تازه خبرونه
اسلامي امارت درېیم هېواد ته د افغان کډوالو د احتمالي لېږد په اړه د مسوولانه چلند غوښتنه وکړه
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپره شوې خبرپاڼه کې ټینګار کړی، چې له افغان کډوالو سره باید د نژاد او نورو توپیرونو له په پام کې نیولو پرته، د نافذه قوانینو، منل شویو اصولو او انساني کرامت پر بنسټ چلند وشي.
د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د هغو راپورونو په غبرګون کې، چې له مخې یې امریکا غواړي یو شمېر افغان کډوال پاکستان یا درېیم هېواد ته ولېږدوي؛ ویلي، چې د افغان کډوالو د برخلیک په اړه باید د هغو قانوني حقونه او انساني کرامت په پام کې ونیول شي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپره شوې خبرپاڼه کې ټینګار کړی، چې له افغان کډوالو سره باید د نژاد او نورو توپیرونو له په پام کې نیولو پرته، د نافذه قوانینو، منل شویو اصولو او انساني کرامت پر بنسټ چلند وشي.
په دې خبرپاڼه کې له امریکا غوښتل شوي، چې په دې اړه له مسوولانه او سنجول شوي چلند څخه کار واخلي او د افغان کډوالو د برخلیک په اړه هر ډول پرېکړې او اقدامات د روښانه دوهاړخیز تفاهم، اړینې همغږۍ او د اړوند کسانو د حقونو او مشروع غوښتنو په پام کې نیولو سره ترسره کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د کډوالو د برخلیک په اړه باید د لنډمهالو امتیازاتو او نورو ملاحظاتو له مخې پرېکړې ونهشي او په دې بهیر کې د انساني کرامت، حقونو او بشري معیارونو ساتنې ته پام وشي.
د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت ویلي، د خپلو اتباعو د ملاتړ او هغوی ته د خوندي او داوطلبانه راستنېدا د آسانتیاوو برابرولو په برخه کې هر ډول رغنده همکارۍ ته ژمن دی او د خپلو وګړو د حقونو او خوندیتوب تأمین خپل مسوولیت ګڼي.