تازه خبرونه

اسلامي امارت د کابینې بشپړولو له هلو ځلو خبر ورکړ

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۲)

که څه هم د اسلامي امارت د ویاند مرستیال وايي، چې د نظام د جوړښت او د دولتي چارو د پرمختګ په برخه کې کومه ستونزه نشته؛ خو د حکومتدارۍ د چارو د سمون لپاره د اوسنۍ لنډمهالې کابینې د بشپړولو هڅې روانې دي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي اوسنۍ کابینه ټولګډونه ګڼي؛ خو وایي، چې ځینې هېوادونه هڅه کوي د ټولګډونه حکومت پر پلمه په نظام کې خپلې مهرې ځای پرځای کړي.

کابو شل میاشتې کېږي، چې د اسلامي امارت کابینه د لنډمهالو وزیرانو لخوا اداره کېږي او تر اوسه په رسمي توګه دغه کابینه نده بشپړه شوې.

د اسلامي امارت چارواکي وايي، د حکومتوالۍ د سمون او د کابینې د بشپړولو هڅې روانې دي او د کابینې تر بشپړېدو پورې به بدلونونه دوام ولري.

د اسلامي امارت چارواکي زیاتوي، چې اوسمهال د سرپرستې کابینې له کبله د حکومت د کارونو په پرمختګ کې کومه ستونزه نده رامنځته شوې.

کارپوهان په دې باور دي، چې د کابینې بشپړېدل د حکومتولۍ د چارو د ښه پرمختګ په برخه کې اغېزمن رول لوبولی شي؛ خو ټینګار کوي، چې په دولتي ادارو کې باید له تکړه، پوه کسانو کار واخیستل شي.

تر اوسه نده څرګنده، چې د اسلامي امارت کابینه به کله په رسمي ډول بشپړه شي؛ خو د اسلامي امارت چارواکي ټینګار کوي، چې د اړتیا او وړتیا له مخې به په دولتي ادارو کې ادلون بدلون او نوې ګمارنې کیږي، چې د حکومتولۍ په چارو کې خنډ رامنځته نه‌شي.

Trending

Exit mobile version