نړۍ
اسرائیل غزې ته د هوايي مرستې رسولو لړۍ بیا پیل کړه – پوځیان
د اسرائیلو پوځ ویلي، چې “بشري دهلیزونه” به د ملګرو ملتونو د کاروانونو د خوندي تګ راتګ لپاره رامنځته او غزې ته د مرستې رسولو”بشري وقفې” به په ګڼ میشتو سیمو کې پلي شي.
رویټرز راپور ورکړي؛ په داسې حال کې، چې نړیوال فشارونه او د مرستندویه ادارو ګواښونه د لوږې د خپرېدا په اړه پراخ شوي؛ اسرائیلو د شنبې پر ورځ غزې ته د هوايي مرستو د رسولو لړۍ له بیا پیلولو خبر ور، چې د فلسطین په سیمه کې د بشري ناورین د کمولو لپاره به نور ګامونه هم پورته کړي.
د اسرائیلو پوځ ویلي، چې “بشري دهلیزونه” به د ملګرو ملتونو د کاروانونو د خوندي تګ راتګ لپاره رامنځته او غزې ته د مرستې رسولو”بشري وقفې” به په ګڼ میشتو سیمو کې پلي شي.
دا اعلان د اسرائیلو او فلسطینۍ وسلوالې ډلې حماس ترمنځ د دوحې د نامستقیم اوربند له خبرو اترو وروسته وشو، چې په کې هیڅ ډول تړون ندی شوی؛ ودرېدې.
د اسرائیلو پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د هوايي مرستو رسولو لړۍ به د نړیوالو مرستندویه ټولنو سره په همغږۍ ترسره شي او د مرستې اووه باره به چې اوړه، بوره او کنسر شوي خواړه په کې دي؛ورسول شي.
فلسطیني سرچینو تائید کړه، چې د غزې په شمالي برخه کې د مرستو رسولو لړۍ پیل شوې ده.
د اسرائیلو بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې پوځ به د یکشنبې پر سهار “په ملکي مرکزونو او بشري دهلیزونو کې ‘بشري وقفه’ پلي کړي” چې په دې اړه نور جزئیات ورکړ شوي ن دي.
نړیوالو مرستندویه بنسټونو ويلي، چې د غزې په ۲.۲ میلیون خلکو کې لوږه پراخه، کله، چې اسرائیلو په مارچ کې سیمې ته ټول اکمالات بند کړل او بیا یې په می کې بېرته پرانیستل؛ خو د مرستو زیرمې له نویو بندیزونو سره پای ته رسېدلي دي.
اسراییل وايي چې دوی غزې ته کافي خواړه ورکړي او ملګري ملتونه یې په دې تورنوي، چې د اسرائیلو تر بندیزونو لاندې اغېزمنه چارې تر سره کوي.
اسرائیلي پوځ د شنبې پر ورځ په خبرپاڼه کې ویلي: “اسراېیلي دفاعي ځواک ټینګار کوي، چې په غزه کې لوږه نشته؛ دا د حماس لخوا هڅول شوی له روغو ډک کمپاین دی. په غزه کې خلکو ته د خوړو د وېش مسوولیت د ملګرو ملتونو او نړیوالو مرستندویه ټولنو پر غاوه دی. له همدې کبله، تمه ده، چې ملګري ملتونه او نړیوال بنسټونه د مرستو د وېش اغېزمنتوب ښه کړي او ډاډ ترلاسه کړي، چې مرستې حماس ته نهرسیږي.”
اسرائیلي پوځ ټینګار کړی، چې له بشري کړنو سره – سره، په غزه کې “جنګي عملیات ندي درېدلي”.
دغه راز د مرستې په یوه کښتۍ کې سپاره نړیوال فعالان، چې له ایټالیا څخه غزې ته روان ول؛ ایکس په کې لیکلي، چې کښتۍ درول شوې ده.
د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزارت په ایکس کې زیاته کړې؛ سمندري ځواکونو “د غزې د ساحل سمندري زون ته د ناقانونه ننوتلو پر دلیل کښتۍ ودروله” چې دا د اسرائیلو ساحلونو ته لېږدول کیږي او ټول مسافر خوندي دي.
د غزې د روغتیا وزارت په څرګندونه کې راغلي: په تېرو څو اوونیو کې د غزې لسګونه خلک د خوارځواکۍ له کبله مړه شوي دي. دا په داسې حال کې ده، چې د دوه کلنې جګړې له پیل راپدېخوا؛ د ۸۵ ماشومانو په ګډون ۱۲۷ کسان د خوارځواکۍ له کبله مړه شوي دي.
رویټرز راپور ورکړ چې د چارشنبې پر ورځ له ۱۰۰ زیاتو مرستندویه ادارو خبرداری ورکړ، چې په ټوله سیمه کې ډلهېییزه لوږه خپره شوې ده.
پوځ د شنبې پر ورځ ویلي، چې دوی د اوبو د پاکولو له کارخونې سره د برښنا مزی نښلولی، چې تمه ده شاوخوا ۹۰۰ زره د غزې اوسیدونکو ته د ورځنيو اوبو اړتیاوې پوره کړي.
اسرائیلو پر غزه خپل بریدونه هفه مهال پیل کړل، چې د حماس پر مشرۍ جنګیالیو د ۲۰۲۳ کال د اوکتوبر پر اوومه د اسرائیلو پولې ته نږدې پر ښارونو برید وکړ؛ شاوخوا ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او ۲۵۱ نور یې یرغمل ونیول.
د روغتیا چارواکو د څرګندونو له مخې؛ له هغه وخت راپدېخوا، اسرائیلي ځواکونو په غزه کې نږدې ۶۰ زره کسان وژلي او د دې سیمې پراخه برخه یې کنډواله کړې؛ روغتونونه یې ویجاړ کړي او سیمه یې له پراخې لوږي او بېوسۍ سره مخ کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې له دې مخکې چین د غزې وږو خلکو ته خپلې اړوند خوراکي مرستې د هوا له لارې رسولې دي.