تازه خبرونه
اسلامي امارت دې ټولګډونه حکومت رامنځته کړي – ګاونډ هېوادونه
د افغانستان د ګاونډ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د ازبکستان په سمرقند ښار کې د خپلې غونډې په پای کې د افغانستان د ستونزو د حل لپاره د دیپلوماتیکو هلو ځلو ملاتړ وکړ او له اسلامي امارت څخه یې د یوه ټولګډونه حکومت د جوړولو غوښتنه وکړه.
د دې غونډې په پای کې د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه ګډه اعلامیه کې د افغانستان د ملي حاکمیت، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ته پر درناوي او د افغانانو پر مشرۍ د خپل هېواد د سیاسي برخلیک د ټاکلو پر ملاتړ ټینګار وکړ او څرګندوي، چې افغانستان باید د جیوپولیتیکو سیالیو ډګر نه وي.
د بهرنيو چارو وزيرانو له اسلامي امارت څخه وغوښتل؛ اجازه دې نهورکوي، چې د افغانستان خاوره د ګاونډ هېوادونو پرخلاف وکارول شي.
د ازبکستان په سمرقند کې د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډه اعلامیهکې راغلي: ترهګري د ټولو هېوادونو ګډه اندېښنه ده؛ لنډمهالی حکومت باید د ترهګرو ډلو لخوا د افغانستان له خاورې د استفادې د مخنیوي لپاره خپل مکلفیتونه پوره کړي او د ټولو توکمونو او سیاسي بنسټونو په عملي ګډون سره ټولګډونه حکومت جوړ کړي. باید هغه اقدامات لغوه کړي، چې د ښځو د کار او زدهکړو حقونه یې محدود کړي دي. د امریکا او متحدین یې د افغانستان د اوسني ستونزمن وضعیت مسوولیت په غاړه لري، نو باید بندیزونه لرې کړي او د افغانستان شتمنۍ بېرته ورکړي. په افغانستان او شاوخوا سیمو کې د لویدیځو پوځي اډو بیا جوړیدل د سیمې په ګټه ندي او نړیواله ټولنه باید له افغانستان سره بشري مرستې روانې وساتي.
د بهرنیو چارو وزیرانو له اسلامي امارته هم وغوښتل، چې سمدستي ټول هغه اقدامات لغوه کړي، چې د ښځو د کار او زده کړو حقونه محدودوي.
په دې غونډه کې د روسیې، چین، پاکستان، ایران، ازبکستان او ترکمنستان پر بهرنیو چارو وزیرانو سربېره د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي هم ګډون کړی و.
دا غونډه د اسلامي امارت له پاره تر ټولو غوره فرصت بلل شوی، چې د ګاونډ هېوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو د سرپرست حکومت په رسمیت پېژندلو او له افغانستان سره د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا غوښتنه وکړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ویلي؛ اسلامي امارت له تاجکستان پرته د افغانستان له نږدې ټولو ګاونډیانو سره دیپلوماتیکې اړیکې ټینګې کړي او په ګاونډ هېوادونو کې افغان سفارتونه او قونسلګرۍ اسلامي امارت ته سپارل شوي دي.
د سمرقند غونډه د هغو غونډو لړۍ ده، چې د ۲۰۲۱ ز.کال د اګست پر ۱۵ د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته پیل شوې. لومړۍ غونډه یې د ۲۰۲۱ کال په سپتمبر میاشت کې د پاکستان پر کوربتوب وشوه، دوهیمه هغه د همدې کال د نومبر په میاشت کې ایران جوړه کړه. درېيمه غونډه د تېر کال په مارچ مياشت کې چين تر سره کړې ده.
