تازه خبرونه
اسلامي امارت دې د دوحې په غونډه کې ګډون وکړي – قطر
د قطر بهرنیو چارو وزارت مرستیال کابل ته راغلی او اسلامي امارت ته یې د دوحې په درېیمه ناسته کې د ګډون بلنه ورکړې ده.
محمد بن عبدالعزیز الخلیفي د پنجشنبې پر ورځ ( د غبرګولي درېیمه ) د ریاست الوزراء له اقتصادي مرستیال سره په لیدنه کې ویلي، چې دغه غونډه به د اسلامي امارت د استازي په شتون کې بې پایلې نهوي. نوموړي زیاته کړې، چې د اسلامي امارت له استازي پرته به دا ډول غونډې بې پالې وي او په دې اړه یې ملګرو ملتونو ته هم خپل دریځ روښانه کړی دی.
دې قطري چارواکي دا هم ویلي؛ هېواد یې له نړیوالو هوايي شرکتونو سره کار کوي، چې د قطر او کابل ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراخولو لپاره د یوه ځانګړي میکانیزم له مخې په افغانستان کې خپلې الوتنې پیل کړي. له همدې کبله به په نږدې راتلونکي کې یو شمېر قطري سوداګر کابل ته سفر وکړي.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په دوحه کې درېيمې ناستې ته په نغوته کې څرګنده کړې: د افغانستان په اړه جوړې شوې غونډې او نړيوال کنفرانسونه د اسلامي امارت له استازي پرته کومې پايلې ته نه رسېږي؛ نو لازمه ده، چې په داسې غونډو کې د اسلامي امارت دریځ ته درناوی وشي.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستيال هم له افغانستان سره د قطر له مرستو مننه وکړه او زياتوي، چې اوسمهال په افغانستان کې د پانګونې زمينه برابره شوې او قطري پانګهوال کولى شي په دې هېواد کې پانګونه وکړي.
