Connect with us

سوداگري

د ترمذ سوداګریز مرکز د افغان – ازبک په اړیکو کې اړین رول لري – روسیه

د روسیې بهرنیو چارو وزارت مرستیال میخایل ګالوزین دا څرګندونې ترمذ نړیوال سوداګریز مرکز ته په سفر کې یوې خبري ناستې ته کړې دي.

خپور شوی

د

د روسیې بهرنیو چارو وزارت مرستیال د سیمه‌ییزې سوداګرۍ او اقتصادي همکارۍ د پیاوړتیا لپاره د ازبکستان له هڅو ستاینه کړې او له افغانستان سره پولې ته نږدې یې د نوي نړیوال سوداګریز مرکز پر سټراټیژیک ارزښت ټینګار څرګند کړ.

د روسیې بهرنیو چارو وزارت مرستیال میخایل ګالوزین دا څرګندونې ترمذ نړیوال سوداګریز مرکز ته په سفر کې یوې خبري ناستې ته کړې دي.

ګالوزین د سرخان‌دریا د اړوند سیمې پرمختګ وستایه او هغه یې د پام وړ اقتصادي ظرفیت لرونکې «ځانګړې سیمه» وبلله.

هغه زیاته کړې؛ د ترمذ نړیوال سوداګریز مرکز، چې په یوه آزاد سوداګریز زون کې موقعیت لري؛ په ځانګړي توګه د ازبکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا پر لوري یو ښه ګام دی.

هغه زیاته کړې دا مرکز به د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو په پراختیا او د یوریشیا د پراخو سټراټیژیکو ملګرتیاوو په وده کې هم بنسټیز رول ولوبوي.

دا سوداګریز مرکز د ازبکستان د ولسمشر شوکت میرضیایوف پر فرمان رامنځته شوی، چې د ازبکستان او افغان سوداګرو لپاره د توکو او پانګونې د نندارې لپاره سوداګریزې آسانتیاوې برابروي.

ګالوزین په دې پروژه کې د ګډون لپاره د روسیې د مخ پر زیاتېدونکې لېوالتیا تر څنګ د هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د نورې پراختیا غوښتنه هم وکړه.

هغه ټینګار کړی؛ د ترمذ سوداګریز مرکز او نړیوالو کنفرانسونو په څیر نوښتونه به د مستقیمو اقتصادي اړیکو په رامنځته کولو کې نه یوازې اړین رول ولوبوي، بلکې د اکمالاتي زنځیرونو په رامنځته کولو کې هم مرسته وکړي او د ټولې سیمې لپاره د سوداګرۍ او پانګونې نوي فرصتونه رامنځته کوي.

سوداگري

د یو شمېر وارداتي توکو ګمرکي تعرفې لوړې شوې

د دغه وزارت د څرګندونو له مخې: د بوتلونو ګمرکي تعرفه له ۱۲ څخه ۱۶ سلنې، د ودانیز رنګ له ۱۶ څخه ۳۰ سلنې، د چرمي بوټان له ۵۰ څخه ۸۰ سلنې، ګچ له ۵۰ څخه ۸۰ سلنې او روغتیايي پمپرونه له ۲۰ څخه ۲۵ سلنې ته؛ لوړه شوې ده.

Published

on

د مالیې وزارت ويلي، د تعرفو کمیټې د ۱۴۰۵ز.کال په درېیمه غونډه کې د کورنیو تولیداتو د ملاتړ او صنعت د ودې لپاره د یو شمېر وارداتي توکو ګمرکي تعرفې لوړې کړې دي.

د دغه وزارت د څرګندونو له مخې: د بوتلونو ګمرکي تعرفه له ۱۲ څخه ۱۶ سلنې، د ودانیز رنګ له ۱۶ څخه ۳۰ سلنې، د چرمي بوټان له ۵۰ څخه ۸۰ سلنې، ګچ له ۵۰ څخه ۸۰ سلنې او روغتیايي پمپرونه له ۲۰ څخه ۲۵ سلنې ته؛ لوړه شوې ده.

دغه راز د زړه د سپرینګ ګمرکي تعرفه له ۸ څخه ۳،۵ سلنې ته راکمه شوې ده.

د مالیې وزارت زیاتوي، چې د سمنټو، اوسپنیزو نلونو، یخچالونو او د غالۍ اوبدلو لپاره د کارېدونکو اومه توکو ګمرکي تعرفې هم تر څېړنې لاندې دي.

دغه وزارت ويلي، د تعرفو د بدلون موخه د کورنیو تولیداتو ملاتړ، د صنعت پیاوړتیا او د سوداګرۍ د ودې لپاره د زمینې برابرول دي.

