تازه خبرونه
اسلامي امارت د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې کمیسیون رامنځته کړ
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د شنبې پر ورځ ویلي، چې د مسکراتو او نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې عالي کمیسیون له جوړېدو څخه موخه په هېواد کې کروندګرو ته بدیل کښت او روږدو کسانو ته د درملنې لارې چارې لټول دي.
د ریاست الوزراء سياسي مرستيالۍ د مسکراتو او نشهيي توكو پر وړاندې د مبارزې عالي كمیسیون له جوړولو خبر وركړ.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د شنبې پر ورځ ویلي، چې د مسکراتو او نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې عالي کمیسیون له جوړېدو څخه موخه په هېواد کې کروندګرو ته بدیل کښت او روږدو کسانو ته د درملنې لارې چارې لټول دي.
په دې کتنه کې د کورنیو چارو وزارت له نشهیي توکو سره د مبارزې مرستیال عبدالحق اخوند ټینګار کړی، چې د کوکنارو ټولې کروندې له منځه وړل شوي او د نشهیي توکو په قاچاق کې ښکېل یو زیات شمېر کسان نیول شوي هم دي.
هغه زیاته کړې، اسلامي امارت د نشهيي توکو پر وړاندې بریالۍ هڅې تر سره کړي او نړیوالې ټولنې هم دغه بریا منلې ده.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې؛ تېر کال په افغانستان کې د کوکنارو کښت ۹۵ سلنه کموالی موندلی دی.
ویل کیږي، چې د افغانستان په اړه د دوحې د درېیمې غونډې یو هدف هم د نشهيي توکو پر وړاندې مبارزه او کروندګرو ته د بدیل کښت برابرول دي.
اړوند خبرونه:
په افغانستان کې مو له ۵۴ زره څخه د ډېرو روږدو کسانو درملنه کړې
روسيې له نشه يي توکو سره د اسلامي امارت له مبارزې ستاينه وکړه