Connect with us

تازه خبرونه

اسلامي امارت دې ولس منلې شورا جوړه کړي

خپور شوی

د

د حزب اسلامي رهبر ګلبدین حکمتیار له اسلامي امارته د داسې شورا جوړولو غوښتنه کړې، چې د ولس د ارادې استازیتوب وکړي او غړي یې د ولس لخوا غوره شي او د نویو واکمنانو په ګډون هر څوک یې د پرېکړو درناوی وکړي.

په افغانستان کې د یوه جامع حکومت د جوړېدو په اړه د ټولې نړۍ له غوښتنو سره سم؛ د حزب اسلامي رهبر له اسلامي امارته غواړي، چې د ملي اجماع له مخې یوه داسې شورا جوړه کړي، چې غړي یې د خلکو له خوا وټاکل شي او نوي واکمن یې د پرېکړو درناوی کوي.

ښاغلی حکمتیار ټینګار کوي؛ دا شورا باید د راتلونکي نظام اساسي کرښو د روښانونو، د واکمنانو د لرې کولو او ټاکلو دندې ولري.

د حکمتیار په وینا؛ دغه شورا بايد د اسلامي شريعت له مخې اساسي قانون جوړ کړي او د تصميم نيونې وروستی صلاحيت ولري.

ګلبدین حکمتیار وایي؛ ښاغلی حکمتیار وايي  دغه شورا باید د اسلامي شریعت په چوکاټ کې اساسي قانون جوړ کړي او د وروستۍ پرېکړې واک ولري.

دغه سیاسي څېره ادعا کوي، چې امریکايي بې پیلوته الوتکو په افغانستان کې ډېر هدفونه پر نښه کړي؛ خو یوازې د شېیرپور برید په رسنیو کې راغلی او پاتې نور پټ پاتې دي.

هغه ټینګار کوي، چې د وروستي امریکايي سرتېري له وتلو وروسته په افغانستان کې ډرون الوتنې پیل کړې او د اسلامي امارت چوپتیا او نه اعتراض امریکا زړه وره کړه.

د اسلامي امارت ویاند درې ورځې مخکې په یوه غونډه کې ویلي؛ په افغانستان کې د القاعده د مشر د وژل کېدو ادعا اوس هم د ادعا تر بریده پاتې ده او څېړنې اوس هم بشپړې شوې ندي.

ذبیح الله مجاهد په دې غونډه کې ټینګار کړی، چې اسلامي امارت په افغانستان کې د امریکا د بې پیلوته الوتکو ګرځېدل د افغانستان پر حاکمیت تېری دی او د دې تېري د درولو لپاره یې له امریکايي چارواکو سره جدي خبرې پیل کړې دي.

د حزب اسلامي رهبر  پدې باور دی، چې ټول بهرني بنسټونه او هېوادونه او ورسره تړلې ډلې غواړي په هېواد کې ائتلافي حکومت رامنځته کړي، خو په وینا يي ائتلافي حکومتونو هېواد بحرانونو ته ټيل وهلی دی.

تازه خبرونه

زمونږ هیڅ سیسټم هک شوی ندی – د مخابراتو وزارت

د مخابراتو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ په ټولنیزو رسنیو کې شریک شوي اسناد اکثره پر ټولیزه توګه د لاسرسي وړ دي او ډېری یې د تېرو کلونو پورې اړه لري او پرله‌پسې راټول شوي دي.

Published

on

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ويلي، چې د اسلامي امارت ټول سیسټمونه خوندي دي او هیڅ سیسټم مو هک شوی ندی.

د مخابراتو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ په ټولنیزو رسنیو کې شریک شوي اسناد اکثره پر ټولیزه توګه د لاسرسي وړ دي او ډېری یې د تېرو کلونو پورې اړه لري او پرله‌پسې راټول شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې؛ دا اسناد د عامه افکارو د مغشوشولو لپاره خپاره شوي، چې وښیي؛ حکومتي سیسټمونه هک شوي دي.

