تازه خبرونه
د افغانستان او پاکستان شخړو ډېری ښځې او نجونې زیانمنې کړې دي – ملګري ملتونه
د راپور له مخې؛ د افغانستان په بېلابېلو برخو کې پر توپچي، هوايي او ډرون بریدونو له ۴۷زره څخه زیاتې ښځې او نجونې او شاوخوا ۴۲زره نرینه او هلکان زیانمن شوي دي.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په یوه نوي راپور کې راغلي، چې د فبرورۍ له وروستیو راپدېخوا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شخړو له کبله لږ تر لږه ۹۰زره کسان زیانمن شوي، چې له ۵۲ سلنې څخه زیاتې یې ښځې او نجونې دي.
د راپور له مخې؛ د افغانستان په بېلابېلو برخو کې پر توپچي، هوايي او ډرون بریدونو له ۴۷زره څخه زیاتې ښځې او نجونې او شاوخوا ۴۲زره نرینه او هلکان زیانمن شوي دي.
د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې په خپل راپور کې ویلي، چې نښتو د افغانستان ۱۰ ولایتونه د کابل، کندهار، خوست، کنړ، لغمان، ننګرهار، نورستان، پروان، پکتیا او پکتیکا په ګډون زیانمن کړي دي.
دې بنسټ زیاته کړې؛ په دې پېښو کې شاوخوا ۱۱زره ۳۶۸ کورنۍ زیانمنې شوي، چې ۹۳۵ یې د ښځو لهخوا رهبري کیږي او په بحراني حالاتو کې د ښځو لوی زیانمنونکي حالت پر ګوته کوي.
راپور ښیي، چې په ځینو جنوب ختیځو سیمو کې ښځینه مرستندویه کارکوونکې د ارزونې په لړ کې نهوې یا یې ګډون له روغتیایي او تعلیمي سکټورونو سره تړلی و.
همدارنګه د سرچینو نشتوالی، لوژسټیکي محدودیتونه او د مناسب ټرانسپورټ نشتوالی په زیانمنو سیمو کې د دوی د شتون محدودولو لوی عوامل بلل شوي دي.
دې بنسټ ټینګار کړی؛ د ښځو لاسرسی اړینو خدماتو او د مرستې په بهیر کې د ګډون لپاره باید پیاوړی شي، چې د زیانمنو خلکو اړتیاوې غوره ترسره شي.
تازه خبرونه
امریکا ۱۲ افغانان د مرکزي افریقا جمهوریت ته ولېږل
د دغه افغان مدافع وکیلې آلما ډیوېډ ویلي، چې د هغې موکل د شل کلونو په لومړیو کې دی او په امریکا کې یوې محکمې له دې مخکې افغانستان ته د هغه د شړلو مخه نیولې وه.
تازه خبرونه
د افغانستان او انډونیزیا چارواکو د دیني او فرهنګي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې
په انډونیزیا کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې دواړو لوریو د دوهاړخیزو اړیکو د پراختیا، دیني او فرهنګي همکاریو، د دواړو هېوادونو د علماوو ترمنځ د تجربو د تبادلې او د ګډو پروګرامونو او ناستو د جوړولو په اړه خبرې وکړې.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د سیاسي چارو لومړي رییس شعیب بریالي د انډونیزیا د دیني چارو له وزیر او د استقلال جومات له امام، نصیرالدین عمر سره لیدنه کړې ده.
په انډونیزیا کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې دواړو لوریو د دوهاړخیزو اړیکو د پراختیا، دیني او فرهنګي همکاریو، د دواړو هېوادونو د علماوو ترمنځ د تجربو د تبادلې او د ګډو پروګرامونو او ناستو د جوړولو په اړه خبرې وکړې.
دواړو لوریو همدارنګه د افغانستان او انډونیزیا د دیني بنسټونو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا او د ګډو اړیکو او همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.
په دې لیدنه کې په جاکارتا کې د افغانستان د سفارت سرپرست، سعدالله بلوچ، هم حضور درلود.
تازه خبرونه
د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په اړه د دولتونو پر کچه خبرو ته چمتو یوو
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي ویلي، چې د خبرو هر ډول میکانیزم دې« یوازې ډاډ او ژمنې نهوي، بلکې له عملي او څرګندو اقداماتو سره دې هم باید مل وي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي؛ د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د وزیر سراجالدین حقاني لهخوا د خبرو اترو د یوه میکانیزم له رامنځته کولو وروسته، اسلامآباد چمتو دی، چې له افغانستان سره د ترهګرۍ د ستونزې د اوارولو په اړه د دولتونو پر کچه خبرې وکړي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي ویلي، چې د خبرو هر ډول میکانیزم دې« یوازې ډاډ او ژمنې نهوي، بلکې له عملي او څرګندو اقداماتو سره دې هم باید مل وي.
هغه زیاته کړې؛ اسلامي امارت باید ډاډ ورکړي، چې د افغانستان له خاورې څخه به د پاکستان پر وړاندې د ترهګریزو فعالیتونو لپاره کار نهاخیستل کېږي.
د پاکستان دغه څرګندونې په داسې حال کې راپورته کېږي، چې د امنیتي او ترهګرۍ ضد موضوعاتو په اړه د دواړو ګاونډ هېوادونو ترمنځ د خبرو او همکاریو غوښتنې بیا زیاتې شوې دي.
افغانستان په وار وار ویلي؛ د افغانستان له خاورې به د هیڅ هېواد پر وړاندې کار نه اخیستل کېږي او هیڅ ډلې ته به اجازه ورنه کړ شي، چې د افغانستان له خاورې د کوم هېواد، په ځانګړي ډول د ګاونډ هېوادونو پر وړاندې کار واخلي.
-
تازه خبرونه5 days agoپه نړیواله ټولنه کې د افغانستان له بیا یوځای کېدا ملاتړ کوو- انډونیزیا
-
نړۍ4 days agoامریکا په ټوله نړۍ کې د ویزې مرکه وځنډوله
-
تازه خبرونه4 days agoد پاکستان په چترال کې د اسلامي امارت مخالفان پناهځایونه لري – د بدخشان چارواکي
-
International Sports4 days agoټوټنهام او چارلټن؛ آریانا ټلویزیون افغان مینهوالو ته د ایافال جام لوبه خپروي
-
تازه خبرونه3 days agoد کابل هوایي ډګر«ابي» دروازې د چاودنې په اړه نوي محرم اسناد وموندل شول– امریکا
-
تازه خبرونه3 days agoله بګرام څخه د امریکا د شپې وتلو افغانستان د سقوط پر وړاندې زیانمن کړ- ترمپ
-
تازه خبرونه5 days agoپه افغانستان کې د ۴جي کاروونکو شمېر له ۱۰ میلیون واوښت
-
تازه خبرونه3 days agoد ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په اړه د دولتونو پر کچه خبرو ته چمتو یوو
