Connect with us

سوداگري

ازبکستان له افغانستان سره د ۵ میلیارډ ډالرو سوداګري اعلان کړه

د خوجایوف د څرګندونو له مخې؛ دې کچې ته د سوداګرۍ رسولو موضوع د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ له وزیر نورالدین عزیزي سره په ویډیو کنفرانس کې راپورته شوه.

خپور شوی

د

د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشید خوجایوف په ایکس پاڼه کې لیکلي؛ ازبکستان او افغانستان په پام کې لري، چې خپله دوه اړخیزه سوداګري ۵ میلیارډ ډالرو ته ورسوي.

د خوجایوف د څرګندونو له مخې؛ دې کچې ته د سوداګرۍ رسولو موضوع د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ له وزیر نورالدین عزیزي سره په ویډیو کنفرانس کې راپورته شوه.

خوجایوف زیاته کړې؛ په تېرو پېنځه کلونو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري ۲.۵ ځله زیاته شوې، چې د ۲۰۲۱ ز.کال له ۶۵۳ میلیون ډالرو څخه په ۲۰۲۵ ز.کال کې شاوخوا ۱.۷ میلیارډ ډالرو ته رسېدلې ده.

د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال دا هم ویلي، چې دواړو خواوو د سوداګرۍ او اقتصادي همکارۍ د پراختیا لپاره د عملي ګامونو پر پورته کولو هم بحث کړی او دغه راز یې ازبکستان ته د افغان پلاوي د سفر لپاره چمتووالی ښودلی دی.

هغه زیاته کړې، چې له مبارکې روژې وروسته به همکارۍ عملاً  په کابل ښار کې د یوه سوداګریز فورم د جوړولو او د ځانګړو محورونو پر بنسټ د یوې نقشې د ترتیبولو له لارې پیاوړې شي.

د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت مسوولانو ويلي، چې په نږدې راتلونکي کې به له ازبک لوري سره د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره نوې هوکړې تر سره کړي.

سوداگري

افغان ټرانزیټي توکو د کراچۍ بندرونو ته د لېږد اجازه تر لاسه کړه

د پاکستان فډرالي عوایدو ادارې د خبرپاڼې له مخې؛ د کراچۍ او قاسم بندرونو ته د ټولو بند پاتې توکو د “بېرته لېږد” بهیر پر رسمي بڼه منل شوی دی.

Published

on

د پاکستانیو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د افغانستان ټرانزیټي توکي، چې د چمن او کوټې په ښارونو کې له میاشتو– میاشتو راپدېخوا بند پاتې ول، اوس یې د بیا صادرولو لپاره د کراچۍ بندرونو ته د لېږد اجازه ترلاسه کړې ده.

د پاکستان فډرالي عوایدو ادارې د خبرپاڼې له مخې؛ د کراچۍ او قاسم بندرونو ته د ټولو بند پاتې توکو د “بېرته لېږد” بهیر پر رسمي بڼه منل شوی دی.

دا پرېکړه له هغې وروسته رامنځته شوه، چې د تېر کال د تلې د نښتو له کبله د پاکستان او افغانستان ترمنځ مهمې لارې بندې او د کراچۍ بندرونو له لارې د افغانستان ټرانزیټي سوداګري درېدلې وه.

د نوې لارښوونې له مخې؛ په چمن او کویټه کې بند پاتې سوداګریز توکي به له اصولو سره سم او د ګمرک د کارکوونکو تر څار لاندې کراچۍ بندرونو ته ولېږدول شي. جواز لرونکي ټرانسپورتي شرکتونه باید لومړی خپل رسمي غوښتنلیک وسپاري او بیا دې د هر ۱۵ باروړونکو لاریو کاروان د یوه ګمرکي کارمند پر ملتیا حرکت وکړي.

د افغانستان او پاکستان تر منځ د ټرانزیټي سوداګرۍ اوږده ځنډ او خنډ افغان او پاکستاني سوداګرو ته د پام وړ مالي زیانونه اړولي او زرګونه توکي په کراچۍ بندرونو کې بې برخلیکه پاتې دي.

تمه ده، چې د دې پرېکړې پلي کېدا به پر سوداګرو اقتصادي فشارونه راکم کړي او د سیمې د سوداګریز بهیر په بیا راژوندي کولو کې مرسته وکړي.

Continue Reading

سوداگري

افغان لوړ پوړي پلاوي د اقتصادي او صنعتي همکاریو د غځولو لپاره بیلاروس ته سفر کړی

د ملي پراختیا شرکت ویاند څرګنده کړی، چې بېلاروس ته په سفر کې د امارتي شرکتونو پر لوی رییس احمد جان بلال او د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائیوي رییس عبدالرحمن عطاش سربېره د بهرنیو چارو وزارت استازو او د ملي پراختیا شرکت تخنیکي ډلې ملتیا کړې ده.

