تازه خبرونه

اسلامي امارت د داعش د وړتیاوو په اړه د م.م د امنیت شورا د چارواکو څرګندونې رد کړې

Published

on

(Last Updated On: وږی ۵, ۱۴۰۲)

د افغانستان اسلامي امارت د یکشنبې پر ورځ ( د وږي ۵) په افغانستان کې د داعش د عملیاتي وړتیاوو د زیاتوالي په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دوه لوړ پوړیو چارواکو وروستۍ اندېښنه رد کړه او دا یې د ځپل شوي داعش لپاره پروپاګند یاد کړ.

په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې په افغانستان کې د ۲۰ ترهګرو ډلو د شتون، د ناقانونه وسلو د کارونې د پراخېدو او د داعش د عملیاتي وړتیاوو د زیاتوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه بیان کې څرګنده کړې: په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ترهګرۍ ضد مبارزې دوه لوړ پوړیو چارواکو د افغانستان او نړۍ لپاره د داعش د ګواښونو په اړه استازیوو ته معلومات وړاندې کړل. دوی ادعا کوي، چې په دې هېواد کې د ۲۰ ډلو شتون، د وسلو د کارېدا پراخېدا او د داعش د عملیاتي وړتیاوو زیاتوالی یو ځل بیا تکرار شوی.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې: دغه نظام یو ځل بیا دغه بې اساسه تورونه ردوي او په داسې حال کې، چې په دې ډول مسایلو کې د شفاف تعامل غوښتونکي دي؛ یادونه کوي، چې په تېرو دوه کلونو کې افغان امنیتي ځواکونه د ناقانونه وسلو او داعش پر وړاندې پر جګړه بوخت دی. په سلګونه خپلواک عملیات ترسره شوي، چې په پایله کې یې وسلې او مهمات ترلاسه شوي او د داعش عملیاتي وړتیا له منځه تللې ده.

مجاهد په اعلامیه کې زیاته کړې: څوک چې دا ډول بې اساسه ادعاوې کوي، یا لږ معلومات لري، یا له دا تبلیغاتو سره د داعش ځپل شوې ډله لمسوي او یا په سیمه کې بې ثباتۍ ته لمن وهي.

نوموړی وایي؛ حقیقت دا دی، چې په تېر کال کې د داعش فعالیتونه صفر ته راټیټ شوي؛ خو بیا هم یوه نړیواله اداره دا ډول منفي او بې اسناده تبلیغات کوي او په دې اړه ثبوت هم نه‌شي وړاندې کولی او ثابتولی یې هم نه‌شي او خپل اعتبار تر پوښتنې لاندې راولي.

د اسلامي امارت ویاند دا هم ویلي؛ د ملګرو ملتونو او نورو اړخونو له‌خوا پر افغانستان یو اړخیز بندیزونه او د شتمنیو بندول په افغانستان کې د ستونزمن بشري وضعیت اصلي لامل دی، چې د عامو افغانانو پر ژوند یې ناوړه اغېز کړی دی. مونږ د سیمې د ثبات په خاطر د دې وضعیت د سمدستي بدلون غوښتونکي یوو.

Trending

Exit mobile version