د مخابراتو وزارت څرګنده کړې؛ د دې افشا شویو اسنادو ډېره برخه له هغو سکټورونو سره تړاو لري،  چې تر دې دمه کوم ځانګړی سیسټم نلري.

په خبرپاڼه کې راغلي؛ د دې وزارت اړوند سیسټمونه د تخنیکي او مسلکي کارمندانو لخوا ډاډمن او د نورو له لاسوهنې خوندي دي او د هک کېدو اوازې یې دروغ دي.

د مخابراتو وزارت زیاته کړې، چې د ملي معلوماتو مرکز (ډیټا سنټر) او نور آرشیف شوي سیسټمونه په بشپړ ډول خوندي دي او دا مهال د سایبري بریدونو پر وړاندې په یوه باوري چاپېریال کې ساتل کیږي.

ویل کیږي، چې افشا شوي معلومات ممکن په تدریجي ډول له هغو انفرادي کمپیوټررونو څخه ترلاسه شوي وي، چې امنیتي تدابیر نلري.

Continue Reading

تازه خبرونه

د اروپايي ټولنې او منځنۍ آسیا ځانګړو استازو د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړې

د تاجکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د افغانستان لپاره د منځنۍ آسیا هېوادونو او اروپايي ټولنې د ځانګړو استازو شپږمه غونډه په دوشنبه  کې ترسره شوه

Published

on

 د تاجکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د اروپايي ټولنې او منځنۍ آسیا هېوادونو ځانګړو استازو په افغانستان کې د سیاسي، اقتصادي بدلونونو، امنیتي ګواښونو او د بشري حقونو اندېښنو په اړه بحث او خبرې وکړې.

د تاجکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د افغانستان لپاره د منځنۍ آسیا هېوادونو او اروپايي ټولنې د ځانګړو استازو شپږمه غونډه په دوشنبه  کې ترسره شوه

د تاجکستان بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: "ګډونوالو د ۲۰۲۴ کال د فبروري له وروستۍ غونډې راپدېخوا په افغانستان کې د ټولنیزو- اقتصادي او سیاسي پرمختګونو په اړه بحث وکړ او همدارنګه د منځنۍ آسیا هېوادونو او اروپایي ټولنې له افغانستان سره د مرستې لپاره د چلند په اړه بحث وشو. ګډونوالو د بشري حقونو پر وضعیت، په ځانګړي توګه د ښځو او نجونو په اړه او امنیتي ګواښونو هم راوڅرخېدل."

د غونډې په څنډه کې د اروپايي او آسیایي ګډونوالو ترمنځ بېلابېلې ناستې هم ترسره شوې.

د افغانستان لپاره د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت الله ارګاشیف په ازبکستان کې د سویس له سفیر سره وکتل.

په دې غونډه کې د اوبو د سرچینو د معقولې کارونې په اړه د همکارۍ او د افغانستان د بشري ناورین د مخنیوي لپاره د ګډو هڅو په اړه بحث وشو.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ويلي، چې په افغانستان کې سوله او ثبات تامین شوی. دا، چې افغانستان یو جنګ ځپلی هېواد دی؛ نو په سیمه کې د دایمي ثبات لپاره د پراختیا په برخه کې د سیمې د هېوادونو همکارۍ ته اړتیا لري.

د منځنۍ آسیا هېوادونو پخوا له افغانستان څخه د امنیتي ګواښونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه. په ځانګړي توګه تاجکستان د ګډ امنیتي تړون ټولنې له  غړو هېوادونو غوښتنه کړې، چې له افغانستان سره د پولې امنیت پیاوړی کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

ملګرو ملتونو له اسلام‌آباد څخه د افغان کډوالو د ایستلو پر پلان اندېښنه څرګنده کړه

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) دفتر ویلي، چې دوی به له (IOM) سره د دې کړنې په اړه د پاکستان له حکومت څخه وضاحت وغواړي.

