نړۍ
ټرمپ کانګرس ته پر ۱۰۸ دقیقو اوږدې وینا خپله ولسمشري له سره تعریف کړه
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې ریکارډ ماتوونکې وینا کې هڅه وکړه، چې د خپلې دوهیم پېر چاپېریال د ځان پر ګټه راوڅرخوي او له سره یې تعریف کړي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سې شنبې پر شپه د کانګرس ګډې غونډې ته خپله کلنۍ وینا، چې شاوخوا ۱ ساعت او ۵۰ دقیقې روانه وه؛ د امریکا په تاریخ کې له ۲۰۰۰ کال راپدېخوا د بل کلنټن د اوږدې وینا ریکارډ مات او خپله ولسمشري یې له سره تعریف کړه.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې ریکارډ ماتوونکې وینا کې هڅه وکړه، چې د خپلې دوهیم پېر چاپېریال د ځان پر ګټه راوڅرخوي او له سره یې تعریف کړي.
دا وینا په کانګرس کې تر ټولو اوږده ثبت شوې ولسمشریزه وینا ګڼل کېږي؛ ټرمپ خپله د تېر کال د ۱۰۰ دقیقو وینا هم ماته کړه. په ۲۰۰۰ ږ.کال کې تر ټولو اوږده وینا پخواني ولسمشر بل کلنټن ثبت کړې وه، چې ۸۹ دقیقې وه او په ۱۹۹۵ کال کې یې ۸۵ دقیقې وینا کړې وه.
په ټوله کې دا وینا پر اقتصاد راوڅرخېده، چې ټرمپ په کې د خپلې سوداګرۍ او تعرفې پالیسیو دفاع وکړه.
ټرمپ ادعا کړې، چې هغه په سپینه ماڼۍ کې د خپل لومړي کال په اوږدو کې “تاریخي بدلون” رامنځته کړی دی.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي: « زمونږ ملت بېرته راغلی دی؛ لوی، غوره، بډایه او تر بل هر وخت پیاوړی… مونږ په امریکا کې یو طلايي پېر ته دننه کیږو. په راتلونکي کې فابریکې، دندې، پانګونې او ټریلیونونه ډالر به په امریکا کې کښته پورته شي؛ ځکه مونږ یو داسې ولسمشر لرو، چې امریکا ته لومړیتوب ورکوي.”
ډونالډ ټرمپ د خپلې وینا یوه برخه د ایران اړوند بدلونونو ته ځانګړې کړه او داسې ټینګار یې څرګند کړ؛ تهران ته به اجازه ورنکړي، چې اټومي وسلې ترلاسه کړي.
نوموړي زیاته کړې؛ هغه تر دې دمه د څو جګړو مخه نیولې او هغه غوره ګڼي، چې د ایران مسله د ډیپلوماسۍ له لارې حل کړي.
ډونالډ ټرمپ په دې اړه وایي: « د نیمې شپې څټک نومو عملیاتو وروسته دوی ته خبرداری ورکړ شوی و، چې خپل د وسلو پروګرام بیا جوړ نکړي او له اټومي وسلو جوړولو دډه وکړي. اوس دوی د خپل اټومي پروګرام په برخه کې خپلې هیلې بیا پیل کړې دي. مونږ له دوی سره خبرې اترې کوو او دوی غواړي، چې یوه هوکړه وکړي. زما لومړیتوب دا دی، چې د دوی ستونزه د ډیپلوماسۍ له لارې حل شي؛ خو یو شی ډاډمن دی: زه به هیڅکله په نړۍ کې د ترهګرۍ ترټولو لوی ملاتړي ته اجازه ورنکړم، چې اټومي وسلې ترلاسه کړي.»
هغه همدارنګه د ونزویلا د تېلو په امریکايي بازار کې د زیاتې برخې د ګډون او د یوې لویې میکسیکوي نشهيي توکو قاچاقچي له مړینې خبر ورکړ او په نورو شېبو کې یې پر ډیموکراټانو او غیرقانوني کډوالو سختې نیوکې وکړې.
