تازه خبرونه
اسلامي امارت له ایران سره د اوبو د مدیریت پخوانی تړون بشپړ مني
د افغانستان اسلامي امارت د هلمند سیند د اوبو د مدیریت په اړه د ۱۳۵۱ لمریز هجري کال تړون بشپړ منلی دی.
د افغانستان او ایران دولتونو د هلمند د اوبو د وېش پر سر د ۱۳۵۱ لمریز هجري کال په وروستیو کې د پخواني صدراعظم موسی شفیق په وخت کې یوه معاهده لاسلیک کړې، چې له مخې یې افغانستان باید هرکال ۸۱۷ میلیون متر مکعب اوبه ایران ته ورکړي.
د افغانستان اسلامي امارت د هلمند سیند د اوبو مدیریت په تړاو تړون له تخنیکي محتویاتو سره ټولو موادو، حقوقي اساساتو، ضمائمو (پروتوکولونو) سره، چې د هلمند د اوبو په اړه په ۱۳۵۱ ل.هـ کې د افغانستان او ایران د دولتونو ترمنځ پرې هوکوه شوی؛ پوره مني.
ایران ته د هلمند سند د بهېدونکیو اوبو په اړه له ډېر پخوا راپد ېخوا بحثونه کیږي او ویل کیږي، چې ایران ته هر کال په معاهده کې له ټاکل شوې اندازې څخه څو برابره زیاتې اوبه بهیږي.
د محمد ظاهر شاه د پېر وروستی لومړی وزیر یا صدراعظم موسی شفیق په ۱۳۵۱ لمریز کال کې د هلمند له اوبو څخه د ګټې اخیستنې د څرنګوالي دغه تړون د ایران د هغه وخت صدراعظم عباس هویدا سره لاسلیک شوی او له مخې یې د هلمند سیند شل فیصده اوبه، چې په یوه ثانیه کې ۲۶ متر مکعبه کېږي د ایران حق ټاکل شوی دی.
د افغانستان اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وایي: مونږ هغې هوکړي ته ژمن یوو، چې په ۱۳۵۱ ل . هـ کال کې د افغانستان او ایران ترمنځ شوې او همداراز کوشش کوو، چې هغه بهیر هغه سي چې دی؛ وساتو
د هیواد د خصوصي سکتور غړي بیا له ایران سره پخوانۍ هو کړه طالمانه بولي او زیاتوي، چې په افغانستان کې له تېرو ۲۵ کلونو جنګونه ول؛ د اوبو تنظیم ستونزمن و او د هلمند له سیند څخه ایران ته د کال شاوخوا درې میلیارډ متر مکعبه اوبه ورتلې.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړی خانجان الکوزی وایي: له اقتصادي پلوه د هلمند سیند اوبو د مدیریت بهیر خورا مهم و او دی. د افغانستان اسلامي امارت باید د هېواد د اقتصادي ځان بسیاینې لپاره د هېواد د اوبو د مدیریت لپاره مټې راونغاړي.
د اقتصادي چارو کار پوه تاج محمد تلاش هم په دې باور دي، چې افغان لوری باید له ایران سره د اوبو پر سر پر شوي تړون له سره کتنه وکړي او په کې د افغانستان د اوسنیو اړتیاوو پر بنسټ حرکت وکړي.
نوموړي زیاته کړې؛ په ۱۳۵۱ ل.هـ کال له ایران سره شوې هوکړه د هغه وخت د غوښتنو له مخې وه. اوس افغانستان ډېرو او بوته اړتیا لري او بل دا، چې ایران تل په زیاته کچه اوبه تر لاسه کړي باید دا ټوله محاسبه ورسره تر سره شي.
د اقتصادي چارو کارپوهان پدې باوردي، چې د افغانستان اسلامي امارت باید د هېواد اوبه مدیریت کړي؛ ځکه، چې د اوبو مدیریت کولی شي هېواد له اقتصادي بحران راوباسي.
د یادونې ده، چې د هلمند له اوبو ډک سیند د هندوکش له غرونو راټولیږي او تر هامونه ۱۱۵۰ کیلومتره بهیږي.
تازه خبرونه
د اسلامي امارت پوځ اوس پخپلو پښو ولاړ دی – فصیح الدین فطرت
د وسلهوالو ځواکونو ستر درستیز محمد فصیحالدین فطرت ویلي، چې په تېرو څلور کلونونو کې د پوځ ملي اسلامي ځواکونو په پوره زړورتیا تېري کوونکو ته ځواب ورکړی او ګاونډیانو ته هم ثابته شوې، چې که څوک پر افغانستان یو برید وکړي سل چنده ځواب ورکول کیږي.
د دفاع وزارت د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ فصیح الدین فطرت دا څرګندونې له رسنیو استازو، سیاسي شنونکو او یو شمېر چارواکو سره د همکارۍ او همغږۍ او د پیاوړتیا په غونډه کې کړي دي.
نوموړي زیاته کړې: “هغه ملتونه، چې نشي کولی پخپلو پښو ودریږي او پر نورو تکیه وکړي؛ ان که وده وکړي رښتینی پرمختګ نشي کولی.”
