تازه خبرونه
چین افغانستان ته نږدې د سرحدي امنیت لپاره نوی اداري واحد رامنځته کړ
د راپورونو له مخې: نوی جوړ شوی اداري واحد د قراقرم غرونو لړۍ ته نږدې او د واخان دهلیز په اوږدو کې پروت دی؛ یوه نرۍ لار ده، چې چین له افغانستان سره نښلوي او تل حساس امنیتي ټکي پېژندل شوی دی.
چین په سینکیانګ ایالت کې «سنلینګ» نومی نوې اداري واحد رامنځته کړی، چې د افغانستان او د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر سرحدونو ته نږدې یوه سټراټیژیکه اړینه سیمه ده.
د راپورونو له مخې: نوی جوړ شوی اداري واحد د قراقرم غرونو لړۍ ته نږدې او د واخان دهلیز په اوږدو کې پروت دی؛ یوه نرۍ لار ده، چې چین له افغانستان سره نښلوي او تل حساس امنیتي ټکي پېژندل شوی دی.
چینایي چارواکو ویلي، چې د دې اداري واحد له جوړولو موخه د پولې د څارلو پیاوړتیا ده او د چین خاورې ته د اویغور بېلتونغوښتونکو جنګیالیو د احتمالي نفوذ مخنیوی دی.
دا درېیم نوی اداري واحد دی، چې چین یې له تېر یوه کال راپدېخوا په سینکیانګ کې رامنځته کوي.
دا پرېکړه په داسې حال کې رامنځته کیږي، چې د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ ته له ورته ډلو څخه، چې بیجینګ یې د خپل ملي امنیت لپاره ګواښ بولي؛ اندېښنه لري.
د سینکیانګ سیمهییز حکومت د اعلان له مخې؛ دا اداري واحد د مارچ پر شپږویشتمه رامنځته شوی او د کاشغر تر ادارې لاندې به کار کوي، چې مرکزي او سویلي آسیا سره نښلوي.
کارپوهانو ويلي، چې دا هڅه د بیجینګ د سرحدي امنیت او په دې سیمو کې د حکومتدارۍ د جوړښتونو پر پیاوړتیا د زیاتېدونکی تمرکز ښکارندویي کوي. په ځانګړي توګه په هغو سیمو کې، چې د قومي ننګونو او د پولې هاخوا ګواښونو سره مخ دي.
تازه خبرونه
اسلامي امارت د قطر د پخواني امیر پر مړینه خواخوږي څرګنده کړه
په پیغام کې راغلي، چې اسلامي امارت د الله تعالی له درباره د ارواښاد لپاره د فردوس جنت او د هغه کورنۍ، خپلوانو او دوستانو ته د جمیل صبر، ستر اجر او زغم غوښتنه کوي.
تازه خبرونه
هند افغان ځوانانو ته زر آنلاین تحصیلي بورسونه ځانګړي کړي
د دغو بورسونو پروګرام د e-VidyaBharati (e-VB) پروژې په چوکاټ کې د i-Learn پورتل له لارې وړاندې کېږي. ګډونوال کولی شي، چې په مدیریت، سوداګرۍ، کمپیوټر ساینس، هنرونو او نورو څانګو کې د هند په معتبرو پوهنتونونو کې آنلاین زدهکړې وکړي.
د هند حکومت د هند د کلتوري اړیکو شورا(آیسيسيآر) د ۲۰۲۶ ـ ۲۰۲۷ ښوونیز کال لپاره افغان ځوانانو ته زر آنلاین تحصیلي بورسونه ځانګړي کړي دي.
د دغو بورسونو پروګرام د e-VidyaBharati (e-VB) پروژې په چوکاټ کې د i-Learn پورتل له لارې وړاندې کېږي. ګډونوال کولی شي، چې په مدیریت، سوداګرۍ، کمپیوټر ساینس، هنرونو او نورو څانګو کې د هند په معتبرو پوهنتونونو کې آنلاین زدهکړې وکړي.
د اعلان له مخې، غوښتونکي باید د افغانستان تابعیت ولري، عمر یې د ۱۸ او ۳۵ کلونو ترمنځ وي او خپل غوښتنلیکونه د ۱۴۰۵ل. کال د چنګاښ له څلیریشتمې څخه د وږي تر اوهیمې پورې د i-Learn پورتل له لارې ثبت کړي. د زدهکړو اسناد، تذکره یا معتبر پاسپورټ او انځور هم د نوملیکنې له شرطونو څخه دي.
د پروګرام د تنظیموونکو د څرګندونو له مخې، دغه بورسونه د زدهکړو ټول لګښت، د نوملیکنې فیس، د آزموینو لګښت او د فراغت سند لګښت په بشپړه توګه پر غاړه اخلي. محصلین به په آنلاین ډول درسي سرچینو، ښوونیزو ویډیوګانو او آزموینو ته هم لاسرسی ولري.
د دې پروګرام د تدریس ژبه انګلیسي ده او د غوښتونکو وروستی غوراوی به د اسنادو له ارزونې او په کابل کې د هند سفارت له لوري د هویت له تائید وروسته ترسره شي.
