تازه خبرونه

اروپايي هېوادونه له اسلامي امارت سره رسمي تعامل ته لېوالتیا لري

مجاهد وایي؛ د امریکایي وسلو او بګرام اډې په اړه د ډونالډ ټرمپ څرګندونې د احساساتو او غلط معلوماتو پر بنسټ وې.

Published

on

Last Updated on: کب ۱۳, ۱۴۰۳

د اسلامي امارت ویاند وايي، چې اروپايي هېوادونه له اسلامي امارت سره رسمي تعامل ته لېوالتیا لري؛ خو دا هېوادونه له امریکا سره تړونونه لري، چې له افغانستان سره د رسمي تعامل مخه یې نیولې ده.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد له ملي ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي؛ پر افغانستان د بېلابېلو بندیزونو سره – سره اسلامي امارت توانیدلی، چې له ګاونډ هېوادونو، سیمې او نړۍ سره خپلې اړیکې پراخې کړي او اوس له نړۍ سره د اړیکو د ټینګولو لپاره هیڅ مخکیني شرطونه نشته.

مجاهد وایي؛ د امریکایي وسلو او بګرام اډې په اړه د ډونالډ ټرمپ څرګندونې د احساساتو او غلط معلوماتو پر بنسټ وې.

نوموړي زیاته کړې، چې د بګرام اډه له اسلامي امارت سره ده او هیڅ چینايي وسلوال کس په افغانستان کې شتون نلري.

د اسلامي امارت ویاند وایي: هغه پوځي الوتکې او چورلکې، چې پخوا ازبکستان ته لېږدول شوې وې؛ له ازبک لوري سره په خبرو اترو کې یې څو ځله د دې الوتکو د بېرته ستنولو غوښتنه کړې، چې دا چورلکې د افغانستان ملکیت دی او دې هېواد ته باید ورکړ شي.

مجاهد څرګندوي، چې اسلامي امارت د هېواد د اوبو مدیریت ته ژمن دی او د قوشتیپې کانال جوړول به نورو هېواد ته زیان ونه رسوي؛ ځکه، چې د دې کانال له جوړولو سره به افغانستان یوازې خپله برخه اوبه ترلاسه کړي.

Trending

Exit mobile version