په امریکا کې نظرپوښتنې ښيي، چې د روان کال په نومبر کې له منځمهاله ټاکنو څخه مخکې د ډونالډ ټرمپ د دوهیمې دورې پلانونو لپاره د خلکو ملاتړ کم شوی دی. نړیوالو رسنیو په دې غونډه کې لفظي کړکېچونه د ژور سیاسي وېش د دوام نښه ګڼلې؛ هغه وېش، چې د راتلونکو سیاسي سیالیو په درشل کې تر بل هر وخت ډېر څرګند لیدل کیږي.
نړۍ
په اروپا کې تاوتریخجن لاریونونه وغځېدل؛ د البانیا لومړي وزیر د «بهرنۍ لاسوهنې» تور پورې کړ
روانه میاشت په فرانسه، بلجیم، ایټالیا، پرتګال او البانیا کې لاریونونه او تاوتریخجنې نښتې پراخې شوې دي. دغو لاریونونو د اقتصادي فشارونو، زدهکړو او د حکومتونو د حسابورکولو په برخه کې د خلکو مخ پر زیاتېدونکې نارضایتي څرګنده کړې ده.
په اروپا کې د ژوندانه د لګښتونو، کورونو، زدهکړو او اداري فساد د تورونو په تړاو لاریونونه څو هېوادونو ته غځېدلی؛ له پولیسو سره پر نښتو اوښتي او حکومتونه یې تر زیاتېدونکي فشار لاندې راوستي دي.
روانه میاشت په فرانسه، بلجیم، ایټالیا، پرتګال او البانیا کې لاریونونه او تاوتریخجنې نښتې پراخې شوې دي. دغو لاریونونو د اقتصادي فشارونو، زدهکړو او د حکومتونو د حسابورکولو په برخه کې د خلکو مخ پر زیاتېدونکې نارضایتي څرګنده کړې ده.
د تېرې اوونۍ په پای کې سلګونه زره کسان په بېلابېلو لاریونونو کې واټونو ته راووتل، چې ځینې یې لوټمارۍ، اور اچونې او له امنیتي ځواکونو سره پر نښتو واوښتل.
په البانیا کې لومړي وزیر ایډي راما پرته له دې، چې د کومې بهرنۍ کړۍ نوم واخلي؛ تور پورې کړ، چې بهرني ځواکونه ناکرارۍ ته لمن وهي.
هغه تاوتریخوالی د یوې« بهرنۍ لاسوهنې» پایله بللې، چې پر وینا یې، موخه ترې د هېواد بېثباته کول او اروپايي ټولنې ته د البانیا د ورګډېدا د هڅو کمزوري کول دي.
دا تورونه په داسې حال کې وړاندې کېږي، چې د البانیا په پلازمېنه ټیرانا کې زرګونه لاریونوال د راما د استعفا غوښتنه کوي او لاریونونه د دغه هېواد نورو ښارونو ته هم غځېدلي دي.
په البانیا کې لاریونونه تاوتریخجن شول
په البانیا کې له څو ورځو راپدېخوا د حکومت پر ضد لاریونونه پر زیاتېدونکي ډول تاوتریخجن شوي او زدهکړیالان هم د راما د حکومت پر وړاندې له پراخ خوځښت سره یوځای شوي دي.
لاریونوالو د اداري فساد د تورونو، په پوهنتونونو کې د شرایطو، د زدهکړو د لګښتونو او بېکارۍ په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي. د البانیا په سویلي ساحلي سیمه کې د سیاحت لپاره د یوې لانجمنې او لوکسې پروژې مخالفت هم د خلکو د پراخې نارضایتۍ لامل دی. دغه پروژه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له زوم جیرډ کوشنر سره تړاو لري.
