تازه خبرونه
اسلامي امارت او پاکستان د اوربند پر غځېدا هوکړه وکړه – رویټرز
د اسلامي امارت یوه لوړ پوړي چارواکي رویټرز ته ویلي: “مونږ چمتو یوو، چې یوې مثبتې پایلې ته د رسېدو لپاره نورې ناستې هم تر سره کړو.”
رویټرز د درې افغان او دوه پاکستانيو چارواکو په حواله، چې یو یې په استانبول کې میشت دی راپور ورکړی؛ د افغانستان او پاکستان ترمنځ په سعودي عربستان کې یوه نوې ناسته ترسره شوې، چې په کې دواړو خواوو د اوربند پر ساتلو او تاوتریخوالي کمولو هوکړه کړي ده.
د اسلامي امارت یوه لوړ پوړي چارواکي رویټرز ته ویلي: “مونږ چمتو یوو، چې یوې مثبتې پایلې ته د رسېدو لپاره نورې ناستې هم تر سره کړو.”
د پاکستان اړوند چارواکو ویلي، چې اسلامآباد د پوځ، استخباراتي ادارو او بهرنیو چارو وزارت د استازو په ګډون له یوه پلاوي سره په خبرو اترو کې حاضر و.
د یادونې ده، چې د قطر او ترکیې په غونډو کې د سولې د ترلاسه کولو او د سرحدي تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره د اسلامي امارت او پاکستاني چارواکو هڅې بې پایلې وې.
تازه خبرونه
په نورستان کې د بشري مرستو عملیات پیل شول؛ زرګونه کورنۍ مرستو ته لاسرسی مومي
د راپور له مخې، دا اقدام د افغاني سرې میاشتې ټولنې او د خوړو نړیوال پروګرام پر همکارۍ د دې ولایت په کامدېش او برګمټل ولسوالیو کې پیل شوی؛ شاوخوا ۱۳۶ زره کسان، چې نږدې ۱۷ زره کورنۍ کېږي د خوراکي توکو، روغتیايي مرستو او نورو اړینو توکو له سخت کمښت سره مخ ول.
د سره صلیب نړیوالې کمیتې څرګنده کړې، چې د نورستان ولایت جګړه ځپلو سیمو ته د مرستو رسولو څو ورځني بېړني عملیات پیل شوی، چې له تېرو شپږ اوونیو څخه یې بنسټیزو اړتیاوو ته پوره لاسرسی نهدرلود.
د راپور له مخې، دا اقدام د افغاني سرې میاشتې ټولنې او د خوړو نړیوال پروګرام پر همکارۍ د دې ولایت په کامدېش او برګمټل ولسوالیو کې پیل شوی؛ شاوخوا ۱۳۶ زره کسان، چې نږدې ۱۷ زره کورنۍ کېږي د خوراکي توکو، روغتیايي مرستو او نورو اړینو توکو له سخت کمښت سره مخ ول.
یادو بنسټونو ویلي، چې د اپرېل له پیل راپدېخوا له ښکېلو لورو سره پرلهپسې خبرې روانې وې، چې دغو سیمو ته خوندي او بېپرې لاسرسی برابر شي او اوس عملاً د مرستو د لېږد بهیر پیل شوی دی.
په لومړي پړاو کې به د خوراکي توکو وېش، روغتیايي وسایل او نور اړین توکي لومړیتوب ولري. له نورستان سره د لارو پر بیا پرانیستل کېدا بازارونه ورو ورو بېرته خلاصیږي او د ناروغانو د درملنې لپاره هم د لېږد زمینه برابره شوې ده.
د سره صلیب نړیوالې کمیټې ټینګار کړی، چې اړتیاوې اوس هم پراخې دي؛ په ځانګړي توګه د خوړو د خوندیتوب، روغتیايي مرستو او بنسټیزو آسانتیاوو ته د لاسرسی په برخو کې له سیمهییزو استازو سره د اړتیاوو د پېژندلو لپاره همکاریو ته اړتیا لیدل کیږي.
په راپور کې راغلي؛ ټول فعالیتونه د بېپرې، خپلواکۍ او ناپېیلتوب د اصولو پر بنسټ ترسره کېږي او له ټولو خواوو غوښتنه شوې، چې زیانمنو ټولنو ته د خوندي او دوامدار لاسرسي زمینه برابره کړي.
