تازه خبرونه
اسلامي امارت د غصب شویو ځمکو او سیمو د بېرته راګرځولو نومی نوی وزارت جوړوي
اوسمهال، د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کار د یو کمیسیون لخوا ترسره کیږي.
د عدلیې وزارت ويلي، چې د اسلامي امارت رهبر د غصب شویو ځمکو او سیمو د بېرته راګرځولو نومي نوي وزارت د جوړولو فرمان صادر کړی دی.
اوسمهال، د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کار د یو کمیسیون لخوا ترسره کیږي.
د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمیسیون د یکشنبې پر ورځ ( د غویی یوویشتمه) په یوه خبري غونډه کې وویل، چې په ټول هېواد کې ۴۹.۷ میلیون جریب غصب شوې ځمکه پېژندل شوې، چې ۳.۹ میلیون جریبه بېرته ترلاسه شوې ده.
د کمیسیون چارواکو ویلي، چې په کابل کې د استوګنې د ۳۶ ښارګوټو بیاکتنه شوې او د ۱۳ په اړه یې پرېکړې صادرې شوې دي.
د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ هغه خلک، چې په غیرقانوني او غصب شویو میشت ځایونو کې یې ځمکې اخیستې دي د کمیسیون لخوا یې ټول حقونه خوندي دي او یوازې د میشت ځایونو مالک غصب کوونکی ګڼل کیږي.
دوی دا هم ویلي، چې د نوي کابل پروژې لپاره ۳۷۰ زره جریبه ځمکه ځانګړې شوې او دا مهال څلور شرکتونه په دې پروژه کې فعالیت کوي.