په ټیرانا کې لاریونوالو پر پولیسو ډبرې، اورتوکي او د تېلو بمونه غورځولي او دولتي ودانیو او نورو شتمنیو ته د اور اچونې او ورانکارۍ له کبله زیانونه اوښتي دي.
پولیسو د لاریونوالو د خورولو لپاره اوښکې بهوونکی ګاز، اوبه شیندونکي موټر او ربړي مرمۍ کارولې دي. چارواکو د لاریونوالو او پولیسو ترمنځ د ګڼو نیونو او ټپي کېدا له پېښو هم راپور کړی دی.
راما د استعفا غوښتنې رد کړي او څرګندوي، چې تاوتریخوالی د البانیا اروپايي ټولنې ته د ورګډېدا هڅې له ګواښ سره مخ کوي.
هغه ویلي؛ حکومت چمتو دی، چې د زدهکړیالانو مشروع اندېښنو ته رسېدنه وکړي؛ خو د تاوتریخوالي له لارې به مطرح شویو غوښتنو ته غاړه کېنږدي.
د بهرني لاسوهنې په اړه د هغه ادعاوې په خپلواکه توګه تایید شوې نهدي.
په فرانسه کې پراخې ناکرارۍ
په فرانسه کې د لاریونونو کچه تر نورو ډېره پراخه ده او د تېرې اوونۍ په پای کې څه باندې ۵۵۰ زره کسانو په لاریونونو کې ګډون وکړ.
لاریونونه، چې په پیل کې د زدهکړیالانو لهخوا ترسره کېدل، وروسته د ژوندانه د لګښتونو او نورو ټولنیزو ستونزو پر وړاندې په پراخو اعتراضونو واوښتل.
د شنبې پر ورځ په څو ښارونو کې تاوتریخوالی رامنځته شو او نقابلرونکو ډلو هټۍ، سوپرمارکېټونه او دولتي ودانۍ پر نښه کړې.
د فرانسې لومړي وزیر سباسټین لوکورنو ویلي، چې څه باندې ۱۲۰۰ کسان نیول شوي او ۱۵۰ پولیس ټپیان شوي دي. په لیموژ ښار کې اور د ښاروالۍ تاریخي ودانۍ ډېره برخه ویجاړه کړه؛ په نورو ښارونو کې هم پر ښاروالیو او سوداګریزو ځایونو بریدونه شوي او ځینې یې لوټ شوي دي.
د فرانسې ولسمشر امانويل مکرون ژمنه کړې، چې د تاوتریخوالي عاملان به تر قانوني څار لاندې ونیول شي.
په بلجیم او ایټالیا کې نښتې
په بروکسل کې د بلجیم پولیسو له لاریونوالو سره د نښتو پر مهال د اوښکې بهوونکي ګاز او د اوبو شیندونکو موټرو پر کارولو هغوی خواره واره کړل. پولیسو تور پورې کړ، چې ځینو لاریونوالو پر امنیتي ځواکونو شیان غورځولي او اورونه یې بل کړي دي. په لیژ ښار کې هم ورته اقدامات شوي دي.
دغه ناکرارۍ د پوهنتونونو د نوملیکنې د فیسونو پر ضد د څو اوونیو لاریونونو په لړ کې رامنځته شوي او پر زدهکړو او ورځنیو اړتیاوو لګښتونو د خلکو پراخې اندېښنې یې هم څرګندې کړې دي.
د ایټالیا په میلان ښار کې د جګړې او د ژوند د لوړو لګښتونو پر ضد لاریون پر نښتو واوښت. نقابلرونکو لاریونوالو پر پولیسو ډبرې او د سړک د فرش ټوټې وغورځولې، هټۍ یې لوټ کړې او پر خنډونو یې اورونه بل کړل.
پولیسو د ښار له مرکزي برخې څخه د لاریونوالو د خورولو لپاره اوښکې بهوونکی ګاز او د اوبو شیندونکي موټر وکارول. د ایټالیا د لاپرس خبري آژانس د راپور له مخې، لږ تر لږه دوه پولیس ټپیان شوي او شاوخوا ۵۰ لاریونوال نیول شوي دي.
