Connect with us

تازه خبرونه

اسلامي امارت د قره باغ په شخړه کې له آذربایجان ملاتړ څرګند کړ

خپور شوی

د

  د افغانستان اسلامي امارت ویاند ویلي، چې اسلامي امارت د آذربایجان او ارمنستان ترمنځ د قره باغ په سرحدي شخړه کې له آذربایجان ملاتړ کوي.

د آذربایجان د ترند خبري اژانس د راپور له مخې؛ ذبیح الله مجاهد د آذربایجان له دولتي تلویزیون سره په مرکه کې ویلي، چې د افغانستان اسلامي امارت د ځمکني بشپړتیا په مسئله کې له آذربایجان ملاتړ کوي.

هغه ویلي؛ لومړی زه غواړم ووایم، چې مونږ تل د ټولو هېوادونو له سرحدونو او ځمکني بشپړتیا درناوی او دفاع کړې ده. لکه څنګه، چې تاسې پوهیږئ د افغانستان د ځمکني بشپړتیا مسله ډېره مهمه ده. دغسې زما پر اند د آذربایجان لپاره هم سرحدي موصوع پر همدې کچه اهمیت لري.

په دې مرکه کې د اسلامي امارت ویاند دا هم ویلي؛ اسلامي امارت چمتو دی، چې آذربایجان په کابل کې  سفارتي هڅې پیل کړي.

هغه وایي: مونږ په افغانستان کې د آذربايجان سفارت پرانستلو ته سل په سلو کې چمتو يوو. مونږ چمتو یوو، چې زمینه برابره او ورته مناسب کار وکړو. مونږ هم غواړو، چې په آذربایجان کې خپل استازي ولرو.

تازه خبرونه

د اوبو او انرژۍ وزارت چارسمبالي په تاشکند کې له افغان پانګوالو سره وکتل

د اوبو او انرژۍ وزارت نن (چارشنبه د غویی څلیریشتمه) په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې په دې غونډه کې عبداللطیف منصور تاشکند میشتو افغان پانګوالو ته ډاډ ورکړ، چې اسلامي امارت به په هېواد کې د دوی د پانګونې لپاره اړینېآسانتیاوې برابرې کړي.

Published

on

د اوبو او انرژۍ وزارت چارسمبالي(سرپرست) عبداللطیف منصور ازبکستان ته د خپل رسمي سفر په لړ کې د افغانستان سفارت ته ولاړ او په تاشکند کې یې د اسلامي امارت له سفیر عبدالغفار بحر، د سفارت له چارواکو او یو شمېر افغان پانګوالو سره ولیدل.

د اوبو او انرژۍ وزارت نن (چارشنبه د غویی څلیریشتمه) په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې په دې غونډه کې عبداللطیف منصور تاشکند میشتو افغان پانګوالو ته ډاډ ورکړ، چې اسلامي امارت به په هېواد کې د دوی د پانګونې لپاره اړینېآسانتیاوې برابرې کړي.

هغه له هغو وغوښتل، چې د هېواد د اوبو او انرژۍ په سکټورونو کې پانګونه وکړي او زیاتوي، چې افغانستان اوس د امنیتي پلوه د پانګوالو لپاره ښه فرصت برابروي.

هغه ټینګار کړی، چې اسلامي امارت د خصوصي سکټور ملاتړ ته ژمن دی او پانګوالو ته یې قانوني، تخنیکي او اداري آسانتیاوې برابرې کړې دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

ایران د افغانستان د اوسپنې په کانونو کې ۵ میلیارډ ډالر پانګونه کوي

په کابل کې د ایران سفیر ویلي، چې د افغانستان بډایه کاني سرچینې د دواړو ګاونډ هېوادونو ترمنځ د همکارۍ لپاره یو ښه فرصت دی.

