د هوا حالاتو بدلونونه
اسلامي امارت د دوهیم ځل لپاره په اقلیمي نړیواله غونډه کې ګډون کوي
اسوشیټیډ پرس خبري آژانس راپور ورکړی، چې د اسلامي امارت چارواکي به په دې غونډه کې څارونکي وي او د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د اقلیمي بدلونونو برخې رییس روحالله امین هم تائید کړې، چې کابل په دې غونډه کې د ګډون هوډ لري.
ټاکل شوې د افغانستان اسلامي امارت چارواکي واک ته له رسېدا وروسته د دوهیم ځل لپاره د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلونونو په نړیواله غونډه (COP31) کې ګډون وکړي؛ دا غونډه به راتلونکې اوونۍ د ترکیې په انتالیا ښار کې جوړه شي.
اسوشیټیډ پرس خبري آژانس راپور ورکړی، چې د اسلامي امارت چارواکي به په دې غونډه کې څارونکي وي او د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د اقلیمي بدلونونو برخې رییس روحالله امین هم تائید کړې، چې کابل په دې غونډه کې د ګډون هوډ لري.
یوه ترکي چارواکي هم په COP31 غونډه کې د اسلامي امارت د استازو ګډون تائید کړی دی.
اسلامي امارت له دې دوه کاله مخکې هم د آذربایجان په پلازمېنه باکو کې د اقلیمي بدلونونو د نړیوالې غونډې ګډونوال و؛ خو د اسلامي امارت استازي د ملګرو ملتونو د اقلیم په نړیوالو غونډو کې رسمي دریځ نهلري. ملګرو ملتونو تر اوسه په عمومي غونډه کې د افغانستان څوکۍ اسلامي امارت ته نهده سپارلې او د دې ټولنې ډېری غړیو هېوادونو هم د اسلامي امارت حکومت پر رسمیت نهدی پېژندلی.
د څارونکو په توګه ګډون د اسلامي امارت استازو ته اجازه ورکوي، چې په غونډو او خبرو اترو کې برخه واخلي؛ خو د اقلیمي تګلارو او موخو په اړه په خبرو اترو او پرېکړو کې د رسمي ګډون حق نهلري.
افغانستان؛ د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د نړۍ یو زیانمنونکی هېواد دی
افغانستان د هغو هېوادونو په ډله کې دی، چې د اقلیمي بدلونونو له کبله تر ټولو ډېر زیان ویني؛ پرلهپسې وچکالیو، د اوبو کمښت، سختې ګرمۍ او ناڅاپي سېلابونو د میلیونونو وګړو ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی.
د کډوالۍ نړیوالې ټولنې د راپور له مخې؛ یوازې د تېر کال له اپریل څخه تر ډسمبر پورې په افغانستان کې له ۱.۶ میلیون ډېر کسان د اقلیمي بدلونونو د اغېزو له کبله اړ شوي، چې خپل کورونه پرېږدي.
څرنګه، چې د افغانستان د وګړو لویه برخه پر کرنه بوخته ده؛ د وچکالیو دوام او د اوبو د سرچینو کمښت د هېواد پر کرنیزو تولیداتو او خوړو خوندیتوب هم سخت منفي اغېز کړی دی.
په نړیوالو غونډو کې د افغانستان د استازولۍ پر سر اختلاف
د افغانستان اسلامي امارت په دې باور دی، چې د افغانستان خلک باید د اقلیمي بدلونونو په نړیوالو غونډو کې استازولي ولري او د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د مبارزې مالي سرچینو ته لاسرسی ومومي.