د ایټالیا لومړۍ وزیرې جورجیا میلوني تاوتریخوالی غندلی، خو د میلان ښاروال جوزیپې سالا ویلي؛ د لاریونوالو اندېښنې د درک وړ دي؛ خو پر پولیسو بریدونه او دولتي شتمنیو ته زیان رسول د منلو نهدي.
په بولونیا ښار کې هم د نښتو راپورونه ورکړ شوي دي.
په پرتګال کې د کورونو او معاشونو په اړه اعتراضونه
د پرتګال په پلازمېنه لیسبون کې د شنبې پر ورځ لسګونه زره کسان د ژوندانه د لوړو لګښتونو، ټیټو معاشونو او د مناسبو کورونو د موندلو د ستونزو پر ضد واټونو ته راووتل.
په پرتګال کې د کورونو بیې له ۲۰۱۷ز. کال راپدېخوا دوه برابره ډېرې شوې دي.
دغه راز د نویو کرایي تړونونو بیې هم چټکۍ لوړې شوې دي، چې په لویو ښارونو کې یې پر کورنیو اقتصادي فشار زیات کړی دی.
لاریونوالو د معاشونو او تقاعد د پیسو د لوړولو او د کورونو او سونتوکو د لګښتونو د راکمولو غوښتنه وکړه. ځینو لاریونوالو د کورونو د بحران د څرګندولو لپاره د لیسبون په مرکزي برخه کې خېمې هم ودرولې.
د پرتګال حکومت له هغو لاریونوالو سره د مخالفت له کبله تر نیوکو لاندې دی، چې سیاسي مشران د عادي وګړو له اقتصادي ستونزو ناخبره بولي.
په اسپانیا کې د کورونو د بحران لاریونونه په تاوتریخوالي اوښتي
اسپانیا هم د روانې میاشتې په پیل کې له لاریونونو سره مخ شوه. د اوکټوبر پر درېیمه د کورونو د ستونزې پر تړاو لاریونونه پر تاوتریخوالي واوښتل او په والنسیا او بارسلونا ښارونو کې له پولیسو سره د نښتو راپورونه ورکړ شول.
لاریونوالو د کرایي کورونو د بیو د لوړېدا، د خلکو د ایستلو او په مناسبه بیه د کورونو د موندلو د مخ پر زیاتېدونکو ستونزو پر ضد اعتراضونه وکړل.
د ناکراریو له پراخېدو سره پولیسو یو شمېر کسان ونیول او په نښتو کې ځینې پولیس هم ټپیان شول.
دغه لاریونونه د اسپانیا د کورونو د بحران په اړه د خلکو د زیاتېدونکې غصې څرګندونه کوي او د پېډرو سانچز پر حکومت فشار زیاتوي، چې د دې ستونزې لپاره اوږدمهاله حللارې ومومي.
د اروپا حکومتونو ته د پراخو ناکراریو خبرداری
داسې انګېرل کېږي، چې دغه لاریونونه د یوه واحد او همغږي شوي خوځښت برخه نهدي؛ خو شنونکي وايي، چې دا د ژوندانه د معیار، زدهکړو، کورونو او د ځوان نسل د راتلونکي په اړه د خلکو ګډې اندېښنې څرګندوي.
د پاریس د« اچایسي» سوداګریز ښوونځي د اروپايي ټولنې د قانون او تګلارو استاد البرټو الیمانو الجزیرې ته ویلي، چې فرانسه د پراخو ناکراریو د څپې په مرکز کې ښکاري او د اروپا په نورو برخو کې هم د خلکو د راپاڅېدو نښې لیدل کېږي.
هغه اټکل کړی، چې په راتلونکو اوونیو کې به نور لاریونونه هم ترسره شي، چې جرمني، یونان او اتریش یې احتمالي ځایونه دي.
