سوداگري

ازبکستان او پاکستان د افغانستان له لارې د اوسپنې پټلۍ پر جوړولو خبرې وکړې

Published

on

د افغانستان په چارو کې د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت الله ارګاشيف په تاشکند کې د پاکستان له استازي احمد فاروق سره د کابل – پېښور – مزارشریف د اوسپنې پټلۍ پر جوړېدو خبرې کړې دي.

د ازبکستان بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې کتنه کې د افغانستان پر روان وضعیت او له افغانستان سره د همکاریو د پراخولو او د نړیوالې د هڅو په اړه هم د نظر تبادله وشوه.

د پاکستان سفیر په افغانستان کې د اوږدمهاله او باثباته سولې پر رامنځته کولو او د سیمه‌ییز ادغام پر بهیر د دغه هېواد پر ونډې د ازبکستان پر مهم رول ټینګار وکړ.

د ازبکستان – افغانستان – پاکستان د اوسپنې پټلۍ د جوړولو لپاره د سړک نقشه په ۲۰۱۹ ز. کال کې د درې واړو هېوادونو د هغه وخت د چارواکو ترمنځ په تاشکند کې لاسلیک شوې ده.

دغه راز په ترکيه کې د اوسپنې وییلي کولو يوه شرکت وړانديز کړى، چې چمتو دى د کانونو په بدل کې د افغانستان لپاره د اوسپنې پټلۍ توليد کړي.

په ترکیه کې د اوسپنې وییلي کولو شرکت مشر سرکان اتامیر دې هېواد ته د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د مشر د سفر پر مهال  په لیدنه کې ویل، چې د کاني توکو په بدل کې د اوسپنې پټلۍ د جوړولو طرحې په نورو هېوادونو کې مثبته پایله لرلې ده.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ عمومي رييس ملا بخت الرحمن شرافت د دې وړانديز په ځواب کې ويلي، چې پر دې طرحه به په کابل کې بحث وشي او که افغان حکومت ورسره هوکړه وکړي، پر وړاندې به يې عملي کار پیل کړو.

Trending

Exit mobile version