Published

on

د افغانستان اسلامي امارت ملي پراختیا شرکت ویلي؛ افغان پلاوي د بېلاروس هېواد د بهرنیو چارو وزارت، کرنې وزارت او صنعت وزارت له چارواکو سره په بېلا بېلو کتنو کې د دوه اړخیزو سیاسي،اقتصادي او تجارتي مسایلو په اړه خبرې کړي.

د ملي پراختیا شرکت ویاند څرګنده کړی، چې بېلاروس ته په سفر کې د امارتي شرکتونو پر لوی رییس احمد جان بلال او د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائیوي رییس عبدالرحمن عطاش سربېره د بهرنیو چارو وزارت استازو او د ملي پراختیا شرکت تخنیکي ډلې ملتیا کړې ده.

د ملي پراختیا شرکت ویاند نبي ارغندیوال زیاته کړې؛ افغان پلاوي په دې سفر کې، د بېلاروس هېواد له دولتي تصدیو او سترو صنعتي شرکتونو سره رغنده لیدنې او مذاکرات لرل.

دغه راز دې پلاوي  د MAZ، BELAZ، MTZ، AMKODOR ، د ملي علومو اکاډمۍ، د مینسک ښار الکتروتخنیکي فابریکې، AVGUST، دولتي کیمیاوي سرو ادارې او د کرنې وزارت د مالدارۍ له فارمونو لیدنه کړې ده.

ویل کیږي، چې په دې کتنو کې دواړو لوریو هوکړه کړې، چې د صنعت او کرنیزو ماشین‌الاتو، ودانیزو توکو، د خوړو خوندیتوب، عامې روغتیا او زده‌کړو په برخو کې به دوه‌اړخیزې همکارۍ او تخنیکي اړیکې نورې هم پیاوړې او پراخې کړي.

Continue Reading

سوداگري

افغانستان او اوزبکستان ۲۵ سوداګریزهوکړه‌لیکونو لاسلیک کړل

یاد کنفرانس د صنایعو او سوداګرۍ د وزیر نورالدین عزیزی، د اوزبکستان د سیردریا ولایت د والي ارکینجون توردیموف، د اقتصاد وزارت د معین محمدعالم جمیل، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې استازو او د دواړو هېوادونو د لسګونو سوداګرو په ګډون ترسره شو.

Published

on

د سیمه‌ییزو اقتصادي همکاریو پراختیا په لړ کې د افغانستان او اوزبکستان ترمنځ د سوداګریزې نښلونې کنفرانس د دواړو هېوادونو د چارواکو او سوداګرو په ګډون ترسره شو، چې په کې یې د څه باندې ۳۰۰ میلیون ډالرو پر ارزښت ۲۵ سوداګریز هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.

یاد کنفرانس د صنایعو او سوداګرۍ د وزیر نورالدین عزیزی، د اوزبکستان د سیردریا ولایت د والي ارکینجون توردیموف، د اقتصاد وزارت د معین محمدعالم جمیل، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې استازو او د دواړو هېوادونو د لسګونو سوداګرو په ګډون ترسره شو.

د صنعت او سوداګرۍ وزیر عزیزي ویلي؛ د کابل او تاشکند ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره قوي اراده شته، چې له کبله یې په وروستیو کلونو کې سوداګریزې اړیکې بې‌سارې پراخې شوې دي. هغه همداراز اعلان کړی، چې په ۲۰۲۵ ز.کال کې به د ۲۰۲۴ پر پرتله د سوداګرۍ کچه لوړه شي. دغه راز نوموړي د افغانستان له لوري پر ۸ قلمه او د اوزبکستان له لوري پر ۶ توکو د ترجیحي هوکړه‌لیک د لاسلیک یادونه هم وکړه.

د سیردریا والي د دواړو هېوادونو پر تاریخي او اقتصادي اړیکو ټینګار کړی او څرګندوي، چې په دې ولایت کې لسګونه افغان سوداګر فعالیت لري.

هغه همداراز د پانګونې پراخو فرصتونو، ګډو صنعتي پروژو او اروپایي بازارونو ته د اوزبکستان د صادراتي ظرفیت یادونه وکړه.

د وړاندې شویو معلوماتو له مخې؛ لاسلیک شوي هوکړه‌لیکونه د ودانیزو چارو، خوراکي توکو، کرنې، موبل او فرنیچر، جامو او درملو سکټورونه رانغاړي. دا هغه هڅه ده، چې کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ په اقتصادي اړیکو کې نوی پړاو رامنځته کړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!