Connect with us

سوداگري

ازبکستان د افغان ‌ټرانس اوسپنې‌پټلۍ د امکان‌سنجۍ هوکړه‌لیک تصویب کړ

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایوف د یوه فرمان له لاسلیکولو سره د دې پروژې په لومړنیو ګډو چارو کې د خپل هېواد رسمي ګډون تأیید کړی دی.

خپور شوی

د

ازبکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د دې هېواد د افغان‌ټرانس اوسپنې‌پټلۍ د «نایب‌آباد–خرلاچي» برخې د امکان‌سنجۍ د مطالعاتو د چمتو کولو لپاره نړیوال هوکړه‌لیک تصویب کړی دی.

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایوف د یوه فرمان له لاسلیکولو سره د دې پروژې په لومړنیو ګډو چارو کې د خپل هېواد رسمي ګډون تأیید کړی دی.

دا هوکړه‌لیک د ازبکستان د ټرانسپورت وزارت، د افغانستان ټولګټو چارو وزارت او د پاکستان د اوسپنې‌پټلۍ وزارت ترمنځ د همکارۍ چوکاټ ټاکي او د یوې نوې اوسپنې‌پټلۍ د امکان‌سنجۍ پر مطالعاتو راڅرخیږي، چې د افغان‌ترانس اوسپنې‌پټلۍ د سترې پروژې برخه ګڼل کېږي.

د دغې سپارښتنې له مخې؛ د ازبکستان د ټرانسپورټ وزارت د هوکړه‌لیک د پلي کېدا مسوول بنسټ ټاکل شوی او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ته سپارښتنه شوې، چې د اړینو کورنیو پړاوونو د بشپړېدا په اړه افغان او پاکستاني لورو ته خبر ورکړي.

دا هوکړه د درې‌اړخیزې همکارۍ پر سند ولاړه ده، چې د ۲۰۲۵ ز.کال د جولای پر اووه‌لسمه د ازبکستان، افغانستان او پاکستان ترمنځ د «ترمذ– خرلاچي» ریلي دهلیز د مطالعې لپاره لاسلیک شوې وه. د دې اوسپنې‌پټلۍ وړاندیز شوې لار له ترمذ، نایب‌آباد، میدان‌ښار، لوګر او خرلاچي څخه تېرېږي او د افغانستان له لارې مرکزي آسیا له جنوبي آسیا سره نښلوي.

د دې پروژې د امکان‌سنجۍ مطالعات به د نړیوالو ټرانسپورټي دهلیزونو د سټراټیژیکې پراختیا د درې‌اړخیز دفتر له لوري، چې د ازبکستان د اوسپنې‌پټلۍ تر ادارې لاندې فعالیت کوي؛ ترسره شي.

دغه دفتر پر ۲۰۲۳ ز.کال په تاشکند کې جوړ شوی او په کابل او اسلام‌آباد کې هم استازولۍ لري.

د افغان‌ټرانس‌ اوسپنې‌پټلۍ پروژه لومړی ځل په ۲۰۱۸ ز.کال کې وړاندیز شوې ده.

وروستیو اټکلونو د دې پروژې لګښت له ۷ او ۸.۲ ملیارډ ډالرو ترمنځ ښودلی او د پلي کولو یو له غوراویو څخه یې د عامه- خصوصي ملګرتیا پر بنسټ د “جوړولو، چلولو او لېږد” ماډل یاد شوی دی.

سوداگري

د سیمې د انرژۍ بدلون؛ له روسیې افغانستان ته د سون توکو واردات زیات شوي

د سوداګرو له‌خوا د خپرو شویو معلوماتو له مخې؛ له جنوري څخه تر مارچ پورې وخت کې دغو هېوادونو ته د سون توکو رسولو ټول حجم ۳.۳۴۷ میلیون مټریک ټنو ته رسېدلی دی.