تازه خبرونه
کابل او دوشنبې د «کاسا۱۰۰۰» پروژې پر چټکتیا ټینګار وکړ
په دې ناسته کې عبدالحق همکار د «کاسا۱۰۰۰» پروژې د پلي کېدا د بهیر پر چټکتیا، د قراردادي شرکتونو د احتمالي ستونزو حل او د تخنیکي همغږۍ زیاتوالي ټینګار وکړ او په دې اړه یې د تاجکستان له همکاریو مننه وکړه.
د افغانستان برښنا شرکت عمومي اجرائیوي رییس عبدالحق همکار د تاجکستان پلازمېنې( دوشنبه ) ته د سفر پر مهال د تاجکستان د انرژۍ له وزیر دلیر جمعه سره وکتل او د برښنا په برخه کې یې د دوهاړخیزو همکاریو د پیاوړتیا او د «کاسا۱۰۰۰» پروژې د پرمختګ په اړه خبرې وکړې.
په دې ناسته کې عبدالحق همکار د «کاسا۱۰۰۰» پروژې د پلي کېدا د بهیر پر چټکتیا، د قراردادي شرکتونو د احتمالي ستونزو حل او د تخنیکي همغږۍ زیاتوالي ټینګار وکړ او په دې اړه یې د تاجکستان له همکاریو مننه وکړه.
دغه راز د تاجکستان د انرژۍ وزیر هم د دې پروژې پر سټراټیژیک ارزښت ټینګار وکړ او «کاسا۱۰۰۰» یې د سیمې د نښلېدا، د برښنا د تبادلې او د اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره اړین ګام وباله او د چارو د چټکتیا لپاره یې د دوامدارې همکارۍ او همغږۍ ژمنه وکړه.
«کاسا۱۰۰۰» پروژه د مرکزي او جنوبي آسیا ترمنځ د برښنالېږد له اړینو پروژو څخه ده، چې په افغانستان کې یې د پلي کېدا بهیر د پام وړ پرمختګ کړی او کولی شي د اقتصادي ودې او سیمهییز ثبات په ټینګښت کې مهم رول ولوبوي.
تازه خبرونه
د صنعت او سوداګرۍ وزیر له خپل بېلاروس سیال سره د ډیزلو او پټرولو پر پېرلو خبرې وکړې
نورالدین عزیزی دا موضوع ازبکستان ته د خپل سفر پر مهال د بېلاروس د صنعت له وزیر سره مطرح کړې ده.
د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی له خپل بېلاروس سیال آندرې یوګنیویچ کوزنیتسوف سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د کچې د لوړولو او له بېلاروس څخه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو په اړه خبرې کړې دي.
نورالدین عزیزی دا موضوع ازبکستان ته د خپل سفر پر مهال د بېلاروس د صنعت له وزیر سره مطرح کړې ده.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ نوموړي د بېلاروس له پانګهوالو وغوښتل، چې په افغانستان کې د پانګونې له فرصتونو؛ په ځانګړي توګه د درملو په سکټور کې، ګټه واخلي او پانګونه وکړي.
د خبرپاڼې له مخې؛ دواړو لوریو هوکړه کړې، چې د دواړو وزارتونو د مرستیالانو پر کچه یوه کاري ډله جوړ کړي، چې د یادې ناستې پر موضوعاتو، په ځانګړي توګه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د زیاتوالي په اړه، نورې خبرې او همغږي هم ترسره کړي.
-
تازه خبرونه2 days agoد «پرمختګ» اوبپاڼې پرانیسته؛ د افغانستان د رسنیو لپاره نوی معلوماتي سرچینه
-
سوداگري7 hours agoد افغانستان، ازبکستان او قرغزستان د استازو سوداګریزه ناسته ترسره شوه
-
تحول3 days agoتحول: د ایران لهخوا د هرمز تنګي د بیا بندېدا علت
-
نړۍ8 hours agoله ایران سره نوې هوکړه به د پخوانۍ هوکړې پر پرتله «ډېره ښه» وي – ټرمپ
-
څار2 days agoڅار: په چین کې د کابل-اسلام آباد د خبرو اترو برخلیک
-
نړۍ1 day agoد جګړې له پایلو د اماراتو اندېښنه؛ د تېلو په راکړه ورکړه کې د ډالرو دډې ته کولو احتمال
-
سوداگري1 day agoازبکستان ته د صنایعو او سوداګرۍ د وزیر سفر؛ په نړیوال صنعتي نندارتون کې د افغانستان پیاوړی ګډون
-
تحول20 hours agoتحول: په افغانستان کې د جګړې د تپلو لپاره د پاکستان ناکامې هڅې
