تازه خبرونه
اسلامي امارت د پاکستان په ګډون له ټولو ګاونډ هېوادونو سره ښې اړيکې غواړي
د اسلامي امارت ویاند د افغانستان او پاکستان تر منځ د اړیکو په اړه ویلي؛ د افغانستان اسلامي امارت د پاکستان په ګډون له خپلو ټولو ګاونډ هېوادونو سره د ښه ګاوندیتوب په روحیه ښې اړيکې غواړي او پر ټولو هغو لارو چارو باور لري، چې دغه هدف ته مونږ رسولی شي.
ذبیح الله مجاهد وایي: په دې وروستیو کې د پاکستانيو چارواکو لخوا د افغانستان په اړه ناسمې څرګندونې کیږي، چې مونږ يې د تأسف وړ بولو.
اسلامي امارت هڅه کوي، چې د افغانستان خاوره د پاکستان او هیڅ کوم بل هېواد پر وړاندې ونه کارول شي او همدې هدف ته ژمن هم یوو.
نوموړي څرګنده کړې؛ پاکستانی اړخ هم مسوولیت لري، چې د وضعیت د کابوکیدو هڅې وکړي، له بې بنسټه خبرو او پاروونکیو څرګندونو څخه دې ډډه وکړي؛ ځکه داسې خبرې او بې باورۍ د هيڅ اړخ په ګټه ندي.
هغه څرګنده کړې؛ د افغانستان اسلامي امارت لکه څرنګه، چې پخپل هېواد کې امن او ثبات ته ارزښت ورکوي، همداسې د ټولې سیمې لپاره امن او ثبات غواړي او په دې لاره کې خپلې هلې ځلې روانې ساتي.
تېره ورځ (دوشنبه د مرغومي ۱۲ ) د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف له جیو نیوز سره په مرکه کې ویلي: اسلامی امارت هوکړه کړې، چې د افغانستان خاوره به د پاکستان پر ضد نه کارول کېږي؛ خو د ده په وینا، تحریک طالبان پاکستان (TTP) په افغانستان کې د پاکستان پر ضد خپل بریدونه پلانوي.