Published

on

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ(UNHCR) او د کډوالۍ نړیواله ټولنه(IOM) د پاکستان د حکومت د وروستۍ پرېکړې په اړه، چې له اسلام‌آباد څخه د استوګنې کارت (PoR) او د افغان تابعیت کارت (ACC) لرونکي افغان کډوال وباسي؛ اندېښنه څرګنده کړې ده.

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) دفتر ویلي، چې دوی به له (IOM) سره د دې کړنې په اړه د پاکستان له حکومت څخه وضاحت وغواړي.

د دغو ادارو د اعلان له مخې؛ د پاکستان حکومت د پي او آر کارت لرونکو ته د ۲۰۲۵ کال د جون تر دېرشمې پورې او هغو پناه غوښتونکو ته، چې درېیم هېواد ته د سفر لپاره تم دي؛ د مارچ تر دېرشمې وخت ورکړی، چې له اسلام‌آباد څخه ووځي.

د پاکستان حکومت تر اوسه په رسمي ډول د خپلې پرېکړې په اړه څه ندي ویلي؛ خو د ډان نیوز د راپور له مخې؛ حکومتي چارواکو سپارښتنه کړې، چې دا پلان دې د خلکو له خبرتیا پرته پلي شي.

په پاکستان کې د میشتو افغان کډوالو لپاره د ننګونو په دوام؛ د هېواد چارواکو په دې وروستیو کې پرېکړه کړې؛ هغه راجستر شوي افغانان، چې د اسلام‌آباد او راولپنډۍ د ښارونو لپاره د استوګنې جواز لري بېرته وباسي.

ډان ورځپاڼې د باخبره سرچینو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی؛ دا پلان تېره اوونۍ د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف پر مشرۍ په یو لړ غونډو کې وروستی شو.

د ځای پر ځای کولو د پلان د لومړي پړاو له مخې؛ هغه افغان وګړي، چې د افغانستان د تابعیت کارتونه (ACCs) لري، "سمدلاسه" له اسلام‌آباد او راولپنډۍ څخه وشړل شي او بیا به د غیرقانوني مهاجرو سره یوځای افغانستان ته ستانه شي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان په وینا، د ICC سند افغانانو ته په پاکستان کې د پاتې کیدو پرمهال لنډمهاله قانوني حیثیت ورکوي. په هرصورت، فدرالي حکومت پریکړه کوي چې دا کارتونه څومره وخت اعتبار لري.

خو، هغه افغانان چې د استوګنې ثبوت (PoR) کارتونه لري، چې دوی ته اجازه ورکوي چې په قانوني توګه په پاکستان کې هرچیرې ژوند وکړي، د دې سکیم په دوهم پړاو کې به بیرته راستانه شي.

ډان ورځپاڼې اټکل کړی، چې اوسمهال په پاکستان کې ۱.۳ میلیون افغان کډوال د POR کارتونه لري او ۷۰۰ زره نور د ACC کارت لرونکي دي؛ خو دا څرګنده نده، چې څومره یې په اسلام‌آباد او راولپنډۍ کې مېشت دي.

په خیبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو د ګدې عالي شورا مشر بریالی میاخېل وایي: "مونږ د UNHCR له چارواکو سره په یوه وروستۍ غونډه کې د افغان کډوالو ستونزې راپورته کړې. "د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ کارکوونکو مونږ ته ډاډ راکړ، چې دوی به خپلې غوښتنې او اندېښنې له مونږ سره شریکې کړي او د دې وضعیت د بدلولو لپاره به کار وکړي."

په اسلام‌آباد او راولپنډۍ کې د افغان کډوالو د ځورونې، توقیف او افغانستان ته د بېرته ستنېدو بهیر ګړندی شوې او هغه افغانان، چې په درېیم هېواد کې د بیا مېشتېدنې پر تمه دي؛ هم به له اسلام‌آباد او راولپنډۍ څخه وشړل شي او د مارچ تر یودېرشمې پورې به افغانستان ته ستانه شي.

دا مهال، د ۱۰ زرو څخه تر ۱۵ زرو پورې افغان وګړي په پاکستان کې د پناه غوښتنې او درېیم هېواد ته د کډه کیدو پر تمه دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!