Continue Reading

سوداگري

د افغانستان او قزاقستان د سوداګرۍ کچه ۵۸۱ میلیون ډالرو ته ورسېده

دا موضوع د هرات والي نوراحمد اسلام‌جار او د قزاقستان د پلاوي ترمنځ په لیدنه کې مطرح شوې ده.

Published

on

د هرات سیمه‌ییزو چارواکو د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو له پام‌وړ پراختیا خبر ورکړی او څرګندوي، چې په تېرو شپږ میاشتو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ ارزښت ۵۸۱ میلیون ډالرو ته رسېدلی دی.

دا موضوع د هرات والي نوراحمد اسلام‌جار او د قزاقستان د پلاوي ترمنځ په لیدنه کې مطرح شوې ده.

د دې پلاوي مشري د افغانستان لپاره د قزاقستان ځانګړي استازي یرکین توکوموف کوله.

توکوموف د ټرانزیټي ظرفیتونو پر پراختیا او د ګمرکي خنډونو پر لرې کولو ټینګار کړی او افغان چارواکي یې په قزاقستان کې د ګډې اقتصادي غونډې د ګډون لپاره بللي دي.

د هرات والي هم د دغه ولایت جغرافیایي موقعیت او اقتصادي ارزښت ته پر نغوته ویلي، چې د هرات د امنیت ټینګښت او ټرانزیټي ظرفیتونه د پانګونې د راجلبولو او سیمه‌ییزې سوداګرۍ د پراختیا لپاره مناسبه زمینه برابروي.

افغانستان او قزاقستان له دې مخکې هم د افغانستان د کرنیزو محصولاتو د صادراتو د زیاتولو، له قزاقستان څخه د اوړو د واردولو او د تورغونډۍ ـ هرات د اوسپنې‌پټلۍ په پروژه کې د همکارۍ په اړه خبرې کړې دي.

همدارنګه دواړه هېوادونه د اقتصادي همکاریو د نقشې پر جوړولو کار کوي او موخه یې دا ده، چې په راتلونکې کې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د کلنۍ سوداګرۍ کچه ۳ میلیارډ ډالرو ته لوړه شي.

Continue Reading

سوداگري

افغانستان او ترکمنستان د ټرانزیټي آسانتیاوو لپاره ګډ کمیسیون جوړوي

د افغانستان د ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت ویلي، د دواړو هېوادونو تخنیکي پلاوو په دې ناسته کې د ټرانسپورټي او ټرانزیټي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

Published

on

افغانستان او ترکمنستان په هرات کې د دوه ورځنیو خبرو پر مهال هوکړه کړې، چې د سړکونو له لارې د ټرانسپورټي ستونزو د حل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټرانزیټي آسانتیاوو لپاره د سړکونو د ټرانسپورټ ګډ کمیسیون جوړ کړي.

د افغانستان د ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت ویلي، د دواړو هېوادونو تخنیکي پلاوو په دې ناسته کې د ټرانسپورټي او ټرانزیټي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

د یاد وزارت د څرګندونو له مخې؛ د افغانستان او ترکمنستان موټرچلوونکو او سوداګرو لپاره د ویزو د ورکړې د بهیر آسانتیا، د لاجورد ټرانزیټي لارې فعالول او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټرانزیټي وسایطو د تګ راتګ زیاتول د دغو خبرو اړینې برخې وې.

دواړو لوریو د اوسپنې‌پټلۍ په لارو جوړولو کې د همکاریو د پراختیا، دوه‌اړخیزې سوداګرۍ او د ټرانزیټ د پراخولو په اړه هم خبرې کړې دي. ټاکل شوې، چې د خصوصي سکټور استازي هم د دغو همکاریو اړوند په ځینو ناستو کې ګډون وکړي.

په دې ناسته کې د بهرنیو چارو، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو او د افغانستان د اوسپنې‌پټلۍ ادارې استازو ګډون کړی و او د افغانستان پلاوي د ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت پر مشرۍ په خبرو کې برخه اخیستې.

د لاجورد لاره افغانستان د ترکمنستان، کسپین بحیرې، آذربایجان او ترکیې له لارې له سیمه‌ییزو او اروپايي بازارونو سره نښلوي. د دې لارې پراختیا کولی شي د افغانستان ټرانزیټي لارې پراخې او له افغانستان څخه د سیمې هېوادونو ته د توکو د لېږد زمینه زیاته کړي.

ترکمنستان هم په وروستیو کلونو کې د سړکونو، اواوسپنې‌پټلې لارو او بندري شبکو پراختیا ته پاملرنه کړې ده. د ترکمن‌باشي نړیوال بندر، د دې هېواد له ځمکنیو او اوسپنیزو لارو سره یوځای، د منځنۍ آسیا او کسپین بحیرې د پراخې ټرانزیټي شبکې یوه برخه بلل کېږي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!