونه اړولي دي.

د آمو سیند له کلونو راپدیخوا د افغانستان خاوره وړي او ډېرې یې ځمکې پر سیند ور ګډې کړې دي. اسلامي امارت په دې وروستیو کې د هېواد شمال ته د ګڼو وزارتونو د استازیو په ګډون یو پلاوی لېږلی، چې موضوع وڅېړي او خپل وړاندیزونه د کابینې غونډې ته وړاندې کړي.

اوس دغه پلاوی وايي؛ د دوی څېړنې ښيي، چې آمو سیند د افغانستان ۲۵ کیلومتره خاوره لاندې کړې او که د سیند غاړې پخې نشي د نورو ویجاړيو وېره هم شته.

د کرنې او مالدارۍ وزیر عطاء الله عمري وایي: په ځینو ځایونو کې ۱۵ کیلومتره او ان ۲۵ کیلومتره افغان خاوره هغه لوري ته تللې ده.

د انرژۍ او اوبو وزارت مرستیال مجیب الرحمن ټینګار کړی، چې د اسلامي امارت د کابینې له خوا دوه میلیارد افغانۍ د زیان د سملاسي مخنیوي له پاره ځانګړې شوي دي.

دغه راز  د قومونو او قبایلو چارو وزارت مرستیال محمد اسماعیل ویلي؛ زیانمن شویو خلکو ته به د ژوند د ښه کولو زمینه برابره شي او صفري ټکي به وټاکل شي.

هر کال د دې سیند پر غاړیو د پرتو ولسوالیو اوسیدونکیو ته د اوبو له کبله ډېر زیانونه اوړي.

د سیمې خلکو په ډاګه کړې، چې په تېرو شل کلونو کې یې پخوانیو حکومتونو غږ وانورید او له همدې کبله یې ډېر مالي زیانونو ولیدل.

Trending

Exit mobile version