فطرت د امنیت په برابرولو او د هېواد له دفاعي ځواکونو سره د ملګرتیا په برخه کې د رسنیو له رول ستاینه وکړه او وایي، چې: “مونږ او تاسې د دې خاورې د بچیانو په توګه باید لاسونه سره ورکړو او په ګډه هېواد جوړ کړو، پخپلو ځواکونو وویاړو او پر ټول وس د هېواد د پرمختګ لپاره هڅه وکړو. مونږ یو داسې پوځ جوړ کړی، چې د هېواد له عزت، ځمکني بشپړتیا او سرحدونو دفاع کوي او آزادۍ مو ساتي.”
هغه ټینګار کړی؛ اسلامي امارت هڅه کوي، چې پر عصري وسلو سمبال پوځ جوړ او په هر راز شرایطو کې د هېواد له خاورې دفاع وکړي.
د هېواد اردو د خلکو، خاورې او دین دښمنانو ته پرېکنده ځواب ورکړی او ګاونډیانو ته هم ثابته شوې، چې د افغانستان پر وړاندې هر راز یرغل به څو اړخیز غبرګونونه ولري.
تازه خبرونه
په روزګان کې د ۳۵۰ زره افغانیو پر ارزښت غلا شوي سرهزر ونیول شول
د امنیه قومندانۍ ویاند بلال احمد روزګاني زیاته کړې: غلا شوي سره زر په ترینکوټ ښار کې زرګر ته د خرڅولو لپاره وړل شوي وه، چې د امنیتي پولیسو له هڅو او پلټونو وروسته ونیول شول.
د روزګان امنیه قومندانۍ ویاند آریانانیوز ته ویلي، چې د دې ولایت د جنايي جرمونو پر وړاندي د مبارزې مدیريت منسوبینو په ترینکوټ ښار کې د ۳۵۰ زره افغانیو پر ارزښت له یوه کوره غلاشوي سرهزر نیولي دي.
د امنیه قومندانۍ ویاند بلال احمد روزګاني زیاته کړې: غلا شوي سره زر په ترینکوټ ښار کې زرګر ته د خرڅولو لپاره وړل شوي وه، چې د امنیتي پولیسو له هڅو او پلټونو وروسته ونیول شول.
ویل کیږي، چې د یاد مدیریت اړوند د اقتصادي جرایمو امریت منسوبینو د دغې پېښي عامل له پلټنو وروسته عدلي او قضاي برخې ته سپارلی دی.
تازه خبرونه
هند یو ځل بیا د افغانستان له روغتیایي برخې څخه د ملاتړ ډاډ څرګند کړ
د هند د روغتیا او کورني هوساینې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې لیدنه کې د هند روغتیا وزیر جيپي نًډا او د افغانستان د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د روغتیایي همکاریو پر پیاوړتیا او د افغانانو د روغتیایي اړتیاوو د پوره کولو د اړتیا په اړه بحث او خبرې کړې دي.
هند له افغانستان سره د بشري مرستو او روغتیایي همکاریو د ترسره کولو د ډاډ څرګندولو تر څنګ ویلي، چې د اړینو درملو اوږدمهاله عرضه دواړو هېوادونو ته لومړیتوب لري.
د هند د روغتیا او کورني هوساینې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې لیدنه کې د هند روغتیا وزیر جيپي نًډا او د افغانستان د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د روغتیایي همکاریو پر پیاوړتیا او د افغانانو د روغتیایي اړتیاوو د پوره کولو د اړتیا په اړه بحث او خبرې کړې دي.
د لیدنې پر مهال پر سمولیکه بڼه سرطاني درمل او واکسینونه افغانستان ته وسپارل شول، چې دا د افغانستان د روغتیایي سیسټم ملاتړ ته د هند پرلهپسې ژمنتیا ښیي.
د هند روغتیا وزارت اعلان کړی، چې د درملو، واکسینونو او د ۱۲۸ سلایس یو سيټيسکین ماشین به هم د بشري مرستو د یوې برخې په توګه افغانستان ته واستول شي.
ویل کیږي، چې دا مرسته د روغتیایي چوپړ د ښه کولو او ژغورونکو درملنو ته د افغانانو د لاسرسي چمتو کولو لپاره د نوي ډیلي ژمنتیا څرګندوي.
-
تازه خبرونه3 days agoپه افغانستان کې پخوانیو روږدو ته تخنیکي او کارپنځوونکې زدهکړې ورکړ شوي
-
لوبی5 days agoآریانا ټلویزیون د فیفا ۲۰۲۵ غوره فوټبال لوبغاړو د جایزو لسم پړاو مراسم خپروي
-
تازه خبرونه4 days agoاسلامي امارت د تېل او ګاز خپلواکه اداره رامنځته کوي
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان د ټرانزیټي ظرفیتونو پر کارولو د عراقچي ټینګار د ستاینې وړ دی – ذاکر جلالي
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoپاکستان د غزې د ثبات په پلان کې د ګډون غوښتنې له ننګونې سره مخ کړ
-
تازه خبرونه3 days agoاروپايي ټولنې او نړيوال بانک د افغان کارپنځوونکو لپاره د کاري فرصتونو مرستندويه پروګرام پیل کړ
-
نړۍ4 days agoپه آسټرالیا کې پر یهودي نندارې پلار او زوی برید کړی – پولیس
-
تازه خبرونه1 day agoپه بدخشان کې د چینایي وګړو د شکمنو وژونکو پر ځاله افغان ځواکونو پرېکنده برید کړی
