سوداگري
افغانستان د لاجورد دهلیز له لارې خپل صادرات لېږدوي
د یاد وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دا لېږد د ټرانزیټ د آسانتیا او د هېواد د صادراتي سکټور د پیاوړتیا لپاره د روانو هڅو یوه برخه ده.
د افغانستان ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت د یکشنې پر ورځ( د کب څلیریشتمه ) د لاجورد دهلیز او تورغونډۍ بندر له لارې نړیوالو بازارونو ته د اته صادراتي سوداګریزو بارونو له لېږدولو خبر ورکړی دی.
د یاد وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دا لېږد د ټرانزیټ د آسانتیا او د هېواد د صادراتي سکټور د پیاوړتیا لپاره د روانو هڅو یوه برخه ده.
چارواکو تائید کړې، چې د لاجورد دهلیز له لارې د اته سوداګریزو بارونو د لېږدولو لپاره همغږي بشپړه شوې ده.
د افغانستان ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت زیاته کړې؛ ټاکل شوې، چې د یکشنبې پر ورځ(د کب څلیریشتمه / د مارچ پېنځلسمه ) له هغې لارې، چې افغانستان له ترکمنستان، آذربایجان او ګرجستان سره نښلوي خپل سوداګریز توکي ترکیې ته ولېږدوي.
دا بارونه وچه مېوه، مربا، دېګونه او د انرژۍ څښاک توکي لري، چې ترکیې ته له رسېدا وروسته به د سعودي عربستان، امریکا، آسټرالیا او هالینډ بازارونو ته صادر شي.
د لاجورد دهلیز یوه سیمهییزه سوداګریزه او ټرانزیټي لار ده، چې په ۲۰۱۸ کال کې د قفقاز او ترکیې له لارې له اروپایي بازارونو سره د افغانستان د نښلولو لپاره پیل شوه، چې د دودیزو لارو ترڅنګ د افغان صادراتو لپاره یوه بدیله لار برابروي.
د ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت ویلي، چې د ټرانزیټي دهلیزونو پراخول، د صادراتو او وارداتو له ودې ملاتړ او د نړیوالو ټرانسپورټي عملیاتو آسانتیاوې د دوی اړین لومړیتوبونو دي او په سیمهییزه سوداګرۍ او اتصال کې د افغانستان د دریځ پیاوړتیا ته عملي ګامونه اخیستل کیږي.
سوداگري
د امریکا او ایران له هوکړې وروسته د سرو زرو بیه لوړه شوه
په بازار کې د نورو فلزاتو په بیه کې هم د پام وړ زیاتوالی ثبت شوی دی؛ سپین زر، پلاټین او پالاډیوم ټولو تر درې سلنې ډېره وده کړې ده.
د امریکا او ایران د شخړو د پای ته رسولو او د سیمهییز کړکېچ د کمولو لپاره یوې لومړنۍ هوکړې ته له رسېدو وروسته د سرو زرو بیه له دوه سلنې ډېره لوړه شوه. دغه راز ورسره په نړیوالو بازارونو کې د تېلو بیې راکمې شوې او د امریکايي ډالر ارزښت هم کمزوری شو.
د بازار د راپورونو له مخې، د سرو زرو د نغدو معاملو بیه د ۲.۵ سلنې له زیاتوالي سره هر اونس ۴زره او ۳۲۲ اعشاریه ۸۷ ډالرو ته رسېدلې، چې د جون له نهمې راپدېخوا تر ټولو لوړه کچه بلل کېږي.
همداراز د امریکا د اګست میاشتې د سرو زرو راتلونکو معاملو بیه هم پر ورته کچه لوړه شوې او ۴زره او ۳۴۴ اعشاریه ۸۰ ډالرو ته رسېدلې ده.
امریکايي او ایراني چارواکو ویلي، چې په دې هوکړه کې د جګړې د پای ته رسولو، پر ایران د امریکا د اقتصادي محاصرې د ختمولو او د هرمز تنګي د پرانیستلو چوکاټ شامل دی. هرمز تنګی د نړۍ د تېلو د لېږد له مهمو لارو څخه ګڼل کېږي.
