Connect with us

تازه خبرونه

د یوناما استازې د ایران له بهرنیو چارو وزیر سره وکتل

خپور شوی

د

د ایران بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان د یوناما له مشرې سره په لیدنه کې د افغانستان ستونزې “پېچلې” وارزولې او د ” بېلابېلو او څو اړخیزو حل لارو” په اړه یې ټینګار څرګند کړ.

د ایران بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې، چې پرون (دوشنبه د غویی څلیریشتمه) خپره شوې؛ لیکلي، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي استازې ميرمن روزا اوتنبایوا له ډاکټر امیر عبداللهیان سره کتلي او خبرې کړې دي.

په دې خبرپاڼه کې د ایران بهرنیو چارو د وزیر د څرګندونو له مخې لیکل شوي، چې: د افغانستان په کورنیو چارو کې د امریکا د هدفي لاسوهنو غځېدا به د دغه هېواد حالات نور هم پېچلي کړي.

نوموړي ویلي: د افغانستان ستونزې پېچلې دي؛ نو اړينه ده، چې پر څو اړخيزو حل لارو غور وشي.

دا غونډه د دوحې د درېیمې ناستې په څنډه کې جوړه شوې، چې د دوحې له لومړۍ او دوه‌یمې ناستې وروسته به د افغانستان پر وضعیت د ملګرو ملتونو پر کوربتوب جوړه شي.

د ایران بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې رورا اتونبایوا د امیر حسین عبداللهیان سره د دوحې د درېیمې غونډې په اړه سلامشورې او د نظر تبادله وکړه.

میېرمن اتونبایوا د ایران د حکومت او خلکو له میلمه پالنې او د هغوی د وضعیت د ښه کېدو لپاره له ترسره شویو هڅو د مننې ترڅنګ په افغانستان کې د بشري ناورین په اړه د نړیوالې ټولنې پر بې‌تفاوتۍ نیوکه وکړه.

په افغانستان کې د ملګرو ملتو استازې په افغانستان کې د حالاتو پېچلتیا او د پرمختګونو بهیر تائید کړ او د دغه هېواد د پرمختګ او ثبات لپاره د سیمه‌ییزو فعالانو د بېلابېلو دریځونو پر همغږي کولو یې ټینګار وکړ.

اتونبایوا د ایران د سیمه‌ییزو نوښتونو د اهمیت پر ارزولو د ګاونډیانو د غونډې په چوکاټ کې د ایران د سیاسی هڅو هرکلی وکړ.

دغه راز د افغانستان په چارو کې د ایران سفیر او د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قُمي له میرمن اوتنبایوا سره په جلا کتنه کې د افغانستان او سیمې واقعیتونو ته د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې د پاملرنې غوښتنه کړې ده.

د دوحې د درېیمې غونډې د نېټې او د هغې د اجنډا په اړه څه ول شوي ندي؛ خو د ملګرو ملتونو له‌خوا د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي ټاکل، چې د افغانستان د ستونزې د حل لپاره د دې ټولنې پرېکړه ده، اړینه برخه وي. په داسې حال کې، چې د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالی امیرخان متقي د افغانستان لپاره د یوناما تر څنګ د بل استازي ټاکل د وخت اړتیا نه بولي.

تازه خبرونه

پر کندهار، پکتیا او خوست د پاکستان په هوايي بریدونو کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شول – اسلامي امارت

مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.

Published

on

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ويلي، پاکستاني پوځ تېره شپه(د تلې دوه‌یمه) یو ځل بیا پر کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو هوايي بریدونه کړي، چې په کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شوي دي.

مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.

د اسلامي امارت ویاند د دغو بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې د پاکستان د پوځ پر وړاندې به «پرېکنده دریځ» ونیول شي او مناسب ځواب به ورکړ شي.

نوموړي زیاته کړې؛ پاکستاني پوځي کړیو د دغو بریدونو د توجیه لپاره ادعا کړې، چې له افغانستان څخه د پاکستان لوري ته بې‌پیلوټه الوتکې اوښتې دي.

د مجاهد وتایي؛ پاکستان یو ځل بیا د خپلو کورنیو ستونزو د توجیه لپاره پر افغان خاوره هوايي برید کړی او دغه ډول اقدامات د افغان ولس غصه راپاروي.

نوموړي خبرداری ورکړی، چې د پاکستان د پوځ دا ډول اقدامات به ورته ناوړه پایلې ولري.

Continue Reading

تازه خبرونه

پاکستان په کندهار او خوست کې هوايي بریدونه کړي

د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نه‌دی اوښتی.

Published

on

نن پنجشنبه( د تلې دوه‌یمه) سهار وختي پاکستاني پوځي الوتکو د کندهار ښار او د خوست ولایت په ځینو سیمو کې هوايي بریدونه کړي دي.

د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نه‌دی اوښتی.

د سرچینې د څرګندونو له مخې، پاکستاني الوتکو د خوست په مرکز کې هم پر ځینو سیمو بریدونه کړي دي؛ خو د دغو بریدونو د دقیقو هدفونو او د احتمالي زیانونو په اړه لا ډېر جزئیات خپاره شوي نه‌دي.

د تازه بریدونو احتمالي زیانونو په اړه جزئیات به وروسته خپاره شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په واخان دهلیز کې« د ورېښمو لارې» د سړک جوړولو چارې بشپړې شوې

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ دغه سړک ټولټال ۱۲۱،۱۳ کیلومټره اوږدوالی لري، چې د برغل له سیمې پیلېږي او د چین تر پولې پورې د بزای ګنبد سیمې ته غځېدلی دی.

Published

on

د بدخشان د کلیو د بیارغونې او پراختیا رییس امان‌الله چهره ويلي، د «ورېښمو لارې» د سړک جوړولو پروژه د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له‌خوا پلې شوې ده.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ دغه سړک ټولټال ۱۲۱،۱۳ کیلومټره اوږدوالی لري، چې د برغل له سیمې پیلېږي او د چین تر پولې پورې د بزای ګنبد سیمې ته غځېدلی دی.

هغه زیاتوي؛ د دغه سړک د جوړولو چارې په تېرو پېنځه کلونو کې پرمخ تللي او اوس یې چارې بشپړې پای ته رسېدلې دي.

چهره زیاته کړې؛ د نقشې او ډیزاین له مخې د دغه سړک سور له اووه څخه تر ۱۰ مټرو پورې دی او په اوږدوالي کې یې درې ستر پلونه جوړ شوي دي. یو پل د چین پولې ته نږدې، بل د بزای ګنبد په سیمه او درېیم پل د برغل په سیمه کې جوړ شوی، چې د هر یوه اوږدوالی شاوخوا ۲۰ څخه تر ۲۲ مټرو پورې دی.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د دغه سړک په اوږدو کې ګڼ شمېر د اوبو تېرولو واړه پلچکونه هم جوړ شوي، چې روانې اوبه په مناسبه توګه له سړک څخه واوړي.

ویل کیږي، چې دغه سړک به په نږدې راتلونکې کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!