Published

on

د رویترز خبري آژانس راپور ورکړی، چې د منځنۍ آسیا هېوادونو او افغانستان د روان کال په لومړیو درې میاشتو کې له روسیې او بېلاروس څخه د اوسپنې‌پټلۍ له لارې د سون توکو واردات له ۵۰ سلنې زیات کړي؛ ځکه، چې له یوې‌خوا د سیمې کړکېچونو له روسیې څخه د انرژۍ د صادراتو لوري بدل کړی او له بلې‌خوا له منځني ختیځ څخه عرضه هم کمه شوې ده.

د سوداګرو له‌خوا د خپرو شویو معلوماتو له مخې؛ له جنوري څخه تر مارچ پورې وخت کې دغو هېوادونو ته د سون توکو رسولو ټول حجم ۳.۳۴۷ میلیون مټریک ټنو ته رسېدلی دی.

رویټرز ويلي؛ له هغې وروسته، چې اروپایي ټولنې د ۲۰۲۳ ز.کال په فبرورۍ کې د روسیې د سون توکو پر وارداتو بندیزونه ولګاوه؛ نو د مرکزي آسیا هېوادونه د روسیې د سون توکو د صادراتو اصلي بازار شو.

که څه هم روسیې د جولای تر پایه پورې د سون توکو صادرات محدود کړي؛ خو د مرکزي آسیا ځینې هېوادونه، چې له مسکو سره د بین‌الحکومتي تړونونو له مخې معافیت لري، خپل واردات روان ساتلي دي.

د یاد راپور له مخې؛ مغولستان د ۸۴۰ زره ټنو پر وارداتو په سیمه کې د روسیې د سون توکو تر ټولو لوی پېرودونکی هېواد دی. افغانستان هم سره له دې، چې د روسیې د سون توکو د صادراتو له بندیزونو څخه رسمي معافیت نه‌لري، د بېلاروس د صادراتو د دوام له کبله خپل واردات زیات کړي دي.

رویترز زیاته کړې، چې د افغانستان واردات له روسیې او بېلاروس څخه د روان کال په لومړیو درې میاشتو کې د ۲۰۲۵ ز.کال د همدومره وخت پر پرتله څلور چنده زیات شوي او ۵۳۰ زره ټنو ته رسېدلي ، چې ۲۳۱ زره ټنه تېل دي.

Continue Reading

سوداگري

د ازبکستان او افغانستان سوداګرۍ وده کړې؛ د راکړې ورکړې کچه ۲۹۸ میلیونه ډالرو ته رسېدلې

د دې راپور له مخې، چې ټرنډ خبري سرچینې د رسمي څرګندونو له مخې خپور کړی؛ د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ حجم د ۲۰۲۵ ز.کال د ورته مودې پر پرتله شاوخوا ۸.۲ سلنه زیات شوی، چې هغه وخت ۲۷۵.۹ میلیون ډالر ثبت شوي وه.

Published

on

د ازبکستان ملي احصائې کمیټې د نوي خپاره شوي راپور له مخې؛ د ۲۰۲۶ ز.کال په لومړیو دوه میاشتو کې د ازبکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ حجم ۲۹۸.۴ میلیون ډالرو ته رسېدلی دی.

د دې راپور له مخې، چې ټرنډ خبري سرچینې د رسمي څرګندونو له مخې خپور کړی؛ د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ حجم د ۲۰۲۵ ز.کال د ورته مودې پر پرتله شاوخوا ۸.۲ سلنه زیات شوی، چې هغه وخت ۲۷۵.۹ میلیون ډالر ثبت شوي وه.

اړوند احصائې ښیي؛ د دغې دوه اړخیزې سوداګرۍ حجم د ۲۰۲۴ ز.کال پر پرتله د پام وړ زیات شوی، چې له ۱۳۱.۲ میلیون ډالرو څخه دوه چنده زیات دی او په تېرو دوه کلونو کې ۱۲۷.۵ سلنه زیاتوالی لري.

افغانستان د ازبکستان د اړینو سوداګریزو ملګرو په ډله کې پاتې دی او د سوداګریز حجم له پلوه د ۲۰ غوره هېوادونو په ډله کې یې ځای نیولی دی.

