تازه خبرونه

اسلامي امارت غواړي له امریکا سره قوي اړیکې ولري

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د جاپان له یوې رسنۍ سره په ځانګړې مرکه کې دا خبره کړې؛ خو د افغانستان بانک د زیرمو پر پرله‌پې کنګلتبا یې هم نیوکه کړې ده .

Published

on

Last Updated on: وږی ۹, ۱۴۰۴

د اسلامي امارت ویاند ويلي، چې د افغانستان اسلامي امارت غواړي له امریکا سره “قوي اړیکې” ولري.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د جاپان له یوې رسنۍ سره په ځانګړې مرکه کې دا خبره کړې؛ خو د افغانستان بانک د زیرمو پر پرله‌پې کنګلتبا یې هم نیوکه کړې ده .

په دې مرکه کې ذبیح الله مجاهد ټینګار کړی: “د نجونو زده‌کړې د هېواد یوه کورنۍ مسله ده او افغانستان خپل کلتور لري. مونږ له نورو غواړو، چې په دې اړه مداخله ونکړي.”

د یادونې ده، چې په افغانستان کې واک ته د اسلامي امارت له بیا رسېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده کړې ځنډول شوې دي.

Trending

Exit mobile version