له دې بدلون وروسته د امریکايي ډالر ارزښت په تېرو لس ورځو کې تر ټولو ټیټې کچې ته راکښته شوی او د نفتو بیه هم تر څلور سلنې ډېره کمه شوې ده.
د بازار شنونکي وايي، چې دې وضعیت د بیو د لوړېدا بهیر ورو کړی او د سرو زرو د بیو د لوړېدو لپاره یې مناسبه فضا برابره کړې ده.
د KCM Trade شرکت لوړپوړي شنونکي ټیم واټرر ویلي، چې د نفتو د بیو ټیټېدل او د ډالر کمزوري کېدل، چې د جیوپولیټیکي خطرونو د کمېدا پایله ده؛ په وروستیو ورځو کې د سرو زرو د بیو د ملاتړ مهم عوامل ول.
هغه خبرداری ورکړی، چې د دې بهیر دوام به تر ډېره د امریکا او ایران ترمنځ د سولې د هوکړې له ټینګښت سره تړلی وي.
دغه راز ځینو مالي بنسټونو ویلي، چې د نړیوالو سیاسي او اقتصادي بېثباتیو په اړه اندېښنې اوس هم د سرو زرو د اوږدمهالې غوښتنې ملاتړ کوي؛ خو د سود د کچې لوړېدا کولی شي پر بازار فشار راولي.
په بازار کې د نورو فلزاتو په بیه کې هم د پام وړ زیاتوالی ثبت شوی دی؛ سپین زر، پلاټین او پالاډیوم ټولو تر درې سلنې ډېره وده کړې ده.
دا بدلونونه په داسې وخت کې رامنځته کېږي، چې نړیوال پانګهوال اوس د امریکا د فډرال ریزرف د سود د کچې د نوې پرېکړې پر تمه دي؛ هغه پرېکړه، چې د نړیوالو بازارونو راتلونکی ټاکلی شي.
سوداگري
ایراني پانګوال د افغانستان کانونو ته لېواله شول؛ کابل له بهرنیو پانګونو هرکلی وکړ
د دې وزارت د څرګندونو له مخې، د پالیسۍ او پروګرامونو مرستیال عبدالرحمن قانت د ایران له سفیر عليرضا بیکدلي او د افغانستان او ایران د ګډو سوداګریزو خونو له مشرانو سره په کتنه کې د اقتصادي همکاریو د پراختیا او د کانونو په سکټور کې د پانګونې په اړه خبرې کړې دي.
د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي، چې یو شمېر ایراني پانګوالو او شرکتونو د افغانستان د کانونو او نفتو په سکټور کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
د دې وزارت د څرګندونو له مخې، د پالیسۍ او پروګرامونو مرستیال عبدالرحمن قانت د ایران له سفیر عليرضا بیکدلي او د افغانستان او ایران د ګډو سوداګریزو خونو له مشرانو سره په کتنه کې د اقتصادي همکاریو د پراختیا او د کانونو په سکټور کې د پانګونې په اړه خبرې کړې دي.
د کانونو او پټرولیم وزارت د خبرپاڼې له مخې، د ایران سفیر ایران ته د دغه وزارت د مشرتابه د پخواني سفر هوکړو ته په نغوته کې د کانونو په اړه د دوهاړخیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.
عبدالرحمن قانت په دې کتنه کې ویلي؛ افغانستان بډایه معدني زېرمې لري او د کانونو او پټرولیم وزارت له هغو ټولو نړیوالو پانګوالو هرکلی کوي، چې غواړي په دې سکټور کې پانګونه وکړي.
دغه راز په افغانستان کې د ایران د ګډې سوداګرۍ خونې مشر ویلي، چې د هېواد د اوسنیو شرایطو او د امنیت د ټینګښت له کبله ایراني شرکتونه او پانګوال د افغانستان د کانونو او پټرولیم په برخو کې پانګونې ته چمتو دي.
نوموړي همداراز ویلي، چې ایراني خصوصي شرکتونه د روزنې، تجربو د لېږد او کانونو د سپړنې او استخراج په برخه کې د تخنیکي وړتیاوو د پراختیا لپاره هم همکارۍ ته چمتو دي.