اوس‌ د ازبکستان صادرات افغانستان ته ۲۸۹.۱ میلیون ډالر دي او د ټول دوه اړخیزې سوداګرۍ ۹۶.۹ سلنه جوړوي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د صادراتو پر بنسټ ولاړ ارزښت ښیي.

د دغه راپور له مخې؛ د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریز جوړښت کرنیز محصولات، د انرژۍ سرچینې، صنعتي او تولیدي توکي رانغاړي.

په ټولیزه توګه د ازبکستان د بهرنۍ سوداګرۍ حجم د ۲۰۲۶ ز.کال په لومړیو دوه میاشتو کې ۱۱.۶ میلیارډ ډالرو ته ورسېد او هېواد یې د نړۍ له ۱۶۰ څخه زیاتو هېوادونو سره فعالې سوداګریزې اړیکې لري.

اقتصادي کارپوهان دا بهیر د سیمه‌ییزې همکارۍ د پراختیا او د منځنۍ آسیا په سوداګرۍ کې د افغانستان د زیاتېدونکي رول نښه ګڼي.

Continue Reading

سوداگري

په کابل کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ ۳۸ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د ورکړ شویو معلوماتو پر بنسټ ۳۰۰ میلیون ډالر د پانګونې، ۱۵۰ میلیون ډالر د وارداتو او ۷۰ میلیون ډالر د صادراتو لپاره ځانګړي شوي دي.

Published

on

په کابل کې د افغانستان او ازبکستان د اندیجان د خصوصي سکټورونو ترمنځ د ۵۲۰ میلیون ډالرو پر ارزښت ۳۸ هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل.

د ورکړ شویو معلوماتو پر بنسټ ۳۰۰ میلیون ډالر د پانګونې، ۱۵۰ میلیون ډالر د وارداتو او ۷۰ میلیون ډالر د صادراتو لپاره ځانګړي شوي دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پراختیا ته پر نغوته(اشاره ) ویلي، چې تر دې دمه د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د یو میلیارډ ډالرو څخه زیات ارزښت لرونکي تړونونه لاسلیک شوي دي.

هغه زیاته کړې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي اړیکې د پلي کېدا نوي پړاو ته دننه شوي دي.

نورالدین عزیزي ویلي؛ افغانستان د ازبک محصولاتو لپاره یو لوی بازار دی او هم هغه هېواد ته د پام وړ صادراتي ظرفیتونه لري.

هغه ټینګار کړی، چې پانګونه باید د ګډې ملګرتیا پر بنسټ وشي او حکومت د کورنیو او بهرنیو پانګه‌ونو هرکلی کوي.

دغه راز د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې اعلان کړی، چې په تېرو شپږ میاشتو کې د کابل او تاشکند ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا د پام وړ وه او د دواړو خواوو ترمنځ د ۱.۴ میلیارډ ډالرو پر ارزښت د هوکړه‌لیکونه لاسلیک شوي، چې یو شمیر یې د پلي کولو پړاو ته دننه شوي دي.

د دې ادارې د څرګندونو له مخې؛ د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کلنی حجم شاوخوا ۱.۵ میلیارډ ډالرو ته رسېدلی دی.

د ازبکستان د اندیجان والي شهرت‌بیک عبدالرحمانوف د دوه اړخیزو اړیکو پر ښه‌والي د ټینګار ترڅنګ ویلي؛ ازبک سوداګر چمتو، چې خپلې تجربې افغان سوداګرو ته وړاندې کړي.

د ازبکستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس دوران وهابوف د چرګانو په روزنه، ټوکراوبدلو، خوراکي توکو، فرنیچر، چرمي بوټانو، برښنا مزو، درمل جوړونې او ساختماني برخو کې د ازبک پانګوالو شتون اعلان کړ او هیله من شو، چې د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ همکاري به نوره هم پراخه شي.

په دې غونډه کې سیمه‌ییزو افغان چارواکو له ازبک سوداګرو وغوښتل، چې په ننګرهار ولایت کې پانګونه وکړي او وایي، چې په دې ولایت کې د پانګونې لپاره وړ شرایط لرو.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!