تازه خبرونه

اروپايي ټولنې د هرات زلزله ځپلیو ته ۹۲ ټنه مرستندویه توکي راولېږل

Published

on

اروپايي ټولنې څرګنده کړې، چې د دوشنبې پر ورځ له زلزلې ځپلو سره د مرستې لپاره یوه الوتکه، چې ۹۲ ټنه اړین توکي په کې بار ول؛ هرات ته راورسېده.

دې ټولنې په یوه اعلامیه کې زیاته کړې، چې دوی په دوبۍ کې له خپلې زیرمې څخه ۵۷ ټنه بېلابېل توکي، چې کمبلې او د ژمنیو خیمو کیتونو لري؛ مرسته کړې ده.

همدارنګه د روغتیا نړیوالې ټولنې لپاره ۲۰ ټنه درمل او د خواړو نړیوال پروګرام ته ۱۵ ټنه خوراکي توکي ورکړ شول.

دوه‌یمه او درېیمه الوتنه به هرات او کابل ته تر سره شي.

اروپايي ټولنې له دې مخکې د هرات له زلزله ځپلیو سره د مرستې لپاره ۲ اعشاریه ۵ میلیون یورو ځانګړې کړې وې.

د هرات له زلزله ځپلیو سره د اروپايي ټولنې د مرستو ټولیز ارزښت ۴ اعشاریه ۵ میلیون یورو ته رسېږي.

Trending

Exit mobile version