Published

on

Last Updated on: غویی ۲۵, ۱۴۰۴

د ایران فارس نیوزخبري سرچینې د خبر له مخې؛ ایران هڅه کوي، چې د افغانستان د اوسپنې کانونو په استخراج کې پېنځه میلیارډ ډالر پانګونه وکړي.

په کابل کې د ایران سفیر ویلي، چې د افغانستان بډایه کاني سرچینې د دواړو ګاونډ هېوادونو ترمنځ د همکارۍ لپاره یو ښه فرصت دی.

د راپور له مخې ایران په دې پانګونه کې نږدې شپږ سلنه ګټه تر لاسه کوي، چې د نشر شويو ارقامو پر بنسټ ۳۰ میلیارډ ډالرو ته رسیږي.

د هېواد د کانونو او پټرولیم وزارت هم وايي، چې په دې وروستیو کې د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراختیا ترڅنګ د ایران له لوري د افغانستان د کانونو په سکټور کې پر پانګونه خبرې اترې روانې دي.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان ویلي؛ د افغانستان او ایران حکومتونو ترمنځ له بل هر وخت ښې اړیکې شته او د افغانستان د کانونو په سکټور کې ایراني لوری د پانګونې لېوالتیا لري او په دې برخو کې له ایراني لوري سره ناستې شوي او نورې ناستې هم رواني دي.

د خصوصي سکټورځیني غړي وايي، چې ایران د اوسپنې د استخراج په برخه کې لوړ ظرفیت لري او پانګونه یې د هېواد د صنعت په پراختیا کې مهم ګام بولي.

د اوسپنې ویلې کولو د ټولنې اجرائیه رییس عبدالنصیر رشتیا وایي: ((افغانستان د اوسپنې د کانونو په پرخه کې تر ټولو لوی ظرفیت لري؛ خو هیله ده، چې د هېواد د کانونو د استخراج او پروسس چارې په هېواد کې دننه تر سره شي، چې ګټورتوب يي پراخ شي)).

د اقتصادي چارو یوشمېر کارپوهانو ويلي؛ که  د ایرن له لوري د افغانستان د کانو نو په سکټور کې پانګونه وشي له دې سره به د دواړه هېوادونو د اقتصادي اړیکو د پرا ختیا ترڅنګ په هېواد کې د بې روزګارۍ  کچې د را ټیټدو ترڅنګ به د ملي عوایدو د زیاتېدو لپاره هم زمینه برابره کړي.

د ایراني رسنیو د معلوماتو له مخې؛ ایران له تېر و څو کلونو راپدېخوا د افغانستان د کانونو په سکټور کې ۲.۳ میلیارډ امریکايي ډالرو تړونونه تر لاسه کړي، چې په دې تړونونو کې د اوسپنې کانونو استخراج هم  شامل دی، چې په کې به پېنځه میلیارډ ډالر پانګونه وکړې.

Continue Reading

تازه خبرونه

د اسلامي امارت لوړ پوړی پلاوی کازان ته ورسېد

اقتصادي مرستیالۍ په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې ویلي، چې د کازان په نړیوال هوايي ډګر کې د تاتارستان جمهوریت مرستیال مشر د اسلامي امارت د لوړ پوړي پلاوي “تود هرکلی” وکړ.

Published

on

د اسلامي امارت یو لوړ پوړی پلاوی د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر پر مشرۍ نن (چارشنبه د غویی څلیریشتمه) د تاتارستان جمهوریت پلازمېنې کازان ته ورسېد، چې د کازان په شپاړلسم نړیوال اقتصادي فورم کې ګډون وکړي.

اقتصادي مرستیالۍ په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې ویلي، چې د کازان په نړیوال هوايي ډګر کې د تاتارستان جمهوریت مرستیال مشر د اسلامي امارت د لوړ پوړي پلاوي “تود هرکلی” وکړ.

د کازان نړیوال فورم تېره ورځ( د غویی درویشتمه) د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین پر پرانستونکې وینا پیل شو او د غویی تر اته‌ویشتمې به روان وي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!