په بلجیم کې د اړیکو چارو کارپوه رینوټ وان زانډیکې تېره اوونۍ خبرداری ورکړی و، چې ښايي بهرنۍ لاسوهنه د ټیکټاک هغو غوښتنو تر شا وي، چې خلک په فرانسه او بلجیم کې د اوکټوبر پر اووهلسمه لاریونونو ته وربولي. د هغه اندېښنه پر انلاین پارونې او د لاریونونو د احتمالي لاسوهنې پر امکان متمرکزه وه؛ نه پر دې ثبوت، چې ګواکې لاریونونه په مرکزي توګه تنظیم شوي دي.
دغه ناکرارۍ پر هغو حکومتونو فشار زیاتوي، چې لا له وړاندې د اقتصادي وضعیت او سیاسي حسابورکولو په اړه د خلکو له نیوکو سره مخ دي. په البانیا کې دا شخړه د اروپايي ټولنې غړیتوب ته د دغه هېواد له هڅو سره هم تړلې ده.
لا څرګنده نهده، چې دغه لاریونونه به د تګلارو د بدلون لامل شي او که به نښتې نورې هم پراخې شي. د ناکراریو پراخېدل ښيي، چې اروپايي حکومتونه د ژوندانه د لګښتونو، زدهکړو، کورونو او اداري فساد په اړه د خلکو د غوښتنو له زیاتېدونکي فشار سره مخ دي.
نړۍ
د اژه بحیري له لارې تېرېدونکي ۱۲ کډوالو ژوند بایللی -یوناني ساحلي ساتونکي
د فرانسې خبري آژانس (AFP) ته د ساحلي ساتونکو یوه چارواکي ویلي، چې د دوشنبې پر ورځ د لسبوس ټاپو ته نږدې په ټکر کې د مړو شویو شپږ کسانو په ډله کې یو ماشوم او څلور ښځې هم شاملې وې.
چارواکو ویلي؛ د دوشنبې پر ورځ له اژه بحیرې څخه د تېرېدا پر مهال ۱۲ کډوالو ژوند له لاسه ورکړی دی. د دې بېړۍ شپږ مړي د پولیسو له کښتۍ سره له ټکر وروسته وموندل شوي دي.
د فرانسې خبري آژانس (AFP) ته د ساحلي ساتونکو یوه چارواکي ویلي، چې د دوشنبې پر ورځ د لسبوس ټاپو ته نږدې په ټکر کې د مړو شویو شپږ کسانو په ډله کې یو ماشوم او څلور ښځې هم شاملې وې.
د ساحلي ساتونکو د څرګندونو له مخې: نور شپږ مړه شوي کسان، چې پېنځه نرینه او یوه ښځه ول؛ په یوې کوچنۍ کښتۍ کې سپاره ول، چې ساموس ټاپو ته نږدې ډوبه شوه. د دغې کښتۍ ۱۴ نور سپاره کسان وژغورل شول، چې یو یې ایراني قاچاقبر پېژندل شوی دی.
د ساحلي ساتونکو چارواکي زیاته کړې، چې لسبوس ټاپو ته نږدې په پېښه کې« له کډوالو ډکه چټکه کښتۍ د پولیسو د ګزمې له کښتۍ سره د بندر پر لوري ټکر شوې ده».
د نوموړي د څرګندونو له مخې، په دې پېښه کې اته کسان ژغورل شوي دي.
د مړو شویو کسانو تابعیتونه اوس اعلان شوي نهدي.
اژه بحیره یوه له هغو لارو ده، چې کډوال یې له ترکیې څخه اروپا ته د رسېدا لپاره ډېر کاروي. په دې لاره کې د کډوالو د مړینې ګڼې پېښې رامنځته شوې دي.
د سپټمبر په میاشت کې کریټ ټاپو ته څېرمه د ګاوډوس ټاپو په شاوخوا کې د کډوالو یوه له سپرلیو ډکه کښتۍ ډوبه شوې وه، چې په کې یو کس مړ شوی او ۲۵ نور ورک ول.
