تازه خبرونه
اسلامي امارت د خبرو اترو د ملاتړ په اړه د لاوروف له څرګندونو هرکلی وکړ
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن (یکشنبه د چنګاښ رېیمه) په یوه خبرپاڼه کې له دغو څرګندونو څخه د هرکلي ترڅنګ ټینګار کړی، چې اسلامي امارت تل د یوه مسوول حکومت په توګه چمتو دی، چې له ټولو اړخونو سره د ګډو مسلو په اړه پراخ او پایلهلرونکی بحث ولري.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت له اسلامي امارت سره د خبرو اترو د ملاتړ په اړه د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر سرګي لاوروف له څرګندونو هرکلی کړی دی.
سرګې لاوروف د جمعې پر ورځ د قزاقستان په الماتا ښار کې د ډلهییز امنیت تړون ټولنې د بهرنیو چارو د وزیرانو د شورا له غونډې وروسته په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې د دې ټولنې غړي هېوادونه لېواله دي، چې له اسلامي امارت سره باید منظمې او اساسي خبرې اترې وشي.
اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره هراړخیزو او ګټورو خبرو اترو ته چمتو دی.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن (یکشنبه د چنګاښ رېیمه) په یوه خبرپاڼه کې له دغو څرګندونو څخه د هرکلي ترڅنګ ټینګار کړی، چې اسلامي امارت تل د یوه مسوول حکومت په توګه چمتو دی، چې له ټولو اړخونو سره د ګډو مسلو په اړه پراخ او پایلهلرونکی بحث ولري.
لاوروف همداراز ادعا کړې، چې افغانستان اوس هم د امنیتي ګواښونو سرچینه ده او په دې هېواد کې داعش، القاعده او ورسره نورې تړلې ډلې شتون لري.
یو شمېر سیاسي کارپوهان هم له هېوادونو سره د رسمي اړیکو او همکارۍ یوازنۍ لار خبرې اترې ګڼي او وايي، چې دا ډول خبرې له نړۍ سره د اسلامي امارت د اړیکو د پراخېدو او له نړیوالې انزوا څخه د اسلامي امارت د وتلو لامل ګرځي.
اسلامي امارت په وار وار ویلي چې د افغانستان خاوره به د هیڅ هیواد پر ضد نه کارول کیږي او په تیرو دوو کلونو کې هیڅ هیواد د افغانستان له خاورې نه ګواښل شوی او نه به و ګواښل شي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، چې د «اشغال له پای ته رسیدو» سره په افغانستان کې د ناامنۍ عوامل له منځه تللي او د پانګونې او د سترو پروژو د پلي کېدا لپاره شرایط برابر شوي دي.
مطالب مرتبط:
له اسلامي امارت سره تعامل مو د ملي ګټو اړتیا ده – روسیه
تازه خبرونه
ازبکستان او ناروې د افغانستان د ستونزو پر حل ټینګار وکړ
د ازبکستان بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ دواړو خواوو د افغانستان د ستونزو د حل په بهیر کې د منظمو خبرو اترو د دوام پر اړتیا ټینګار وکړ.
د افغانستان لپاره د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت الله ارګاشوف د ناروې له نوي ټاکل شوې سفیرې هلنه سنډ انډرسن سره وکتل او د افغانستان په اړه یې د دوه اړخیزو همکاریو د وضعیت په اړه خبرې وکړې.
د ازبکستان بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ دواړو خواوو د افغانستان د ستونزو د حل په بهیر کې د منظمو خبرو اترو د دوام پر اړتیا ټینګار وکړ.
د غونډې په لړ کې د ناروې سفیرې د افغانستان په اړه د ازبکستان د منسجم سیمهییز دریځ جوړونې له هڅو ستاینه وکړه.
دغه راز په دې ناسته کې د افغانستان د ملي اقتصاد د بیارغونې او د سیمهییزې نښلېدا په پروژو کې د دې هېواد د یوځای کېدا پر امکاناتو نظرونه تبادله شول.
دواړو خواوو په افغانستان کې د ثبات او پرمختګ د ملاتړ لپاره د همکاریو او سیمهییزو تعاملاتو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.
تازه خبرونه
متقي د سعودي عربستان له سفیر سره په چین کې د کابل-اسلامآباد پر مذاکراتو خبرې وکړې
د بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ متقي په اورومچي کې له پاکستاني لوري سره د وروستیو خبرو اترو په اړهد څرګندونو پر مهال هیله من شو، چې د تفسیر توپیرونه او ځینې کوچني تخنیکي مسایل به د خبرو د پرمختګ مخه ونهنیسي.
د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي او په کابل کې د سعودي عربستان سفیر فیصل بن طلق البقمي د ناستې پر مهال د چین په اورومچي ښار کې د سیمهییزو بدلونونواو د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر وروستیو مذاکرانو خبرې وکړې.
د بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ متقي په اورومچي کې له پاکستاني لوري سره د وروستیو خبرو اترو په اړهد څرګندونو پر مهال هیله من شو، چې د تفسیر توپیرونه او ځینې کوچني تخنیکي مسایل به د خبرو د پرمختګ مخه ونهنیسي.
متقي د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ اړیکې مثبتې وارزولې او وایي، چې د دواړو وروڼو هېوادونو ترمنځ اړیکې به په سیاسي، امنیتي او اقتصادي برخو کې نورې هم پراخې شي.
د سعودي سفیر زیاته کړې، چې سیاسي او امنیتي ثبات او همدارنګه په افغانستان کې اقتصادي پرمختګونه خورا مهم دي او ریاض په دې برخو کې له افغانستان ملاتړ کوي.
تازه خبرونه
له افغانستان سره عملي او رغنده تعامل؛ د یوناما بنسټیزې هڅې او سیمهییزه همکاري
د ډیپلومات ورځپاڼې د راپور له مخې؛ یوناما په دې بهیر کې مرکزي رول لوبوي او د واکمنو او نړیوالې ټولنې ترمنځ د ډیپلوماټیک منځګړيتوب هڅې تر سره کوي.
د ۲۰۲۱ ز.کال له بدلونونو نږدې پېنځه کاله وروسته، د افغانستان په اړه د نړیوالې ټولنې په چلند کې څرګند بدلون رامنځته شوی او د انزوا پر ځای عملي تعامل ورته د پام وړ ګرځېدلی دی.
د ډیپلومات ورځپاڼې د راپور له مخې؛ یوناما په دې بهیر کې مرکزي رول لوبوي او د واکمنو او نړیوالې ټولنې ترمنځ د ډیپلوماټیک منځګړيتوب هڅې تر سره کوي.
یوناما د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تر څار لاندې پر درې بنسټیزو برخو راڅرخیږي؛ سیاسي تعامل، پر بشري حقونو څار او د بشري مرستو همغږي. په داسې حال کې، چې افغانستان له جدي اقتصادي او ټولنیزو ننګونو سره مخ دی.
د ملګرو ملتونو چارواکي ټینګار کوي؛ اوسنيو شته واقعیتونو ته پر پاملرنه، تعامل یوازنی عملي غوراوی دی. بندیزونه په ټوله کې ځانګړي اشخاص پر نښه کوي؛ خو د نړیوالې پېژندنې نشتوالی د پانګونې او اوږدمهاله پراختیا مخه نیسي.
سیمهییزه همکاري په ځانګړي توګه له منځنۍ آسیا سره اړینه شوې؛ د سیمې هېوادونو د بشري لوژستیک، سوداګرۍ او بنسټیزو اړیکو په برخو کې خپل رول پراخ کړی او د ازبکستان ترمذ ښار د مرستو رسولو لپاره یو اړین مرکز ګرځېدلی دی.
په دې توګه د یو ګډ نړیوال چوکاټ رامنځته کېدا اوس هم ننګونکې ده؛ ځکه، چې د نړیوالو، سیمهییزو او افغان چارواکو ترمنځ بېلابېل لیدلوري شتون لري.
یوناما ټینګار کوي، چې د باور له نشتوالي سره – سره د خبرو اترو لارې خلاصې پاتې دي.
دغه راز د سیمهییز پرمختګ لپاره یو پراخ جوړښت هم مخ پر ښکارهکېدا دی. د دوامداره پراختیایي اهدافو لپاره د ملګرو ملتونو سیمهییز مرکز پر ۲۰۲۵ ز. کال په الماتا کې د انټونیو ګوټرش او قاسم-جومارت توکایوف پر ملاتړ پرانیستل شو، چې موخه یې په منځنۍ آسیا کې پر اوږدمهاله لومړیتوبونو تمرکز دی.
په ټولیزه توګه دا بدلونونه له افغانستان سره د تدریجي او منظم تعامل پر لوري د چلند بدلون پر ګوته کوي او ښیي، چې نور دا هېواد د ګواښونو سرچینه نه، بلکې د فرصتونو د ځای په توګه لیدل کیږي.
-
تازه خبرونه5 days agoپه هرات کې پر ملکي وګړو د مرګوني برید په اړه نړیوال غبـــرګونونــه راڅــرګند شول
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoامریکا د ایران سمندري بندرونو ته د بېړیو پر تګ راتګ بندیز ولګاوه
-
نړۍ3 days agoایران د هوکړې غوښتونکی دی؛ خو اټومي اختلافات یې خنډ شوي – ټرمپ
-
روغتيا5 days agoد روان کال د ګوزڼ واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شو
-
نړۍ4 days agoد منځني ختیځ جګړه د نړۍ اقتصاد ته ګواښ دی
-
تازه خبرونه5 days agoامیرخان متقي او د ترکیې سفیر پر سیمهییزو بدلونونو خبرې وکړې
-
سوداگري4 days agoپه کابل کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ ۳۸ هوکړهلیکونه لاسلیک شول
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان او پاکستان شخړو ډېری ښځې او نجونې زیانمنې کړې دي – ملګري ملتونه