تازه خبرونه
په افغانستان کې ۳.۷ میلیون ماشومان د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي – یونیسف
یونیسف ویلي، چې د لومړي ځل لپاره یې پدې کچه د افغانستان د ټولو ولایتونو ماشومان د خوارځواکۍ او د ماشومتوب پر مهال د خوړو او تغذیې د ناامنۍ د واقعي تجربو له مخې ارزولي دي. په دې ارزونه کې د خوړو د ډولونو کمښت، د خوړو د وختونو پرېښودل، د ماشومانو لږ خواړه خوړل او وږي پاتې کېدل شامل دي.
د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو صندوق(یونیسف) په خپل تازه راپور کې خبرداری ورکړی، چې د خوړو او تغذیې ناامني په افغانستان کې له پېنځه کلونو کم عمره ۳.۷ میلیون ماشومان د خوارځواکۍ له لوړ ګواښ سره مخ کړي دي.
یونیسف ویلي، چې د لومړي ځل لپاره یې پدې کچه د افغانستان د ټولو ولایتونو ماشومان د خوارځواکۍ او د ماشومتوب پر مهال د خوړو او تغذیې د ناامنۍ د واقعي تجربو له مخې ارزولي دي. په دې ارزونه کې د خوړو د ډولونو کمښت، د خوړو د وختونو پرېښودل، د ماشومانو لږ خواړه خوړل او وږي پاتې کېدل شامل دي.
د « ډېر لږ، ډېر ناوخته؛ په افغانستان کې د کوچنیانو د خوړو بحران» تر سرلیک د یونیسف راپور په داسې حال کې خپور شوی، چې افغانستان د ماشومانو د سختې وچېدا د زیاتېدا پړاو ته داخل شوی دی. د تغذیې د برخې د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۵ کال پر پرتله د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د ۲۶ ولایتونو د خوارځواکۍ وضعیت خراب شوی دی.
یونیسف وايي، له جولای څخه تر سپټمبر پورې د خوارځواکۍ د زیاتېدا د اصلي موسم له پیل مخکې هم دغه وضعیت د یوه پراخېدونکي او له وخته مخکې رامنځته شوي بحران نښه ده. له دوه کلونو کم عمره ماشومان تر ټولو ډېر زیانمن دي، چې د سختې خوارځواکۍ ۸۳ سلنه او د منځنۍ کچې خوارځواکۍ ۷۷ سلنه پېښې جوړوي.
په افغانستان کې د یونیسف استازي تاجالدین اویواله ویلي، چې کوچنی ماشومان د خوارځواکۍ د اصلي موسم له پیل مخکې د تغذیې د بحران پر لوري روان دي او باید له سختې خوارځواکۍ مرحلې ته له رسېدا مخکې یې پر وړاندې هحې وشي.
یونیسف ټینګار کړی، چې د خوارځواکۍ د زیاتېدا لاملونه یوازې د تغذیې له خدمتونو سره تړاو نهلري، بلکې د ناروغیو خپرېدل، د واکسین د پوښښ ټیټه کچه، د اوبو، حفظالصحې او روغتیايي خدمتونو کمښت، او د بودجې او تجهیزاتو کموالی هم د دې بحران د زیاتېدا لاملونه دي.
دغه بنسټ ویلي: هغه ماشومان، چې کورنۍ یې د خوړو له سختې ناامنۍ سره مخ دي؛ د خوارځواکۍ د زیاتېدا په پړاوونو کې تر نورو ماشومانو شپږ برابره ډېر د سختې وچېدا له خطر سره مخ کېږي.
یونیسف د کوچنیانو د خوړو د ساتنې، د مخنیوي تغذیوي پروګرامونو د پراخولو، له ۶ څخه تر ۲۳ میاشتو ماشومانو ته د ځانګړې پاملرنې او د روغتیا، تغذیې، اوبو، حفظالصحې، زدهکړې او ټولنیز ملاتړ د خدمتونو د همغږۍ د پیاوړتیا لپاره د بېړنۍ پانګونې غوښتنه کړې ده.
دغه بنسټ خبرداری ورکړی، چې د خوارځواکۍ د زیاتېدا موسم ته له نږدې کېدو سره د هڅو فرصت کمېږي او د دې لپاره بېړنیو او انعطافمنونکو مالي مرستو ته اړتیا ده، چې د ماشومانو د خوړو ناامني پر مرګونې خوارځواکۍ بدله نهشي.
-
سوداگري4 days agoروسیې افغانانو ته په «شمال ـ سویل» نړیوال فورم کې د ګډون بلنه ورکړه
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان روغتیايي نظام او د واکسیناسیون بهیر دې نور هم پیاوړی شي
-
تازه خبرونه5 days agoد شپږ میلیون افغانانو راستنېدنه تر بشري مرستو پراخ ملاتړ غواړي – د کډوالو عالي کمیشنر
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoامریکا پر ایران تازه بریدونه کړي؛ ایران پر کویټ او بحرین توغندیز او بېپیلوټه بریدونه کړي
-
تازه خبرونه4 days agoزرګونو کسانو په کابل کې له شاپور ځدراڼ سره وروستۍ مخه ښه وکړه
-
نړۍ4 days agoروسیې د ناټو پر تازه پرېکړو سختې نیوکې وکړې
-
تازه خبرونه4 days agoد ملګرو ملتونو سرمنشي بنګلهدېشۍ ډیپلوماټه افغانستان ته خپله ځانګړې استازې ونوموله
-
تازه خبرونه12 hours agoهند افغان ځوانانو ته زر آنلاین تحصیلي بورسونه ځانګړي کړي
