تازه خبرونه

ازبکستان او ناروې د افغانستان د ستونزو پر حل ټینګار وکړ

د ازبکستان بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ دواړو خواوو د افغانستان د ستونزو د حل په بهیر کې د منظمو خبرو اترو د دوام پر اړتیا ټینګار وکړ.

Published

on

د افغانستان لپاره د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت الله ارګاشوف د ناروې له نوي ټاکل شوې سفیرې هلنه سنډ انډرسن سره وکتل او د افغانستان په اړه یې د دوه اړخیزو همکاریو د وضعیت په اړه خبرې وکړې.

د ازبکستان بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ دواړو خواوو د افغانستان د ستونزو د حل په بهیر کې د منظمو خبرو اترو د دوام پر اړتیا ټینګار وکړ.

د غونډې په لړ کې د ناروې سفیرې د افغانستان په اړه د ازبکستان د منسجم سیمه‌ییز دریځ جوړونې له هڅو ستاینه وکړه.

دغه راز په دې ناسته کې د افغانستان د ملي اقتصاد د بیارغونې او د سیمه‌ییزې نښلېدا په پروژو کې د دې هېواد د یوځای کېدا پر امکاناتو نظرونه تبادله شول.

دواړو خواوو په افغانستان کې د ثبات او پرمختګ د ملاتړ لپاره د همکاریو او سیمه‌ییزو تعاملاتو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.

Trending

Exit mobile version