نړۍ
ټرمپ د اسرائیلو په نږدې ټاکنیزو سیالیو کې له نټانیاهو ملاتړ اعلان کړ
ټرمپ نټانیاهو« پیاوړی جنګیالی لومړی وزیر» او د سولې ملګری بللی او نوموړي ته یې د ایران پر وړاندې د فبرورۍ په میاشت کې د امریکا له بریدونو سره د یوځای کېدا امتیاز ورکړی دی.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې پر ورځ له خپل متحد بنیامین نټانیاهو ملاتړ اعلان کړ. دا په داسې حال کې ده، چې د اسرائیلو دغه پخوانی لومړی وزیر د راتلونکې اوونۍ په پارلماني ټاکنو کې د بریا لپاره د مخکښ کېدا هڅه کوي.
ټرمپ نټانیاهو« پیاوړی جنګیالی لومړی وزیر» او د سولې ملګری بللی او نوموړي ته یې د ایران پر وړاندې د فبرورۍ په میاشت کې د امریکا له بریدونو سره د یوځای کېدا امتیاز ورکړی دی.
رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی، چې دا جګړه په اوومه میاشت کې ده او په ټوله نړۍ کې یې د انرژۍ بازارونه ګډوډ کړي او په منځني ختیځ کې یې پراخ ویجاړی رامنځته کړی؛ مهم بنسټونه یې زیانمن کړي او د سیمې اقتصادونه یې بېثباته کړي دي.
هغه زیاته کړې:« له دې ټولو سره – سره نوموړي مقاومت کړی او په حقیقت کې لا پیاوړی شوی دی! ما بيبي نتانیاهو په تر ټولو سختو شرایطو کې لیدلی دی. عادي نرینه او ښځې به په داسې حالاتو کې د فشار پر وړاندې مات شوي وای؛ خو بيبي مات نهشو، بلکې پیاوړی شو او نن هم هماغه ځواک لري.»
ټرمپ په ټولنیزېپاڼې« ټروت سوشل» کې لیکلي:« بيبي نټانیاهو له سختو مخالفتونو سره – سره، چې ان د اسرائیلو له دننه هم ورسره مخ دی؛ پیاوړی، زړور او ځیرک پاتې شوی دی.»
ټرمپ په خپل پیغام کې، چې د اسرائیلو« ستر ولس» ته یې لیکلی؛ زیاته کړې:« مهرباني وکړئ، دا لیک د اسرائیلو د لومړي وزیر د بیا ټاکل کېدا په راتلونکو سیالیو کې د بيبي نټانیاهو لپاره زما د بشپړ او هر اړخیز ملاتړ څرګندونه وګڼئ.»
د ټرمپ ملاتړ ښايي د اوکټوبر د اووهویشتمې په ملي ټاکنو کې نټانیاهو او د هغه ښي اړخي لیکوډ ګوند ته د پام وړ ګټه ونهرسوي؛ ځکه د ایران په اړه د امریکا او اسرائیلو ترمنځ د اختلافونو له کبله د ټرمپ پر وړاندې د اسرائیلیانو ولسي ملاتړ کم شوی دی.
نظرپوښتنې ښيي، چې هیڅ نوماند واک ته د رسېدا روښانه لاره نهلري. په اسرائیلو کې لومړی وزیر د خلکو د مستقیمو رایو پر ځای په پارلمان کې د ائتلافي حکومت د جوړولو له لارې ټاکل کېږي.
دا به د ۲۰۲۳ز. کال د اوکټوبر د اوومې د حماس له برید وروسته د اسرائیلو لومړنۍ ټاکنې وي؛ هغه برید، چې دغه هېواد یې ولړزاوه او منځنی ختیځ یې له کړکېچ سره مخ کړ. له دې وروسته اسرائیلو په غزه، لبنان او ایران کې جګړې وکړې.
