سیمه ییز خبرونه
اسرائیل د علي لاریجاني د وژلو او تهران پر خلیج هېوادونو د بریدیدونو څرګندونې کوي
رویټرز راپور ورکړی، چې کاټز په یوه خبرپانه کې څرګنده کړې؛ پوځ خبر ورکړی، چې د ایران د ملي امنیت عالي شورا منشي علي لاریجاني وژل شوی دی.
د اسرائیلو دفاع وزیر اسرائیل کاټز د سېشنبې پر ورځ ویلي، چې د اسرائیلو پوځ د تېرې شپې په هوايي بریدونو کې د ایران د ملي امنیت عالي شورا منشي علي لاریجاني وژلي او تهران پر خلیج هېوادونو بریدونه روان ساتلي، چې ورسره یې د انرژۍ بیې لوړې کړې دي.
رویټرز راپور ورکړی، چې کاټز په یوه خبرپانه کې څرګنده کړې؛ پوځ خبر ورکړی، چې د ایران د ملي امنیت عالي شورا منشي علي لاریجاني وژل شوی دی.
د ایران دولتي رسنیو د امریکا په برید کې د وژل شویو ایراني بحري ځواکونو د جنازې مراسمو ته، چې د جنازې مراسم به یې د سېشنبې پر ورځ تر سره کیږي په نغوته کې د علي لاریجاني پر لاس لیکل شوی یادښت خپور کړی؛ تهران د کاټز د څرګندونو په اړه تر دې دمه څه ندي ویلي.
لاریجاني د فبرورۍ پر اتهویشتمه د اسرائیلو او امریکا د هوايي بریدونو پر لومړۍ ورځ د ستر مذهبي رهبر ایت الله خامنهیي له وژل کېدا راپدېخوا تر ټولو لوړ پوړی کس و.
کاټز زیاته کړې، چې د ایران د بحري ځواکونو قومندان غلام رضا سلیماني هم وژل شوی دی.
بحري ځواکونه د سپاه پاسدارانو تر څارنې لاندې پوځي ځواک دی، چې ډېری وختونه په ایران کې د لاریونونو د ځپلو لپاره کارول کیږي.
د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دفتر په خبرپاڼه کې راغلي، چې د اسرائیلو مشر “د ایراني رژیم د لوړ پوړو چارواکو د له منځه وړلو” امر کړی دی.
د ایران پر وړاندې د امریکا او اسرائیلو د جګړې دریېمه اوونۍ روانه ده، چې لږترلږه ۲۰۰۰ کسان په کې وژل شوي او پای یې هم نهلیدل کیږي.
د هرمز تنګی په لویه کچه تړلی پاتې دی او د امریکا متحدینو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه غوښتنې رد کړي، چې د دغو اړینو اوبو د لارې د بیا پرانیستلو لپاره مرسته وکړې ا و د نړۍ د ۲۰ سلنې تېلو او مایع طبیعي ګاز د لېږد بهیر روان وساتي.
د سې شنبې پر ورځ د دواړو خواوو لهخوا په بریدونو کې کوم کمښت ندی راغلی؛ ایران د شپې لهخوا پر اسرائیلو توغندي وتوغول.
د اسرائیلو پوځ ویلي، چې دوی پر تهران د بریدونو په نوې څپه کې “د ایران رژیم ودانیز بنسټونه” پر نښه کړي او همدارنګه په بیروت کې د حزب الله ځالې ویشتل شوې دي.
اسرائیلو ویلي، چې له ایران سره د لږ تر لږه درې نورو اوونیو د جګړې لپاره پراخ پلانونه لري.