تازه خبرونه

اروپا دې تر ۲۰۲۷ پورې د ناتو دفاعي مسوولیت پر غاړه واخلي – امریکا

د امریکا دفاع وزارت له اروپايي ډیپلوماټانو څخه، چې په واشنګټن کې مېشت دي وغوښتل؛ اروپا دې تر ۲۰۲۷ پورې د ناتو د متعارفو دفاعي وړتیاوو مسوولیت ومني.

Published

on

امریکا له اروپا وغوښتل، چې تر ۲۰۲۷ کال پورې دې د استخباراتو، راکټي وړتیاوو او نورو برخو په ګډون د ناتو د متعارفو دفاعي ظرفیتونو لویه برخه پر غاړه واخلي.

د امریکا دفاع وزارت له اروپايي ډیپلوماټانو څخه، چې په واشنګټن کې مېشت دي وغوښتل؛ اروپا دې تر ۲۰۲۷ پورې د ناتو د متعارفو دفاعي وړتیاوو مسوولیت ومني.

د پنتاګون چارواکو دغه پیغام په روانه اوونۍ کې د ناتو د تګلارې اړوند کارکوونکو او څو اروپايي پلاویو ترمنځ د ناستې پر مهال وړاندې کړ. له دې خبرو سره بلدو پېنځه بېلابېلو سرچینو د یو امریکایي چارواکی په ګډون دا موضوع څرګنده کړې ده.

د «انتخاب» راپور له مخې؛ د دغې بڼې دندې لېږد به په بنسټیز ډول د امریکا د همکاریو طریقه له خپلو مهمو پوځي متحدانو سره چې له دوه‌یمې نړیوالې جګړې وروسته د ناتو له بنسټ‌ګرو غړو څخه یو دی؛ بدله کړي.

د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ پنتاګون د غونډې پر مهال ویلي، چې واشنګټن اوس هم له هغه پرمختګ څخه، چې اروپا په ۲۰۲۲ کې د روسیې له پراخ یرغل وروسته په خپلو دفاعي وړتیاوو کې کړي دي؛راضي ندی دی.

امریکایي چارواکو خپلو اروپایي همکارانو ته ویلي که اروپا تر ټاکلي وخت پورې هدف ته ونه رسېږي، کېدی شي امریکا په ځینو دفاعي همغږي کوونکو جوړښتونو کې خپله ونډه راکمه یا ان بنده کړي. سرچینو، چې نه یې غوښتل نومونه یې یاد شي، دا خبره وړاندې کړې ده.

یو امریکایي چارواکي ویلي چې په کانګرس کې هم ځینې مسوولین د دې پنتاګوني پیغام څخه خبر او پرې اندېښمن دي.

متعارفې دفاعي وړتیاوې غیرهسته‌یي امکانات دي، چې له پوځیانو نیولې تر وسلو پورې رسيږي. امریکایي چارواکو دا نده روښانه کړې، چې دوی به څنګه د اروپا د پرمختګ کچه په دې برخه کې وارزوي.

همدارنګه معلومه نده، چې تر ټاکلې نېټې دا ګواښ د ټرمپ د حکومت رسمي دریځ دی که یوازې د پنتاګون د ځینو چارواکو نظر. په واشنګټن کې د امریکا د پوځي رول په اړه د پام وړ اختلافات شته.

یوشمېر اروپایي چارواکو ویلي، چې دغه ضرب‌الاجل په هر صورت غیر واقعي دی. که څه هم د امریکا دقیق معیارونه هم څرګند نه‌وي؛ ځکه اروپا د لنډ مهال لپاره د امریکا ځای‌ناستۍ وړتیاوې یوازې د پیسو او سیاسي ارادې له لارې نشي بشپړولی.

له لویو ستونزو څخه یې یوه د وسلو د تولید شاته پاتې والی دی؛ هغه تجهیزات، چې اروپايي هېوادونه یې غواړي واخلي. په داسې حال کې، چې امریکا اروپا د امریکایي تجهیزاتو پېرودلو ته هڅوي؛ خو د امریکا ځینې مهم دفاعي سیسټمونه او وسلې که همدا اوس واخیستل شي، سپارل یې کلونه وخت نیسي.

امریکا داسې وړتیاوې هم لري، چې یوازې په اخیستو نشي بدلېدلی، لکه ځانګړي استخباراتي، څارنیز او د کتنې وړ ظرفیتونه، چې د اوکراین د جګړه‌ییزې هڅو لپاره ډېر مهم دي.

د ناتو یوه چارواکي د پوښتنو په ځواب کې ویلي، چې اروپايي هېوادونو د ۲۰۲۷ کال د غوښتنې په اړه څه ندي ویلي.

هغه زیاته کړې: «ملاتړ کوونکي هېوادونه د دفاعي پانګونې د زیاتولو او د متعارف دفاع بار له امریکا څخه اروپا ته د لېږد اړتیاوې مني.»

پنتاګون او سپینې ماڼۍ د رویټرز پوښتنو ته ځواب ندی ورکړی.

اروپايي هېوادونو په اصل کې د ډونالډ ټرمپ هغه غوښتنه منلې، چې وايي باید د امنیتي دفاع لویه برخه پخپله غاړه واخلي او په دفاعي بودجه کې یې د زیاتېدا ژمنه کړې ده.

اروپايي ټولنې اعلان کړی؛ تر ۲۰۳۰ پورې غواړي اروپا دې ته چمتو کړي، چې خپل امنیت پخپله خوندي کړي او وايي؛ باید د هوايي دفاعي سیسټمونو، بې‌پیلوټه الوتکو، سایبري جګړې، مهماتو او نورو په اړوند برخو کې شته تشې ډکې شي.

چارواکي او شنونکي وايي، چې آن دا ضرب‌الاجل هم ډېر هیلمن دی.

د ټرمپ حکومت تل دا ټینګار کړی، چې اروپايي متحدان باید په ناټو کې خپله ونډه زیاته کړي؛ خو تل معلومه نه‌وي، چې ولسمشر د ناتو په اړه څه فکر لري.

ټرمپ د ۲۰۲۴ انتخاباتي کمپاین پر مهال څو ځلې اروپايي متحدان غندلي او حتا ویلي یې دي، چې هغه خپله «عادلانه برخه» نه ورکوي او دا تمه هم باید ولري، چې روسیه پرې برید ته وهڅوي.

په جون کې د ناتو د مشرانو د کلنۍ غونډې پر مهال هغه له اروپايي مشرانو مننه وکړه، چې د امریکا د وړاندیز له مخې یې د دفاعي لګښتونو لپاره د ناخالص کورني تولید ۵ سلنې ته له لوړولو سره هوکړه کړې ده دي.

اروپايي چارواکو دا اندېښنه هم څرنده کړې، چې دوی د روسیې لاو اوکراین د خبرو له بهیر څخه تر ډېره لرې ساتل شوي دي.

د ناتو بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د امریکا بهرنیو چارو وزارت مرستیال کریستوفر لانډاو ویلي: «پوره روښانه ده، چې د ناتو متحدان باید د اروپا د دفاع مسوولیت پر غاړه واخلي».

هغه په ایکس پاڼه کې لیکلي: «د امریکا پرله‌پسې حکومتونو د خپل ټول ژوند په اوږدو کې دا خبره په یوه شکل یا بل شکل کړې ده… خو زمونږ حکومت یې پر رښتینې معنا ټینګار کوي.»

Trending

Exit mobile version