تازه خبرونه

اروپايي ټولنې له افغانانو څخه پر ملاتړ ټینګار څرګند کړ

Published

on

د اروپايي ټولنې مشرې ارزولا فون در لاین پرون (جمعه د لیندۍ ۵) ویلي، چې دا ټولنه باید په افغانستان کې د اقتصادي او ټولنیز سقوط د مخنیوي لپاره له افغانانو ملاتړ وکړي.

نوموړې د آسیا – اروپا د دیارلسمې سرمشریزه پرمهال په آنلاین وینا کې ویلي؛ اروپايي ټولنه د افغانستان اسلامي امارت پر رسمیت نه پېژني، خو د افغانستان د اقتصادي او ټولنیز سقوط د مخنیوي لپاره کار کوي.

تېره میاشت اروپايي ټولنې د افغانستان له خلکو او ګاونډ هېوادونو سره د یو میلیارد یورو بشري مرستې اعلان کړی و.

د یادونې ده، چې د آسيا او آروپا په سرمشريزه غونډه کې د کمبوديا صدراعظم ويلي، چې د آسيايي او آروپايي هېوادونو ترمنځ همکاري بايد پياوړې شي.

Trending

Exit mobile version