د کانونو او پټرولیم وزارت په پای کې ټینګار کړی، چې د نافذو قوانینو او کړنلارو په چوکاټ کې به له کورنیو او بهرنیو پانګوالو سره هر اړخیزې همکارۍ روانې وساتي.
سوداگري
اتحاد هوايي شرکت کابل ته هره ورځ دوه الوتنې پیلوي
دا د ۲۰۲۶ز.کال په مارچ کې کابل ته د الوتنو له پیل راپدېخوا د الوتنو د شمېر دوهیم زیاتوالی بلل کېږي او د ابوظبۍ او افغانستان ترمنځ د هوايي اړیکو د پراخېدا ښکارندويي کوي.
اتحاد هوايي شرکت څرګنده کړې، چې د ۲۰۲۶ز.کال د جولای له پېنځلسمې څخه به کابل ته هره ورځ دوه الوتنې ولري.
د دې شرکت د څرګندونو له مخې، دا پرېکړه د مسافرو په غوښتنو کې د پام وړ زیاتوالي له کبله رامنځته شوې ده.
دا د ۲۰۲۶ز.کال په مارچ کې کابل ته د الوتنو له پیل راپدېخوا د الوتنو د شمېر دوهیم زیاتوالی بلل کېږي او د ابوظبۍ او افغانستان ترمنځ د هوايي اړیکو د پراخېدا ښکارندويي کوي.
اتحاد هوايي شرکت په پیل کې کابل ته په اوونۍ کې څلور الوتنې درلودې؛ خو د مسافرو د شمېر زیاتوالي دغه شرکت اړ کړ، چې خپل خدمات پراخ کړي. اوس مسافر کولی شي د ابوظبۍ د زاید نړیوال هوايي ډګر له لارې د کورنیو، سوداګریزو او ټرانزیټي سفرونو لپاره له بېلابېلو غوراویو ګټه واخلي.
د شرکت مسوولانو ویلي، چې کابل ته الوتنې ښه پایله ورکړې او مستقیمو او ټرانزیټي مسافرو یې پراخ هرکلی کړی دی.
دا الوتنې د ایربس A320 ډوله الوتکو پر مټ ترسره کېږي، چې ۸ سوداګریزې څوکۍ او ۱۵۰ اقتصادي سیټونه لري.
د اتحاد هوايي شرکت چارواکو د الوتنو زیاتوالی د بازار د اوږدمهالې غوښتنې پایله او د خپلې هوايي شبکې د پراختیا د تګلارې یوه برخه بللې ده.
د دې مسیر پراختیا به د افغانستان او د متحده عربي اماراتو ترمنځ د اقتصادي او ټولنیزو اړیکو په پیاوړتیا کې هم مرسته وکړي. په داسې حال کې، چې زرګونه افغانان په اماراتو کې ژوند او کار کوي.
-
تازه خبرونه5 days agoد افغانستان د تماس ډله باید بېرته فعاله شي – روسیه
-
International Sports5 days agoمکسیکو او جنوبي افریقا د ۲۰۲۶ فوټبال نړیوال جام پیلوونکې لوبډلې دي
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoامریکا د ایران د وسلو له پروګرام سره تړلي کسان او بنسټونه تحریم کړل
-
نړۍ23 hours agoپه فرانسه کې د جي۷ سرمشریزه د امریکا او ایران د هوکړې له اعلان سره هممهاله ترسره شوه
-
سوداگري1 day agoد امریکا او ایران له هوکړې وروسته د سرو زرو بیه لوړه شوه
-
سوداگري5 days agoاتحاد هوايي شرکت کابل ته هره ورځ دوه الوتنې پیلوي
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoهوکړې ته د امریکا او ایران د نږدېوالي راپورونه؛ د لاسلیک نېټه اوس هم ناڅرګنده ده
-
تازه خبرونه5 days agoسلیم ساپی په ټسټ لوبه کې له ځلېدنې وروسته، د هند پر وړاندې یو ورځنیو سیالیو ته غوره شو