د ټاکنو پایله ښايي څرګنده کړي، چې آیا نټانیاهو د اسرائیلو په تاریخ کې له خورا برخلیک ټاکونکو دورو وروسته په واک کې پاتې کېږي او که د منځلارو سیالانو لهخوا ماتیږي؛ هغه سیالان، چې د نوي پړاو د پیلولو ژمنه کوي.
نټانیاهو سمدستي په ایکسپاڼه کې له خپل« ګران ملګري ډونالډ» څخه مننه وکړه او ویې لیکل:« مونږ به ګډ ماموریت بشپړ کړو!»
د راپور له مخې، ډېری اسرائیلیان ان هغه کسان، چې پر نټانیاهو او د هغه پر حکومت نیوکې کوي؛ تر ډېره د ایران پر وړاندې د جګړې ملاتړي وه.
په واشنګټن کې د کارنیګي د نړیوالې سولې بنسټ شنونکي آرون ډیویډ میلر ویلي:« په دومره نږدې ټاکنیزو سیالیو کې د ټرمپ ملاتړ نټانیاهو ته زیان نهشي رسولی او ښايي مرسته ورسره وکړي.»
نظرپوښتنې اټکل کړی، چې د نټانیاهو مذهبي ملتپاله ائتلاف به په حکومت کې خپل اکثریت له لاسه ورکړي؛ خو مخالفان هم ښايي د حکومت په جوړولو کې له ستونزو سره مخ شي. په دې صورت کې کېدی شي نټانیاهو د نویو ټاکنو تر ترسره کېدا پورې سرپرست لومړي وزیر پاتې شي.
میلر ویلي، چې د امریکا ولسمشر له دې مخکې هم له نټانیاهو څخه د ملاتړ اعلانولو فرصتونه درلودل؛ خو دا کار یې ونهکړ. ښايي غوښتل یې وګوري، چې غزې او لبنان ته په ورته موضوعاتو کې د فشار له کومو وسیلو کار اخیستلای شي.
د نوموړي پر وینا، ټرمپ په پای کې د داسې یوه مشر ملاتړ وکړ، چې هغه یې پیاوړی او ناعادلانه تر فشار لاندې ګڼي.
میلر زیاته کړې:« که څه هم ټرمپ ښايي د ایران د جګړې د پیلولو لپاره د نټانیاهو له هڅو ناخوښ وي، خو په پای کې دا د ټرمپ خپله پرېکړه وه.»
هغه ویلي، که ټرمپ له نټانیاهو څخه ملاتړ نه وای اعلان کړی؛ نو دا به یوه پر ځای پوښتنه راپورته کړې وای، چې آیا په ټوله کې د ایران پر وړاندې د جګړې پرېکړه د ټرمپ لهخوا سمه وه او که نه.
-
سوداگري2 days agoدوغارون افغانستان ته د ایران د ۷۰ سلنې صادراتو اصلي لاره ده
-
سوداگري23 hours agoایران غواړي د هرات اوسپنېپټلۍ د ازبکستان تر پولې وغځوي
-
تحول3 days agoتحول: کابل ته د روسیې د لوړپوړي پلاوي سفر
-
تازه خبرونه2 days agoله اسلامي امارت سره به د ښځو او نجونو د زدهکړو او کار په اړه خبرې روانې وي
-
نړۍ2 days agoپه فرانسه کې سراسري لاریونونه پر تاوتریخوالي واوښتل؛ سلګونه کسان ونیول شول
-
تازه خبرونه2 days agoیوناما دې د افغانستان اقتصادي او امنیتي لاسته راوړنې له پامه نه غورزوي – ملا برادر
-
نړۍ1 day agoټرمپ د اسرائیلو په نږدې ټاکنیزو سیالیو کې له نټانیاهو ملاتړ اعلان کړ
-
تازه خبرونه2 days agoد افغانستان په جګړهییزو عملیاتو کې د ناټو لږ شمېر متحدانو فعاله ونډه لرله – پیټ هګسټ
